جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډله زېمبابوې ته ورسېده

د پاکستان ښځینه کرکټ لوبډله زېمبابوې ته ورسېده

تاند ( جمعه، د دلوې ۱۷) ټاکل شوې چې، د زېمبابوې او پاکستان ښځېنه کرکټ لوبډلو تر منځ د زیمبابوې په کوربتوب درې یوورځنۍ او دوه شل اوريزې لوبې تر سره شي.

پاکستانۍ ښځېنه کرکټ لوبډله هم یاد هېواد ته د لوبو لپاره ورسېده.

د معلوماتو له مخې پاکستان ښځېنه لوبډله به د یو څو ورځو لپاره قرنطین وي او له هغې وروسته به د دواړو لوبډلو تر منځ لومړۍ پنځوس اوريزه سیالۍ د همدې فبرورۍ میاشتې په یوولسمه نېټه پیل شي.

دوهمه لوبه به یې بیا د فبرورۍ په دیارلسمه او وروستۍ يې په پنځلسمه نېټه تر سره کیږي.

د دواړو لوبډلو تر منځ به دوه شل اوريزې سیالۍ هم تر سره شي چې لومړۍ شل اوریزه سیالۍ به يې په ۱۸مه او وروستۍ به يې په ۲۰مه نېټه تر سره شي.

له دې وړاندې پاکستانۍ ښځینه کرکټ لوبډلې له سویلي افریقا لوبډلې نه په پنځو پرلپسې لوبو کې ماتې وخوړه.

سويلي افريقا ښځينه لوبډلې پاکستان ته پنځمه ماتې هم ورکړه

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب