چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+ناردرن واریرز په ټي ټېن کې لوړهدف بریالی کړ

ناردرن واریرز په ټي ټېن کې لوړهدف بریالی کړ

تاند ( دوشنبه، د دلوې ۱۳) د متحده عرب اماراتو لس اوره سوداګریزلیګ کې ناردرن واریرز لسمه لوبه په لوړ هدف وګټله.

دا لوبه د ناردرن واريرز او بنګله ټايګرز لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.

د لوبې په پيل کې بنګله ټايګرز پچه وګټله او لومړى يې ناردرن واريرز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

ناردرن واريرز په ټاکلو ١٠ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ١۶٢ منډې وکړې.

په توپوهنه کې نيکولاس پوران ډېره چټکه توپوهنه ترسره کړه چې په ٢۶ توپونو يې ٨٩ منډې وکړې.

د پوران په توپوهنه کې ۱۲ شپږيزې او ۴ څلوریزې شاملې دي.

بنګله ټايګرز لپاره بيا کريم جنت ٢ مجيب الرحمن او قېس احمد ١-١ لوبغاړي سوځولي وو.

بنګله ټایګرز لوبډلې که څه هم ښه لوبه وکړه خو هدف یې ترلاسه نه کړ.

ټایګرز په ټاکلو لسو اورونو کې ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۲ منډې وکړې او د ۳۰ منډو په توپیر يې لوبه وبایلله.

انډري فلیچر ۵۳ او چراغ سوري ۴۲ ناسوځېدلې منډې وکړې.

نېکولاس پورن د لوبې غوره لوبغای شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب