جمعه, سپتمبر 20, 2024
Home+سويلي افريقا ښځينه لوبډلې پاکستان ته پنځمه ماتې هم ورکړه

سويلي افريقا ښځينه لوبډلې پاکستان ته پنځمه ماتې هم ورکړه

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) د پاکستان ښځينه کرکټ ملي لوبډلې په دوهمه ۲۰ اوره  لوبه کې هم په ۱۸ منډو له سویلې افریقا ماتې وخوړه.

دا پنځمه لوبه ده چې پاکستانۍ ښځینه لوبډله یې پر سویلي افریقا بایلي، له دې وړاندې یې په پرلپسې دريو یو ورځنیو لوبو کې هم ماتې خوړلې وه.

دوهمه شل اوره لوبه کې سويلي افريقا لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د تضمين برېټس د ۶۶ منډو پرمټ پاکستان ته د ۱۳۴ منډو هدف وټاکه.

پاکستان ته په توپ اچونه کې انام امين دوه ويکټې واخيستې.

پاکستان په شلو اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ټولې ۱۱۵ منډې وکړې او لوبه يې د ۱۸ منډو په توپير وبايلله.

پاکستان ته عاليه رياض ۳۹ او عايشه نسيم ۳۳ منډې وکړې.

د لوبې غوره لوبغاړې شبنم اسماعيل وټاکل شوه چې د ۱۲ منډو په ورکړې يې پنځه لوبغاړې وسوځول.

د دواړو لوبډلو ترمينځ به وروستۍ شل اوريزه لوبه د فبرورۍ په دريمه نېټه ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب