جمعه, مې 3, 2024
Homeخبرونهط د ډالرو قاچاق ملي خيانت اعلان او د فقر د کچې...

ط د ډالرو قاچاق ملي خيانت اعلان او د فقر د کچې په اړه نړېوال ارقام رد کړل

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ ‏د طالبانو د رييس الوزرا مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي له هېواده د ډالرو قاچاق ملي خيانت اعلان وکړ.

نوموړي په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د ډالرو قاچاق کوونکي به د ملي خيانت په تور سخته سزا وويني.

عبدالسلام حنفي دا هم وويل، چې نور له افغانيو پرته په نورو پيسو راکړه ورکړه منع ده.

هغه زياته کړه: د صرافانو لپاره نوې تګلاره جوړېږي او له دې وروسته هر صراف چې د اسعارو په برخه کې د قاچاق په تړاو ونیول شي هغوی ته به سزا ورکړل شي او هغوی ملي خاینان دي.

دغه لوړپوړي طالب چارواکي په افغانستان کې د بشري ناورين په اړه د نړیوالو بنسټونو ارقام او خبرداري هم رد او په اړه يې وويل: په دې کې شک نشته چې د افغانستان خلک بې وزله دي خو د هغو نړیوالو ارګانونو احصائيې هم حقیقت نه لري چې اندیښمنونکې احصائيې نشروي او وايي چې په میلیونو افغانان به له لوږې مړه شي.

ملا حنفي په ورته وخت کې وويل، چې

چیني پانګوالو په سترې کچې مراجعه کړې او د افغانستان د کانونو په برخه کې پانګونه کوي.

د هغه په وينا دا به د هېواد په اقتصادي برخه کې ستر رول ولري.

عبدالسلام حنفي دا هم وويل، چې ازبیکستان په خپلو پیسو په افغانستان کې د ټاپي پروژې کارونه مخته وړي او دا ستره سیمه ییزه پروژه به ډېر ژر عملي شي.

نوموړي له نړۍ سره د‌ طالبانو پر مثبتو اړيکو له ټینګار سره له نورو هېوادونو وغوښتل څو په منفي اړيکو ورسره مخته لاړ نه شي.

د طالبانو د رييس الوزرا دغه مرستيال د طالبانو د پوځ جوړيدو د هڅو خبر هم ورکړ او ويې ويل، چې د جمهوري نظام له منسوبینو هم پکې ګټه اخلي.

د هغه په وينا، اوس هم د جمهوري نظام ډېر متخصصين ورسره په واکمنۍ کې يې همکاري کوي.

د ډالرو د قاچاق د مخنیوي په اړه د نوموړي څرګندونې په داسې مهال دي، چې يو شمېر خلک خپله طالبان په دغه قاچاق کې په لاس لرلو تورنوي.

دوی وايي، چې طالبانو ته که ملي ګټې مهمې وای، پاکستان ته د افغانستان د د وسلو او پوځي تجهيزاتو قاچاق به يې هم ملي خيانت اعلان کړی او په خپلو ليکو کې د دې خیانت عاملين رسوا کړي او مجازات کړي وای.

خلک په ورته وخت کې طالبان د فقر د بحران د ردولو په اړه د طالبانو څرګندونې نقدوي او وايي، چې دوی باید د واقعیتونو د پټولو پر ځای د افغان متخصصينو د همکارۍ د جلب او نړۍ سره د تعامل په وسيله د دغه ورځ تر بلې وژونکي او پراخيدونکي ناورين د مهارولو لپاره لاس په کار شي.

1 COMMENT

  1. دوی وايي، چې طالبانو ته که ملي ګټې مهمې وای، پاکستان ته د افغانستان د د وسلو او پوځي تجهيزاتو قاچاق به يې هم ملي خيانت اعلان کړی او په خپلو ليکو کې د دې خیانت عاملين رسوا کړي او مجازات کړي وای.

    خو دا کفایت او د ملی گتو ساتنه عالی همت مردانگی او کامل ایمان غواری اوسنی تربیت کافی ندی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب