چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeخبرونهد ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۶۲ طالبان وژل شوي

د ملي دفاع وزارت: کندهار کې ۶۲ طالبان وژل شوي

تاند (جمعه د دلوې ۱۷) د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، امنیتي ځواکونو په کندهار کې د طالبانو پر ضد ګډ عملیات کړي چې درنه مرګ ژوبله یې دغې ډلې ته اړولې ده.

له دغه وزارته په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې امنيتي ځواکونو پرون پنجشنبه د هوايي ځواک په ملاتړ د کندهار په ارغنداب، پنجوايي او ډنډ ولسوالیو کې ګډ عملیات کړي چې ۶۲ وسله وال طالبان په کې وژل شوي او ۲۳ نور ټپیان شوي دي.

سرچینه زیاتوي، وسله والو طالبانو پلان درلود چې په یادو ولسوالیو کې د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه وکړي، خو امنیتي ځواکونو پرې وار ړومبی کړی او د هوا او ځمکې له لارې یې پرې عملیات کړي چې درنه مرګ ژوبله یې ورته اړولې ده.

په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، د دولتي ځواکونو په دې عملیاتو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات هم له منځه وړل شوي دي.

بله خوا د ملي دفاع وزارت وايي چې طالبانو د ارغنداب، پنجوايي او میوند ولسوالیو په مربوطاتو کې د خلکو او امنیتي ځواکونو د په نښه کولو لپاره ۸۳ ماینونه ځاي پر ځای کړي و چې د ۲۰۵ اتل قول اردو له خوا کشف او شنډ شول.

طالبانو تر اوسه په دې هکله کوم څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې په وروستیو څو میاشتو کې د کندهار په ارغنداب، پنجوايي او میوند ولسوالیو کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ سختې نښتې روانې دي. چارواکي وايي طالبانو ته په دې جګړو کې درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب