پنجشنبه, فبروري 5, 2026
Homeخبرونهملګروملتو پخوانۍ افغان دیپلوماته عادله راز د خپلو متخصصانو په یوه ډله...

ملګروملتو پخوانۍ افغان دیپلوماته عادله راز د خپلو متخصصانو په یوه ډله کې وګومارله

تاند (سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۴مه) د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د افغانستان پخوانۍ ډیپلوماته عادله راز د یوې نوې جوړې شوې خپلواکې سلاکارې ډلې غړې وټاکله.

دا ډله د یوه نړیوال شاخص د پیاوړتیا لپاره کار کوي چې د هېوادونو د اقتصادي، چاپېریالي او ټولنیزو شاکونو پر وړاندې زیان ګالل اندازه کوي.

د ملګرو ملتونو په وینا، عادله راز د هغو ۱۵ کارپوهانو له ډلې ده چې د څو اړخیز زیانګالي شاخص (MVI) د ۲۰۲۶ تر ۲۰۳۰ کلونو دورې لپاره ټاکل شوي دي.

د دې ډلې غړي به مشوره ورکوي چې دغه شاخص څنګه کولای شي د پراختیايي پالیسیو او نړیوالو مالي سرچینو ته د لاسرسي په لارښوونه کې لا اغېزمن شي.

د MVI شاخص، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ له‌خوا رامنځته شوی، هدف دا دی چې هغه خطرونه وڅېړي چې پر پرمختیايي هېوادونو اغېز کوي خو یوازې د عاید په کچو کې نه منعکسېږي. په دې کې د اقلیمي بدلون شاکونه، اقتصادي بې‌ثباتي او د مقاومت کمزورتیا شامل دي. دا شاخص د تشخیص د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي څو د مرستو د وېش او همغږی د نړیوال اقدام لپاره لارښوونه وکړي.

د ملګرو ملتونو له مخې، سلاکاره ډله به هر درې کاله وروسته د شاخص بیاکتنه کوي، نوي معلومات او مفاهیم به ارزوي او دا به تعقیبوي چې پرمختیايي هېوادونو د خپل جوړښتي زیانګالنې په کمولو کې څه پرمختګ کړی دی.

عادله راز، چې په لوړو ډیپلوماتیکو کچو کې یې د افغانستان استازیتوب کړی، له بېلابېلو سیمو څخه د پوهنتونونو، حکومتونو او مدني ټولنو له کارپوهانو سره یوځای دې ډلې ته ورګډه شوې ده. ملګرو ملتونو ویلي چې دا ډله جغرافیایي او جنسیتي توازن لري.

د لږ پرمختللو هېوادونو، په وچه کې بندو هېوادونو او کوچنیو ټاپوګانو د دولتونو لپاره د ملګرو ملتونو د عالي استازي د دفتر مشرې راباب فاطمه وویل، دا ډله یو «مهم پړاو» دی چې زیانګالنه د دوامدارې پراختیا پر وړاندې د یوه اساسي خنډ په توګه په رسمیت پېژني، په ځانګړي ډول د نړۍ تر ټولو بېوزلو او ډېرو اغېزمنو هېوادونو لپاره.

یو سکرتریت به د دې ډلې ملاتړ کوي چې د شاخص د ساتنې او نوي کولو مسوولیت به ولري، او د ملګرو ملتونو د احصایې کمېسیون به هر ډول راتلونکی تخنیکي بدلون ارزوي.

تمه ده چې دا ډله خپله لومړنۍ غونډه په ۲۰۲۶ کال کې دایره کړي او د شاخص د لومړۍ رسمي بیاکتنې لپاره چمتووالی پیل کړي، چې ټاکل شوې په ۲۰۲۸ کال کې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«لفظي عکسونه» کتاب چاپ شو

«لفظي عکسونه» د لیکوال او نقاد ښاغلي نعمت‌الله صديقي نوی د «خاکو» کتاب دی چې اوس اوس په جلال اباد کې له کلاسیک خپرندوی...