شنبه, اپریل 27, 2024
Home+د "درد" هنري ډسکورس / نعمت الله صدیقي

د “درد” هنري ډسکورس / نعمت الله صدیقي

درد، هنر او ډسکورس زموږ د دغې مقالې درې هغه توري دي، چې د خپلو پراخو مفاهیمو له اړخه د اصطلاحاتو هومره ارزښت لري؛ بلکې درد ته هم ځکه اصطلاح کاروم، چې یو د انسان فطري درد دی او بل درد زموږ د معاصرې شاعرۍ د تخلیقي تجربو او روماني پيرایې هغه درد دی، چې په یادولو یې زموږ ذهن ته د یو عظیم شاعر او شهکارې شاعرۍ عکس او مفاهیم تداعي کوي؛ نو ځکه مرحوم رحمت الله درد د پښتو د معاصرې شاعرۍ یوه عظیمه او شهکاره اصطلاح ده.

د معاصرې نړیوالې شعرپوهنې د تقریباً وروستیو ټولو ادبي تمایلاتو او تیوریو دا خبره سره مشترکه ده، چې نوي شعریات یا ادبیت یوازې د یو څو زړو او پخوانیو محدودو ادبي او هنري وسایلو پېيل او موزونول نه دي؛ بلکې معاصر ادبیت اوس د ټولو هغو افاقي او ادبي تمایلاتو داسې هنري ډسکورس دی، چې فن یا تخنیک یې پيرایه او فکر و خیال یې خبره او مضمون د زمان او مکان له تنګو او محدودو چوکاټونو وباسي.

زه فکر کوم ادبیت نور موږ په عام او کلیشوي ډول پېژندلی دی، مهمه خبره دا ده، چې زموږ تخلیقي ادبیات د دا ډول هنري ډسکورسونو عملي او تطبیقي تحلیلونو ته اړتیا لري. دا هنري ډسکورس د پوسټ مډرنېزم د ټولو ادبي تیوریو او تمایلاتو هغه جریان ته وايي، چې موږ پورته یوازې د (ادبیت) په ځانګړې نومونه ورته معمولي شان اشاره وکړه.

د درد شاعري چې د ادبیت په هنري ډسکورس ارزوو، دا څو خبرې یې ډېرې واضحې او منفردې دي: دی د خپلې خلاقې تخلیقي تجربې له مخې د خبروکولو او یا د نویو مضامینو د بیانولو لپاره د یو بېل او ځانګړي ادبي فورم یا شکل په ایجاد کې ځانګړی دی، یعنې ویلی شو، چې ده د خپلې شاعرۍ لپاره خپل فورم یا ادبي شکل ایجاد کړی دی او دا د معاصرو ادبیاتو په مبحثونو کې په واقعي معنا غیر معمولي خبره ده. ادبي فورم معمولاً د ادبیت په اساس ولاړ وي،

د ادبیت لومړۍ ځانګړنه د یوه ادبي متن پټ رغښت او جوړښت دی، د درد صاحب مرحوم د شعري ادبیت دغه رغښتي ځانګړنه د کیمیت او کیفیت له دواړو اړخونو د ده په شاعرۍ کې منفرده او ځانګړې ده، دا رغښتونه ممکن ګڼ نور لوی شاعران هم ولري؛ مګر د یادولو وړ همغه څوک دی، چې په دې شاعرانه ارزښتونو کې یې خپل شاعرانه هویت او تشخص پیدا کړی وي. درد صاحب د همداسې شاعرانه تجربو په اساس او هنر د خپل شعر او نظم ادبي او شاعرانه فورم ایجاد کړی دی.

دی وايي: نرۍ خندا دې د زخمونو خولې بیا پرانیستلې داسې ستم خو په غوټيو بهار هم نه کوي په دې بیت کې د فورم ادبیت یا ادبي ځانګړنې دا دي، چې لومړۍ مسره یې که څه هم د خبر له مخې پوره ده؛ مګر دا هغه وخت په یوه عاطفي او ادبي مضمون اوړي، کله چې په دویمه مسره کې ورسره شاعرانه توکي ملګري کړي یا په بله وینا شاعرانه خبر په شاعرانه مضمون بدل کړي. همداسې که په دې بیت کې موږ د رغښت له مخې د لومړۍ مسرې له دوه ترکیبونو یو هم لرې کړو؛ ممکن خبره نیمګړې پاتې شي؛ حتی بې مفهومه به شي او یا که یې د دویمې مسرې د بهار په غوټیو د ستم تشبېه ترې وغورځوو؛ بیا هم ممکن یوازې شاعرانه خبر پاتې شي؛ لکه پورته مو چې اشاره ورته وکړه، دا د مسرو یا د مضمون یو عمومي غوندې رغښت دی، اصل خبره دا ده، چې د دې مضمون درې نور بنسټيز رغښتونه هم په دې ادبي ارزښت کې ونډه لري؛ مثلاً د مضمون د ایجاد لپاره له خیال کار اخیستل شوی دی او ادبي وسایل پکې کارول شوي دي، دغه خیال او شاعرانه توکي د یو رغښت په اساس سره یو ځای شوي دي او بیا یې یو ادبي مضمون رامنځته کړی دی؛ مثلاً (نرۍ خندا) او د (زخمونو خولې) دوه ترکیبونه دي او بیا دغه وروستۍ ترکیب د (زخمونو خولې) د بهار له غوټيو سره یې ستم ګڼل او تشبېه ورکول هغه رغښت دی، چې دې مضمون ته یې شاعرانه فورم یا شکل ورکړی دی. بل په دې بیت کې یو شکایت موجود دی؛ خو د لویو شاعرانو د عظمت کمال خو دا وي، چې شکایتونه هم په خپلو شاعرانه رغښتونو ښایسته کوي، یعنې دلته سره د شکایته د (بهار غوټۍ) د (نرۍ خندا) له ترکیب سره یو نرۍ شاعرانه تلازمه پیدا کړې ده.

درېیم دا چې خبرې غیر عادي شوي دي یا داسې خبرې رامنځته شوي دي، چې یو نوی خیال یا مضمون یې جوړ کړی دی؛. د درد صاحب بل بیت دی: په یو حال نه پاتې کېږي، بدلېدونکی هر منظر دی ژوند روان دی، وخت ولاړ دی عجیبه غوندې سفر دی په دې بیت کې (حال، بدلون، منظر، ژوند، سفر، روان او ولاړ) لفظونه یا د رغښتوالو په ژبه نښې؛ که سړی یوازې همداسې ساده ولیکي لکه موږ چې ولیکلې؛ څه فکر کوئ، دا شاعري شوه؟ شاعري خو اصلاً د همدې لفظونو یا نښو مناسبې پیرایې او رغښت ته وايي، دا د دومره ډېرو نښو یا دومره ګڼو تصویرونو ځایول یا په یوه شاعرانه مضمون یې اړول د شاعرانه رغښت کمال دی؛ لکه په پورته بیت کې چې همدا لفظونه شاعرانه شوي دي او د یو نوي مضمون د ایجاد لامل ګرځېدلي دي، د درد صاحب د شعر لویه برخه شاعري د همداسې شاعرانه هنري رغښتونو شاعري ده.

دا بیت یې هم د همداسې ارزونې یو بیت دی: درانه پېټي د عشق وړل د ژڼو کار دی درده پېغلې به لا څومره وفا وکړي د درد صاحب مرحوم د هیئت یو بل شاعرانه کمال دا دی، چې د تخیل انداز یې پېچلې او مبهمې استعارې او ترکیبونه نه لري، په اسانه او سلیسه پیرایه کې د خورا درنو شاعرانه وسایلو کارول یې هغه هنر دی، چې هم یې مضامین شاعرانه کړي دي او هم یې د هنر تقدس او عظمت ساتلی دی؛ ښايي همدا علت وي چې په پښنو ژبه کې د هغه کمو معاصرو لویو شاعرانو په قطار کې دی هم دی، چې شعر یې په یو وخت کې د عامو او خاصو لوستونکیو د توجه او ذوق وړ ګرځېدلی دی.لومړۍ یې د همداسې پيرایې دا دوه شعرونه لولو او بیا پرې خبرې لرو: چرته د ژوند کړېدل، چرته پس له مرګ سوځېدل د جهنم عذاب د هجر عذاب نشي کېدای ـــ ولې به اباد نه وي محفل د یار خلک له جنت نه بهر چېرته ځي په شاعري کې معمولاً د بدیع او بیان ځینې توکي یې هغه ډېر مشهور دي لکه تشبېه، استعاره، سېمبول او تصویرګري ، چې د اوسنۍ شاعرۍ او شاعرانو تخیل ورسره ډېرعام او عادي دی؛ مګر دا معلومه خبره ده، چې هر شی کلشيي او عام شي؛ خوند یې ځي، که څه هنري بدیع د خپلو ذاتي ځانګړنو له مخې نوې خبرې افاده کوي؛ خو بڼه یې زړه وي، همدا علت دی چې معاصر لوی شاعران د دې توکیو بڼې اړوي، په پورته دواړو بیتونو کې په استعاري ژبه تشبېهات راغلي دي، زه که وایم چې د هجر عذاب د جهنم غذاب غوندې دی؛ نو دا یو ډول عامه شاعرانه تشبېه ده؛ یعنې که خبره نوې هم ده، د تشبېه فورم یا بڼه یو ډول عامه او مشهوره بڼه ده، ممکن ډېرو ته کلیشیي طرز وښکاري؛ مګر د درد صاحب په همدې پورته بیت کې تشبېه په داسې ډول او طرز ایجاد شوې ده، چې موږ یې په اسانه په کلیشيي طرز نه پوهېږو، دویم بیت یې همداسې درواخلئ، چې د یار محفل له جنت سره د همداسې پټې تشبېه پر بنسټ افاده شوی دی،

د درد صاحب د شاعرۍ د دې توکیو ځانګړنې بېخي زیاتې دي، چې زه دا د ده د شعر د سبک یو مهم خصوصیت هم ګڼم. په نوې شاعرۍکې تخیل او عاطفه دوه مهم توکي دي او دا دواړه توکي بیا خپل خپل رکنونه او د کارونې مختلف اوزار لري، استعاره او د استعاري ژبې تخلیقي استعمال د درد صاحب دوه هغه ځانګړنې دي، چې د ده د تخیل او د شاعرۍ له فني سیاق او سباق پرته یې د شعر درک ممکن نه دی؛ مثلاً یو چې بچ کوم له بڼو بل لګي زړه ته به لاس نیسمه لا سترګو — څوک یې ولېدله درده د ګلاب په مخ خولې دي د درد صاحب د استعارو ځانګړنه دا ده، چې تقریباً اکثریت بڼې یې په همداسې پرتلیز نقش ولاړې دي، د استعارو دا ډول نقش خو عام وي؛ بلکې دا یې ذاتي تعریف هم دی، مګر بل ډول یې د معنا نقش دی، چې دېته په تخلیقي متونو کې خاصې او ځانګړې استعارې وايي.
د درد صاحب په شعر کې د لومړي ډول استعارې نقش په کثرت سره وینو؛ خو جالبه دا ده، چې دا عامې استعارې یې داسې ځانګړې کړي دي، چې هره يوه یې له بلې مختلفه ده، په دا ډول عامو استعارو کې هغه استعارې ډېر شاعرانه ارزښت خپلوي، چې خیال او مضمون یې ډېر ناعادې والی او ندرت ولري، د پورته دواړو بیتونو د استعارو نقش بېخي عام او عادي دی؛ خو کمال یې دا دی، چې د خیال او مضمون ندرت یې نقش ته تخلیقي خوند او لذت ورکړی دی،
د درد صاحب شاعري یوازې د دې نقش استعارې کمې نه لري؛ بلکې د معنا د نقش د استعارو بېلګې هم کمې نه دي، لکه په دې بیت کې چې یې وینو. د پسرلي تازه هوا دې غوټۍ نه تخنوي او یا دې ګل ورته خندا نه کوي څه به کوي د درد صاحب مرحوم د شعر یو بل ډېر بارز اړخ دا دی، چې ژبه یې هم تخلیقي یا استعاري خصوصیت لري، یوازې ډېر نه؛ بلکې ښه یې هم لري؛ مثلاً دی که عامې او بېخي ساده خبرې هم کوي؛ نو په داسې روماني طرز یې کوي، چې که هیڅ ښکاره تشبېه، استعاره او ترکیب او یا نور تخیلي وسایل نه لري؛ بیا یې هم ممکن مضمون شاعرانه خصوصیت پیدا کړي: ما لا ګیله ورنه کوله چې له ناز یې ووې تا له چا غوښتې وه خولګۍ او چا انکار کړی دی په تخلیقي ادبیاتو کې د ژبې ارزښت د علمي او ساینسې ژبې په څېر وچ کلک او یا هم د ژبې د خپلو اصولو له مخې د تطبیق وړ نه ده؛ بلکې د فورمالیستانو او رغښتوالو په اند ژبه د هنر د خوځنده وسیلې ترځنګ د یوې ژبې او قوم د کلتور د غیر مستقیمو معناوو زېږنده هم ده، د درد صاحب په شاعري کې د همداسې خوځنده تخلیقي ژبې په وسیله د خپلې ژبې او کلتور مضامین هم شته او د مضامینو خوځنده معناوې هم لري. دی د شاعرانه مضامینو له پلوه هم داسې یو بېسارۍ شاعر دی، چې د شعر زیاته برخه یې خپلې خبرې او تجربې لري. د درد صاحب مرحوم د شعر د هنري ډسکورس سپړل یوازې همدا یو څو ځانګړنې نه دي، چې زه او یا بل څوک دې یې په همداسې یو څو نورو ځانګړنو تکمیل کړای شو؛ رښتیا دا دي، چې دا د کلیات په بڼه د زرګونو بیتونو شاعري د معاصرې پښتو شاعرۍهغه ناتمام باب دی، چې سپړل یې د هنري ډسکورس هومره اصطلاح او محک غواړي، په همدې دلیل زه د درد صاحب مرحوم شاعري هم د یوه داسې افاقي هنر په توګه اخلم، چې تخلیقي افاقیت یې د هنر ډسکورس لري.
 یادښت: په لکي مروت کې د “مروتو ادبي جرګې” او د “رڼا ادبي جرګې” له خوا د رحمت الله درد دوه ورځني سیمنار ته واورل شوه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب