تاند(سې شنبه، د سلواغې/ دلوې ۱۴مه) د ملګرو ملتونو امنیت شورا راپور ورکړی چې تمه ده د روانې میاشتې په وروستیو کې د یوې مسودې پرېکړهلیک رایو ته وړاندې کړي، څو د تحلیلي ملاتړ او د بندیزونو د څار ډلې ماموریت وغځول شي. دا ډله د افغانستان د بندیزونو له ۱۹۸۸ کمېټې سره مرسته کوي.
د راپور له مخې، د څار ډلې اوسنی ماموریت د فبرورۍ په ۱۷مه پای ته رسېږي.
د ۱۹۸۸ بندیزونو کمېټه د طالبانو پر یو شمېر چارواکو د بندیزونو د پلي کېدو مسوولیت لري. په دغو بندیزونو کې د شتمنیو کنګل کېدل، د سفر بندیزونه او د وسلو بندیز شامل دي.
دا کمېټه همداشان د بندیزونو لیست تنظیموي، د استثنا غوښتنلیکونه ارزوي او د څار ډلې د ارزونو، راپورونو او سپارښتنو له لارې د ملګرو ملتونو له غړو هېوادونو سره د بندیزونو د پلي کولو په برخه کې مرسته کوي.
په دې اړه رایې په داسې حال کې اخیستل کېږي چې امنیت شورا د افغانستان په اړه د نړیوالو بندیزونو پر اغېزمنتیا بیاکتنې ته دوام ورکوي.