تاند ( یکشنبه د لیندۍ ـ قوس ۲مه) مشهور افغان ټیک ټاکر ولي الله تېره شپه د پوبیا په نوم یو عربي ټیک ټاکر سره په لوبه کې بری خپل کړ او ۱۶۵ زره ډالر یې وګټل.
دغه لوبه تېره شپه ۱۱ بجې ترسره شوه، چې په کې یوازې ولي الله ته ۶ لکه ۷۷ زره کسان ناست وو او د هغه بري ته یې کوچني او لوی ګېفټونه وهل.
موږ دغه معلومات په خواله رسنیو کې د مشهور ټیک ټاکرانو له پاڼو را اخیستي چې، دوی په کې ویلي، په تېره شپه لوبه کې یوازې ولي الله ته ۴۹ اعشاره ۶ ملیونه ډالره ګیفټېنګ وشو.
ولي الله تر دې وړاندې هم یوه بل عرب ټیک ټاکر ته ماته ورکړې وه او آسیا په کچه د ټیک ټاک تر ټولو زیات لیدونکی کس نومول شوی وو.
ولي الله د خپلې تېرې لوبې په اړه وایي: «کوربان مو شم دوستانو ، دا زما بریا نه د ټولو بریا ده. پيسې مهمې نه دي، یوازې دا ماته جالبه وه چې، ما خپل ریکارډ د لیدونکو خپله مات کړ، ولله ، بیسټ لک، کوربان مو شم!»
د تېرې لوبې لیدلو او د بري هڅو ته د بېلابیلو هېوادونو ټیک ټاکران ناست وو، خو ډېره برخه لیدونکي یې پښتانه وو.
غبرګونونه څه دي؟
د ولي الله د تېرې لوبې په تړاو په خواله رسنیو کې بیلابیل غبرګونونه ښودل شوي، چا ستایلی او د افغانستان ویاړ یې ګڼلی او چا بیا رټلی دی، خو جالبه دا چې ځینو یې بیا پر ګټلو پیسو بخیلې ښودلې ده.
اطلس امین لیکلي: «تقریبا یو لک او پنځه شپیته زره ډالر ورته په یو ساعت کې جمع شول په دې هلک کې هیڅ داسې Talent یا استعداد ما ونه لیده چې زه یې تاسې ته ووایم !هو یو شی چې ما پکې ولید هغه دده جرءت او زړه ورتیا دی ګوډه ماته انګلیسي,اردو,دري او عربي وایي په ځان کې همدا استعداد ویني او ګټه ترې پورته کوي.»
یوه بل بیا د ده زړورتیا او شته وړتیا ځکه ستایلې چې د ده په وینا ښه ګټه ترې اخلي او ځای بري ته رسوي: « زه ددې هلک په ښه او بد نه غږیږم,نوش جان یې مبارک دې وي ورته ,ښه په نره یې خپل سیال مات کړ له نیوکو تیر شئ خپل ځان جوړ کړئ په خپلو وړتیاوو له سره غور وکړئ اوس هم ناوخته نه دی.»
امین وایي: « د فحشآ خبره به څوک ځکه نکوو چې وخت په لاس راشي ثانيه ورته بريک نه نيسوو.»
شاهدالله لیکلي: « زه ورته ناست ووم همدا زمریان وو چې خلکو ورته ویشتل، یو زمری کابو ۳۳۰ ډالر قیمت لري زما د سترګو پر وړاندې ورته یوه کلس ۱۱ دانې ووېشتل شول.»
سفیراحمد سیال بیا لیکلي: « موږ ټول عمر سرګردانه یوه روپۍ پسې ګرځو، خو ځینې بیا په ساعت کې دومره وګټي چې ژوند پرې جوړ کړي. ټيک ټاک».
غبرګونونه زیات دي خو وروستی به یې دا راواخلو چې امان الله تسل د ولي الله لوبه هم ستایلې او هم یې نورو ته د نصیحت په ډول لیکلي چې باید خپل هدف ته د رساوي په خاطر ډېره هڅه وکړي.
هغه د هغو افغانانو په ځواب کې لیکلي چې ولي الله بد یادوي: « ګيدړه باغ ته تللې وه انګورو ته يې خوله نه رسيدله ويلې تروه دي.»