تاند ( پنجشنبه د سلواغې ـ دلوې ۱۶مه) د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په افغانستان کې د خصوصي سکټور او اقتصادي چاپېریال په هکله خپاره کړي راپور کې د اقتصادي محدودیتونو یادونه کړې ده، خو ویلي یې دي چې لاهم د خصوصي سکټور لپاره پراخ فرصتونه شته چې تر دې دمه نه دي کارول شوي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام په راپور کې د ښځو له بشپړ اقتصادي ګډون، د دندو له رامنځته کولو، له رڼو قوانینو، ټولنیزو او چاپېریالي خوندیتوبونو پرته، دوامداره اقتصادي وده له امکان څخه لرې بلل شوې ده.
په راپور کې، مالي سرچینو ته محدو لاسرسی، د برېښنا کمښت او د ټرانسپورټ لوړ لګښتونه هغه ننګونې بلل شوي چې افغان سوداګر یې زیانمن کړي دي.
د سرچینې په راپور کې په کرنه، تولید، نوې کېدونکې انرژۍ، معلوماتي ټکنالوژۍ او نورو برخو کې یې د کارموندنې او اقتصادي رغونې، یادونه هم شوې ده.
د دغه راپور پربنسټ د ډیجیټلي او اسلامي خدمتونو پراخول، د ځانګړو اقتصادي زونونو پیاوړتیا، د سوداګریزو اړیکو ښه کول، د دولت او خصوصي سکټور ترمنخ د خبرو اترو بیا راژوندي کول هغه مهم لومړیتوبونه بلل شوي چې هېواد اقتصادي ثبات ته رسولی شي.
د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) د راپور په پای کې د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ وده او پراختیا هغه څه بللي چې، د دوی په وینا پر بهرنیو مرستو د افغانستان بسیاینه کمولی شي او د ځان بسیاینې لپاره ورته ګڼ فرصتونه په لاس ورکوي.