Homeخبرونهخوست کې یوې مېرمنې ۱۹ کاله وروسته د خپل پلار کور ولید

خوست کې یوې مېرمنې ۱۹ کاله وروسته د خپل پلار کور ولید

تاند (یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲مه) ‏خوست کې د طالبانو د حکومت د امربالمعروف، نهی عن المنکر ریاست محتسبین وایي، د دوی په هڅو هغې مېرمنې بېرته د خپلې پلار د کور د لیدو حق ترلاسه کړ، چې له تېرو ۱۹ کلونو راهیسې ترې محرومه شوې وه.

د خوست والي ویاند لیکلي، یاده مېرمن د خپل خاوند له‌خوا په جبري توګه د پلارني کور له لیدلو منع شوې وه.

سرچینه زیاتوي، خاوندیې  په پرله‌پسې ډول د لیدنې په صورت کې په مرګ ګواښله، له همدې امله مېرمن له دغې حقه محرومه وه.

مسوولان زیاتوي چې، د کورنیو لانجو په حل کې د اسلامي اصولو تطبیق او د مظلومو ملاتړ د دوی د کار اساسي برخه ده.

د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې دې ته ورته زیاتې پېښې شته چې، مېرمنې یې قربانيان دي.

د نظر خاوندان وایي، ناسم دودونه، د تعلیم نشتون او د یو بل له حقونو ناخبري د دې لامل شوې، چې ښځې پکې له خپلو اساسي حقونو محرومېږي.

1 COMMENT

  1. پلار رزیل یې چې لور خرڅه کړي او لکونه پرې واخلي او بیا یې یو خر او خنځیر ته ورکړي همداسې کیږي. دا ټوله د بېسوادۍ او لاعلمۍ نتیجه ده. بدبختانه پښتانه پدې غذب اخته دي او خدای دې وکړي چې د سواد په جامه ونغښتل شي کنه دا د پیړیو مشکل به هر وخت تکراریږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...