جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپه لومړي ځل په جلال اباد ښار کې ښځو ته ځانګړی تفريحي...

په لومړي ځل په جلال اباد ښار کې ښځو ته ځانګړی تفريحي پارک جوړېږي

تاند (دوشنبه، د دلوې ۱۳) په جلال اباد ښارکې د لومړي ځل لپاره ښځو ته تفریحي پارک جوړېږي.

مسوولان وایي چې، دغه پارک د یو این هبیتات ادارې له لورې د ۱۴۷۳۴۸ امریکایي ډالرو په لګښت په اوومه ناحيه کې جوړېږي.

د دوی په خبره د پارک د جوړېدو چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر راتلونکي ۳ میاشتو پورې بشپړ شي.

بل لورته د جلال اباد ښاروال اباسین بهیر وایي په یاد پارک کې ۱۴۰ زره ډالر لګښت ولسي تړون پروګرام او ۷۳۴۸ زره ډالر ولسي ونډې ورکړی.

نوموړی وایي د دې پارک بشپړېدو سره به ۲۸۲۰ کورنۍ له دې پارک نه د تفریح په ډول ګټه واخلي.

د یادونې ده چې په جلال اباد ښارکې دا لومړی ځل دی د ښځو په نامه ځانګړی پارک جوړېږي.

له دې وړاندې په جلال اباد ښآر کې ښځو ته کوم ځانګړي تفریحي پارک شتون نه درلود او له همدې امله د ننګرهار ښځینه فعالانو هم پر مسوولینو نیوکې لرلې.

دوی ویلي چې یواځې دښځو بڼ شته چې هغه تفریح ځای نه  دی او اړینه ده یو ځانګړی تفریحي پارک هم مېرمنو ته جوړ شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب