جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهنړیوال بانک په افغانستان کې قراردادي شرکتونو او پروژو ته د پیسو...

نړیوال بانک په افغانستان کې قراردادي شرکتونو او پروژو ته د پیسو ورکړه بیا پیل کړه

 تاند (یکشنبه، د لیندۍ/ قوس ۲ مه) د افغانستان د ماليې وزارت اعلان کړی چې نړیوال بانک به هغو پروژو او قراردادي شرکتونو ته د پیسو ورکړه بیا پیل کړي چې اسناد او مالي پروسې یې د طالبانو له حاکمیت څخه مخکې د جمهوري نظام په مهال بشپړې شوې وې.

د مالیې وزارت د شنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي چې نړیوال بانک د بېلابېلو قراردادي شرکتونو نژدې ۴۵ میلیون ډالره پوروړی دی. ټاکل شوې ده چې دا پیسې د ماليې وزارت په همغږۍ په څلورو پړاوونو کې ورکړل شي.

د وزارت د معلوماتو له مخې:

په لومړي پړاو کې به نړیوال بانک ۹.۳ میلیون ډالر نړیوالو قراردادي شرکتونو ته په مستقیم ډول ادا کړي.

دوهم پړاو چې پیل شوی، د ۱۶.۸ میلیون ډالرو تادیه ده چې د ماليې وزارت له لارې داخلي شرکتونو ته ورکول کېږي.

نور پړاوونه به هم د درېیم او څلورم پړاو په بڼه وروسته عملي شي.

ماليې وزارت همداراز تایید کړې چې د نړیوال بانک دفتر په افغانستان کې بیا پرانیستل شوی او خپلې چارې یې بیا پيل کړې دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب