پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهد يوه ط تبليغاتي مبلغ اعتراف، پاکستان د افغانستان دښمن او د...

د يوه ط تبليغاتي مبلغ اعتراف، پاکستان د افغانستان دښمن او د نړۍ تر ټولو مردار نظام دی

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو د فرهنګي کمیسیون یوه غړي شهاب الدين لېوال منلې، چې د پاکستان پوځ او استخبارات د افغانستان دښمنان دي.

لېوال په يوه ټلويزيوني بحث کې په مشخص ډول د پاکستان د پوځ د استخباراتي برخې آی ايس آی یادونه کړې او نوم يې اخيستی.

د دغه طالب تبلیغاتي مبلغ په وینا، پاکستان د نړۍ پر مخ تر ټولو پست، بې ننګه او مردار نظام دی.

نوموړي دا څرګندونې په داسې حال کې کړي، چې تر دې مخکې د طالبانو وياند او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي مرستيال ذبيح الله مجاهد د پاکستان حکومت د شريعت خلاف وباله او ويې ويل، چې د پاکستان نظام اسلامي نه دی او دولت ته یې مذهب مهم نه دی.

څه موده مخکې فارن پالیسۍ په يوه راپور کې وويل چې، پاکستاني چارواکو د طالبانو د داخلي اختلافاتو له شدت سره هم مهاله، د دوی د انشعابي کسانو او نورو متشددو مخالفینو د جذب او پر ضد يې د فعالیتونو د انسجام لپاره په نویو څو ډلو پانګونه او عملي چارې پيل کړي.

پاکستان سره له دې، چې د طالبانو د ډلې رامنځته کوونکی او اصلي ملاتړی دی او ويل کېږي، چې د واکمنۍ ټولې چارې يې په کابل کې سفیر رهبري کوي، خو تر اوسه یې د طالبانو واکمني په رسميت نه ده پېژندلې.

پرون د پاکستان صدراعظم عمران خان وويل، چې له امريکا او متحدينو سره يې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف مبارزه کې قربانۍ ورکړي، خو اوس یې د درناوي پر ځای د لويديځ د ناکامیو پړه پر غاړه اچول کیږي.

1 COMMENT

  1. وروره
    دا د عامه اذهانو د ژور تشویش د لیری کولو په موخه یوه غولوونکې او تسکین بخښونکې! تبلیغاتی سناریو ده چی تر شا ئې د لندن او لاهور د استخباراتو د روحی – روانی څانګو د مامورینو ښکیلتیا او مهارت له ورایه ښکاری.
    آیا دا خبره یو سلیم عقل ته د منلو وړ ده چی د دوو درو کسانو ( طالب چارواکو ) دا ډول څرګندونی د پاکستان د ژور او پراخ نفوذ مخ ډب کړای سی؟
    اصلی پوښتنه خو دا ده چی زبیهولا او شهابډین ولی دا خبری تر خولې را ایستلې دی؟
    په دوی څه اړه لری چی پاکستانی حکومت یا آی اس آی فاسد دئ که نه.
    بناً
    دا کسان غواړی چی پدې څرګندونو د عام وولس دا ” یقین ” په ” ګومان ” بدل کړی ( طالبان د پاکستان لاس پوڅی دی) .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب