جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+د افلاطون درس؛ ولې باید د نورو د بدلون لپاره له هڅو...

د افلاطون درس؛ ولې باید د نورو د بدلون لپاره له هڅو لاس واخلو؟

تاند – د نورو انسانانو د بدلولو لپاره د یونان د لرغوني فیلسوف افلاطون ناکامه تجربه، نن د یوې ډېرې عامې عاطفي لومې یاد تازه کوي: د هغه چا د بدلولو لپاره هڅه چې نه غواړي بدل شي.

په څلورمه میلاد مخکې پېړۍ کې، افلاطون درې ځله د اوسنۍ ایټالیا د سیسلي ټاپو سیراکوز ښار ته لاړ چې د عدالت او زغم په اړه خپل فلسفي افکار د هغه ښار واکمنانو ته وروښيي. خو درې واړه سفرونه یې بې نتیجې او ناکام شول.

په لومړي سفر کې د افلاطون نظریاتو د سیراکوز د جابر واکمن «لومړی دیونیسوس» سخته غوسه وپاروله.

په دوهم سفر کې افلاطون په دې هیله ستون شو چې زوی یې، دیونیسوس دوهم، وروزي. ځوان شاګرد په پیل کې علاقه وښوده، خو ډېر ژر د فلسفې له سختوالي او نظم څخه ستړی شو او مخ یې ورڅخه واړاوه.

سره له دې، افلاطون بیا هم ستون شو؛ درییم سفر یې ستره تېروتنه وه. دوهم دیونیسوس ځان داسې ښکاراوه چې ګواکې د بدلون لپاره تیار دی، خو په حقیقت کې یې یوازې غوښتل «فیلسوف ښکاره شي»، نه دا چې «فلسفي فکر وکړي». دا ځل نژدې و چې افلاطون ژوند وبایلي.

یوه لومه چې نن هم تکراریږي

د افلاطون دا تجربه یوازې تاریخي روایت نه دی؛ په ارواپوهنه کې دا یوه پېژندل شوې کړنلاره ده:
د هغه کس د بدلولو لپاره هڅه کول چې له دننه د بدلون لپاره اراده نه لري.

دا بېلګه په مینه‌ناکو اړیکو، کورنیو اړیکو او حتی دوستانو کې ډېره لیدل کېږي:
یوه خوا تل باور لري چې «دا ځل فرق کوي»، خو مقابل لوری یوازې ژمنې کوي، لږ بدلون ښيي او بیا هماغو زړو عادتونو ته ستنیږي.

د دې مقالې په تعبیر کې ویل شوي:
«هر ځل بېړۍ بېرته د سیسیلي پر لور روانیږي.»
یعنې یوه دوامداره، خو بې‌پایله هڅه د هغه چا د ژغورلو لپاره چې په خپله نه غواړي ځان وژغوري.

ولې بدلون له دننه پیلېږي؟

کارپوهان وايي، اصلي بدلون یوازې هغه وخت رامنځته کېږي چې فرد:

  • پیاوړې باطني انګېزه ولري؛
  • د ودې د سختیو منلو ته تیار وي؛
  • پرله‌پسې هڅه وکړي؛
  • او په داسې چاپېریال کې وي چې سالم چلند پیاوړی کوي.

دوهم دیونیسوس چې د چاپلوسانو په چاپېریال کې لوی شوی و، دا شرایط هېڅ نه لرل، او هر ځل چې له سختۍ سره مخامخېده، شاتګ یې کاوه.

درییم سفر: امید د واقعیت پر وړاندې

د افلاطون تر ټولو لویه تېروتنه د ناپوهۍ نه وه، بلکې پر حقیقت د ځان ناګاره کولو له امله وه. په هغه وخت کې د شاګرد د نه‌لیوالتیا نښې څرګندې وې، خو افلاطون هیله پر منطق غالبه کړه.

موږ ډېری همدا تېروتنه بیا بیا تکراروو:
چاته بیا بیا چانس ورکوو، په دې باور چې «دا ځل به بدلون راشي»، خو شواهد بل ډول وايي.

دا کار نه یوازې موږ ستړي کوي، بلکې په ناڅاپي ډول د مقابل لوري ناسالم سلوک هم دوامداروي.

نښې چې د تګ وخت ښيي

ارواپوهان وايي که په اړیکه کې دا نښې تکرارېږي، نو وخت دی چې «بادبان پورته کړئ او له سیسیلي ووځئ»:

  • د بدلون ژمنې څو څو ځله شوې او ماتې شوې دي؛
  • اړیکه د جوړېدو پر ځای ستومانوونکې ده؛
  • ستاسو ارزښتونه او سلامتيا ګواښل کېږي؛
  • مقابل لوری د خپلو کړنو مسوولیت نه مني؛
  • یوازې هغه وخت مینه ښيي چې احساس کړي له لاسه یې ورکوي.

بېرته آتن ته ستنېدا: تمرکز پر «باطني حکومت»

افلاطون له دغو ناکامیو وروسته بېرته آتن ته راستون شو، خپله اکاډمي یې جوړه کړه او شاهکار اثر یې «جمهور» ولیکه؛ هغه کتاب چې په کې ټینګار کوي:

«له دې مخکې چې پر نورو واکمن شې، باید پر ځان واکمن شې.»

د افلاطون لویه زده کړه دا وه چې ریښتینې اصلاح د ځان له دننه پیلېږي، نه د نورو د بدلولو له هڅو.

وروستی پیغام: «سیسیلي» پرېږده

موږ ډېری په ژوند کې یو «دوهم دیونیسوس» لرو — څوک چې موږ یې خوښوو، خو نه شي بدلیدلی یا نه غواړي بدل شي.

درس روښانه دی:
حقیقت ومنه، خپل حدونه وټاکه، د عمل پایلې پرېږده چې خپل طبیعي مسیر کچ کړي، او د نورو د اصلاح پر ځای د خپل ځان د ودې پر لور حرکت وکړه.

افلاطون خپل ستر میراث په سیراکوز کې پرې نه ښود، بلکې په آتن کې یې پرېښود.
شاید تاسې هم، تر هغه چې د «سیسیلي سفر» پرېنږدئ، د خپل ژوند غوره برخه ونه مومئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب