دوشنبه, اپریل 29, 2024
Homeمیرمنهغه دندې چې میرمنې پکې ډېرې پیسې ټولولی شي

هغه دندې چې میرمنې پکې ډېرې پیسې ټولولی شي

ژباړن: حزب الله اتل

د نورو هېوادونو په پرمختیایي پروژو او کارموندونکو ادارو کې کارکوونکو میرمنو ته هم پوره پام کېږي، خو افغانستان د دې برخې په لومړنیو پړاوونو کې حسابېږي.

دلته د هغو دندو لست وړاندې کېږي، چې له افغانستانه بهر پکې ښځې ښې پریمانه پیسې ترلاسه کوي، خو افغانستان کې هم دغه کارونه په لومړنیو پړاونو کې دي. دا پدې معنی چې یاد کارونه د میرمنو لپاره له روغتیایي پلوه زیان نه لري، اسانه دي او ښې پیسې هم پکې شته.

برقيتوب: په نورو هېوادونو کې نارینه له دې کار روزګاره پریمانه پیسې ټولوي. پدې برخه کې د ښځو کموالی ددې باعث شوی، چې کارکوونکې ښځې پکې ډېرې پیسې ټولې کړای شی، خو په مسلکي ډول اوس افغان نجونې هم پدې اړه روزل کېږي. د تخنیکي زده کړو انسټیټیوټ همدا اوس لسګونه افغان نجونو ته په تخنیکي برخو کې زده کړې ورکوي.

ډریوري: په افغانستان کې میرمنې اوس پدې هڅه کې دي، چې د موټر چلولو لایسنس یا اجازه ترلاسه کړای شي. په ښارونو کې هره ورځ ډېرې میندې او نجونې لیدل کېږي، چې د موټر چلولو په حال کې دي، خو دغه شمېر میرمنې یوازې شخصي موټر چلوي.

په بهرینو هېوادونو کې لکه د نارینه و په شان ښځې ډریورانې هم شته او د لویو یا درنو مالونو انتقالونکي موټر لکه هینو یا ټرک چلوي، چې ښې پریمانه پیسې هم پکې ترلاسه کوي. که څه هم په کور دننه ګڼ راپورونه شته، چې دغه ښځینه ډریورانې له دودیزو ستونزو سره مخ دي، خو تمه کېږي، چې حالت به د وخت په تېرېدو حتمي بدلون ومومي.

سینګارتونونه: اوس په کابل سربېره په ولایتونو کې هم ښځینه کاروباریان واړه کارونه لري او د ښار په کونجونو کې یې هټۍ پرانستې چې ښځې او نجونې سینګاروي، دوی له دې لارې ښې پیسې ټولوي.

ډاکټري: د نارینه ډاکترانو ترڅنګ ښځینه ډاکترانې هم په هېواد کې مخ په ډېرېدو دي. ښځینه ډاکترانې په ټوله نړۍ کې د ډېرو پیسو له ټولونکو دي.

له ښځینه ډاکترانو د پوښتونو په ترڅ معلومه شوې، چې دوی پخپل دې کار کې ارامه او هوسا دي او ورسره په ځان باوري او ډاډمنې هم دي.

سوداګري: په افغانستان کې د واړه کاروبار سوداګرې میرمنې شته، چې یو شمېر بانکونه یې ددې کار د غوړېدا په موخه ورته پورونه هم ورکوي، خو لا داسې میرمنې بیخي د ګوتو په شمېر دي، چې لویې سوداګرۍ کوي. په نوره نړۍ کې شخصي سوداګري د میرمنو لپاره د پریمانه پیسو ترلاسه کولو غوره لاره ده. دوی په لومړیو کې له همدې وړو کاروبارونو پیل کړې وي، چې د وخت په تېرېدو یې سوداګرۍ لوېږي، نو د افغان میرمنو دې وړو هڅو ته هم لویې تمې شته.

کروندګري: د هغو میرمنو شمېر په افغانستان کې هم د ډېرېدا په حال کې دی، چې پخپلو کورونو او کروندو کې کروندګري کوي، خو په نوره نړۍ کې دې کار ته مناسب پلانونه جوړېږي او میندې په دوامداره ډول په کروندګرۍ مصروفې وي. کروندګري د پریمانه پیسو د ترلاسه کولو غوره منبع ده. له دودیزو مناسباتو سره هم افغانو میرمنو ته کروندګري د هغوی نارینه ښه بولي، خو په تاسف چې زده کړو ته د همدغو میندو په تګ راتک یې ډېری وخت نارینه نیوکه کوي.

استادي: ښځینه ښوونکې د افغانستان د پوهنې یو نسبتاً لوی کاریګر قشر دی، چې له یوه اړخه دوی پیسې ټولوي او له بله اړخه د هېواد د بچیانو په روزنه کې هم له نارینه و سره ترڅنګ هېواد ته په خدمت بوختې دي. وروستۍ احصایې ښیي، چې کال په کال د ښځینه ښوونکو شمېر په هېواد کې مخ په ډېرېدو دی.

خیاطي: د ښځینه خیاطانو شمېر نه یوازې په کابل کې مخ په ډېرېدو دی، بلکې په ولایتونو کې هم ورته د ډېرو ښځو پام اوښتی دی.

په ډېری سیمو کې ښځینه خیاطانې یوازې د ښځو جامې ګنډي او په یوه جوړه یې له ۵۰۰ تر ۴۰۰۰ افغانۍ ترلاسه کوي، چې تر نورو یو څه د ډېرو پیسو کسب بلل کېږي.

ډېری ښځینه خیاطانې یوازې د ښځو جامې ګنډي او په بازار کې د نماینده ګۍ او یا هټۍ پرانستو ته هم اړتیا نه ویني او یوازې په خپل کور کې په کار کولو سره خپل کسب پرمخ وړي.

پولیسي: د افغان ملي پوځ په لیکو کې د ښځینه پولیسو شمېر هم مخ په زیاتېدا دی، چې له دې لارې هم دوی ښې پیسې ترلاسه کوي.

که څه هم د افغانستان په شان ټولنه کې د ښځینه نظامیانو لپاره کار کول ډېر اسانه ندي، خو بیا هم یو شمېر یې له دې ټولو ننګونو سره سره حاضرېږي، څو د ملي پوځ په لیکو کې دندې ترسره کړي.

په تېرو دریو میاشتو کې د ښځینه پولیسو دریمه غړې ده، چې په جنوبي ولایتونو کې نښه کېږي. له اسلام بي بي وروسته د پولیسو یوه بله ښځینه افسره په نښه شوه او وروستۍ پېښه درې ورځې وړاندې وه، خو ښځینه پولیسه له برید ژوندۍ وتې او دا مهال تر درملنې لاندې ده.

واکسیناتوري: که څه هم له امنیتي لحاظه ښځینه واکسیناتورانې ډېرې خوندي نه دي، خو پدې برخه کې هم د ښځینه کارکوونکو شمېر له پامه نشي غورځول کېدای. د ښځینه واکسیناتورانو شتون په افغاني ټولنه کې ځکه مهم بلل کېږي، چې که په یو شمېر کورنو کې نارینه نه وي او  میرمنې ونشي کولای د غېږې ماشومان د واکسین لپاره کوڅې ته راوباسي، نو ښځینه واکسیناتورانې پخپله وردننه کېږي او ماشومان واکسین کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب