Homeسپورتافغانستان او پاکستان به ۳ یو ورځینۍ سیالۍ وکړي

افغانستان او پاکستان به ۳ یو ورځینۍ سیالۍ وکړي

تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان او پاکستان د هلکانو د کرکټ ملي لوبډلې د افغانستان په کوربه توب درې سیالۍ وکړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ په وینا، د دغو درو یو ورځنیو سیالیو نېټه د ۲۰۲۳ مارچ میاشت ټاکل شوې ده.

له ټاکل شوې مهالوېش سره سم به د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۲ – ۲۰۲۳ کلونو کې ۳۷ یو ورځینۍ، ۱۲ شل اوره او ۳ ټیستلوبې وکړي.

د افغانستان او پاکستان د سیالیو کره نېټه به وروسته په ګوته شي.

د سږ کال په لومړیو کې هم ټاکل شوې وه چې د افغانستان د  کرکټ لوبډله د څو سیالیو لپاره پاکستان ته لاړه شي خو وروسته د دوی سیالۍ لغوه شوې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

دتندې ماتم | شاه زلمی

کرۍ ورځ به دې یوم، پر اوږه ایښي وي، په اوبو به دې جنجال وي، وړوکیه! دا زموږ وطن دی؛ د غرونو، سیندونو، دښتو...