جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهافغان انځورګر، حمدالله ارباب کاناډا کې د "ارټ بټل" انځورګرۍ سیالي وګټله

افغان انځورګر، حمدالله ارباب کاناډا کې د “ارټ بټل” انځورګرۍ سیالي وګټله

تاند (یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲مه) ‏افغان انځورګر حمدالله ارباب، په کاناډا کې د ارټ بټل انځورګرۍ سیالي وګټله.

ارټ بټل هغه هنري سیالي ده چې، انځورګران باید د ټاکل شوي وخت په جریان کې د خلکو مخې ته نقاشي وکړي او په پای کې ګډونوال یا لیدونکي د غوره هنرمند لپاره رایه ورکوي.

حمدالله ارباب له ګټلو وروسته د سیالۍ له تنظیموونکو مننه کړې او ویلي دي چې دا بریا ورته لوی ویاړ دی.

ارباب د خپلو ملګرو، هنرمندانو او ټولو هغو کسانو ستاینه او هرکلی کړی چې، د سیالۍ په جریان کې یې ملاتړ او رایه ورکړه.

نوموړي ویلي د خلکو تود ملاتړ او د هنر د قدر فضا هغه ته لا زیات الهام او انرژي ورکړه.

حمدالله ارباب د تېر جمهوريت پر مهال په هند کې د افغانستان کلتوري اتشه هم وو.

د نظر خاوندان وایي، هېواد کې د طالبانو د حکومت تر واکمنېدو وروسته پر انځورګرۍ، موسیقي او ټولو هغو ښکلو هنرونو بندیزونه لګېدلي، چې د افغانستان د لرغوني او غني فرهنګ په ژوندي ساتلو کې مهم رول لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب