سه شنبه, اپریل 23, 2024
Homeخبرونهد ملا هیبت الله لومړنۍ رسمي غونډه، د کندهار چارواکو ته يې...

د ملا هیبت الله لومړنۍ رسمي غونډه، د کندهار چارواکو ته يې ۱۵ سپارښتنې کړي

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ د کندهار ولايت مقام له کوم عکس خپرولو پرته ادعا کړې، چې د طالبانو امیرالمؤمنین شیخ مولوي هیبت‌الله اخندزاده نن د دې ولايت د ټولو ادارو له رئیسانو سره وکتل.

د سرچينې په حواله، دا غونډه د کندهار ولایت مقام د غونډو په تالار کې وشوه، چې پکې د طالبانو د حج او اقافو وزیر شیخ مولوي‌ نورمحمد ثاقب، د کندهار والي حاجي محمدیوسف وفا او یوشمېر نورو مسئولینو هم برخه لرله.

په دې غونډه کې هیبت‌الله اخندزاده د يو لړ تشريفاتي خبرو تر څنګ، د کندهار ولايتي رئیسانو ته داسپارښتني کړي دي:

۱ـ عاجزي وکړئ، ځانونه په بشپړه توګه کنټرول کړئ، د ولس سره لاره خپله کړئ.

۲ـ ټولي نظامي ادارې باید خپل م جاهدین په ښو اخلاقو سمبال کړي او باید له ولس سره ښه سلوک وکړي.

۳ـ ټول رئیسان باید له علماوو سره هر وخت ناستي وکړي او د کارونو د پرمختګ په برخه کي ورڅخه مشورې واخلي.

۴ـ اسلام، هیواد او ولس ته د کار کولو لپاره اوس پوره زمینه برابره ده او په ټول توان هڅه وکړئ، ترڅو خدمت په ښه ډول وکړئ.

۵ـ په خپلو منځونو کي پوره همغږي ولرئ او په ګډه ستونزي له منځه یوسئ.

۶ـ له امنیتي ارګانونو سره د امنیت د خوندیتوب په برخه کي پوره همکاري وکړئ او د عامو وګړو ترڅنګ تاسي ټول هم امنیتي اًصول مراعتوئ.

۷ـ خلګ له بدو کارونو څخه راګرځوئ او ښو کارونو ته یې رابولئ.

۸ـ ټول اتفاق ولرئ، د اسلام، هیواد، ولس او نظام د پرمختګ لپاره په ګډه د ورورګلوۍ په فضاء کښي کارونه مخته یوسئ.

۹ـ د بیت‌المال ساتنه په سم ډول وکړئ.

۱۰ـ په ادارو کي د ټاکنو په تړاو خپلوي مه کوئ، هغه کسان په کار ګمارئ، چي وړ یې وي، تقوا او پرهیزګاري ولري.

۱۱ـ د آمر د امر اطاعت کوئ.

۱۲ـ د هیچا څخه تحفې مه اخلئ.

۱۳ـ په هره برخه کي نظرونه راکوئ، ستاسو نظرونو ته هر وخت رسیده‌ګي کیږي.

۱۴ـ د ولس څخه ځانونه مه پټوئ؛ بلکي هر وخت ورسره مجلسونه کوئ.

۱۵ـ کوښښ وکړئ، دې شرعي نظام ته په سم ډول کار وکړئ.

دا لومړی ځل دی، چې طالبان د خپل عمومي مشر (چې دوی یې امیرالمؤمنین ګڼي) د یوې رسمي ليدنې ادعا کوي.

د‌ دغې لیدنې کوم ویډیو یا عکس طالبانو نه دی خپور کړی، چې ورسره د هيبت الله اخوند زاده د نه مړينې ادعا یقیني شي.

د طالبانو له واکمنیدو سره، د هيبت الله اخوند زاده د مړينې ګڼ راپورونه خپاره شول، چې د طالبانو وياندويانو رد کړه، خو تر اوسه يې د هغه کومه مستنده ویډیو یا عکس نه دی خپور کړی.

5 COMMENTS

  1. دا ماشومانه نصحیتونه وو د یوه عکس لخوا. هیبت نشته ټول دستورونه د پنجاب لخوا راځی حقانیان او د آی اس آی کسان یی بیا ورته خیاطی کوی. و مردار شویو طالبانو خویندی او میندی همدا اوس خیراتونه ټولوی طالب دی د هغوی غم وخوری.

  2. نو کله چې خپلو چارواکو ته سپارښتنه کوي چې له ولس ځان مه پټوئ، بیا ولې ملا هیبت الله اخوند له ولس سره نه ویني؟

  3. د دغو لارښوونو 14 ماده دې خپله عکس والا پرځان تطبیق چې وایی :
    ۱۴ـ د ولس څخه ځانونه مه پټوئ؛ بلکي هر وخت ورسره مجلسونه کوئ

  4. ملا صاحب بزرگوار!
    از توصیه جامع تان متشکرم،ولی به توضیح بیشتر
    نیازمندیم مثلا در شماره دهم ؛ ترجیح ضوابط بر روابط از فهم و ظرفیت طالبان نهایت بعید است چنانچه در عمل ثابت و نشان دادند که طالب حقانیه هر کاره می باشد؛مثلا وزرا ،رئیسان، أمراء و در مجموع حکام ایکه تعیین شده اند طلبای ابتدایی و غیر متخصص بی تجربه و حتی سواد کافی کتابت ندارند چه رسد به تخصص .
    این طرز تفکر و انحصار توأم با تعصبات جاهلی شباهت با معامله بن داشته؛ که طالبان را مجبور به جنگ وملت تباه شد
    چند مثال توضیحی: بحران اقتصادی فعلی و افت افغانی را طالبان و حتی استادان حقانیه هم نمی توانند علاج کنند اهل این کار متخصصین اقتصاد اسلامی مییباشند که اصحاب تحقیق و تألیف اند وباید به فاکولته و پوهنتون مراجعه کرد.
    .د. نابلسی یکی ازعلمای معتبر جهان اسلام که تألیفات گرانبهایی دارد شمار آیات تکوینی و ساینسی را در حدود ۱۳۰۰ سیزده صد بیان داشته است ، این آیات بجز همچو محققین متخصص شعبات متعدد علوم نافعه تفسیر شده نمی تواند
    امت اسلامی به متخصصین علوم نافعه در تمام رشته هایش شدیدا نیازمند است که این تخصص را فقهای اسلام بر امت فرض دانسته تا یکی از فرایض شان را که
    و اعدوا لهم ما استطعتم من قوة و من رباط الخیل ترهبون به عدوالله و عدوکم…….. است
    اداء کنند که این شعبه و توان راحقانیه و امثالها نداشته و نصاب درسی آنن جوابگویی این توانایی ها را ندارد.
    علم ایکه بر هر مسلمان فرض است فقهای اسلام آن رابیان داشته و ضرور نیست که هر مسلمان متخصص تفسیر،حدیث و فقه باشد که درینصورت زندگی و نظام اسلامی اکمل شده نمی تواند این بود مثال مختصر
    و باید دانست که عالم کامل فقط خداوند متعال بوده فعلا معصومی وجود نداشته و طبق
    فرموده حضرت عمر رضی الله عنه؛ خودبینی و خودپسندی،بدترین هلاک کننده هاست

  5. وولس بیچاره مجبور دئ د هغه سریال یا سریالونو ننداره وکړی کوم چی اِکټران او د سناریو لیکونکی او د صحنې مدیران ئې په بله جغرافیا کی اوسی او حتی مجبور دی د سریال پردۍ ژبه هم وزغمی او مجبور دی بېله دې څخه چی د سریال په ژبه پوه سی فقط سرونه د تائید پتوګه ور ته وخوځوی.
    پر مور او پلار دی لعنت سه ستا انګلوساکسون.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب