جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهذکیم خان وزیر: استخباراتي ادارو د پي ټي ایم غړي په...

ذکیم خان وزیر: استخباراتي ادارو د پي ټي ایم غړي په اسلام اباد کې زنداني کړي

تاند (یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲مه) ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړي ذکیم خان وزیر د پښتونخوا د اعلی وزیر په حواله خبر ورکړی، چې استخباراتي ادارو د پي ټي ایم اووه کسیز پلاویله امن جرګې څخه پورته کړی او دا مهال په اسلام اباد کې  زنداني دی.

ذکیم خان وزیر پر خپله ایکسپاڼه د پښتونخوا اعلی وزیر مخاطب ګرځولی او لیکلي دي چې:  “ستاسو مېلمانه د پېښور له زړه څخه د اسیرانو په څېر وتښتول شول خو تاسو یې مخه ونه نیوله.”

د ذکیم خان په خبره، دا د اعلی وزیر لپاره شرموونکې پېښه ده.

نوموړي د پښتونخوا اعلی وزیر بې صلاحیته بللی او پوښتنه یې کړې چې ” کوم وزیر؟ هغه څوک چې استخباراتي ادارې د ده تر واک لاندې سیمو ته د لارو د غلو په څېر ننوځي، خلک په رڼا ورځ تښتوي خو دی بیا هم ځان واکمن بولي.”

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړیوال سازمان هم پرون شنبه د پاکستان له حکومت غوښتي چې د پښتون ژغورنې غورځنګ اووه کسیز پلاوی سملاسي ازاد او خپلو کورنیو ته ستون کړي.

یاد سازمان ټینګار کړی چې د جبري لادرکه کېدو عمل باید پای ته ورسېږي او د فعالانو خوندیتوب یقیني شي.

تېره اوونۍ د حنیف پښتین او نورالله ترین په ګډون د پي ټي ایم اووه غړي د پښتونخوا له امن جرګې نادرکه شول چې بالاخره نن یې د ځای درک ولګېد.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب