Homeخبرونهذاکر جلالي: د بهرنيو چارو وزارت له اجازې پرته چارواکي بهرنيو ديپلوماتانو...

ذاکر جلالي: د بهرنيو چارو وزارت له اجازې پرته چارواکي بهرنيو ديپلوماتانو سره لیدلای نه شي

تاند:( سې شنبه ، د قوس درويشتمه)‏‏‏‏ د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د دوی له اجازې او همغږۍ پرته نور د دوی چارواکي له بهرنيو ديپلوماتانو سره لیدلای نه شي.

د دغه وزارت د سياسي چارو رئيس ذاکر جلالي ویلي، چې طالب چارواکي بايد د ديپلوماتانو د لیدنې لپاره د دغه وزارت اجازه پاڼه ولري.

هغه په دې لیدنو کې د بهرنيو چارو وزارت د تشريفاتو رياست د استازو موجوديت هم لازمي ګڼلی.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنیدو سره د دوی اکثرو چارواکو په کابل کې د پاکستان له سفیر منصور احمد خان سره لیدنې کتنې کولې.

منتقدینو د منصور احمد خان په دفتر کې د طالب چارواکو ورځینی حاضري په دې مانا ګڼله، چې پاکستانی سفیر عملآ د افغانستان حاکم شوی.

خلکو د منصور احمد خان خپل حضور ته د طالب چارواکو د منلو د آمرانه عکسونو خپرولو سره ويل، چې منصور احمد خان د انګريزي استعمار د وايسرای ګانو په شان رول ترسره کوي.

د منصور احمد خان دغه رول د طالبانو په لیکو کې هم د سختو غبرګونونو سره مخ شوی، چې ځينې خلک ورته خوشاله دي او ځينو نورو خلکو ته غلولونکی ښکاري.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد څو ورځې مخکې د پاکستان نظام غیر شرعي وباله او د دوی د فرهنګي کمیسیون یوه غړي شهاب الدين لېوال د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان تر ټولو ډېره دښمنه مرجع وګڼله.

د طالبانو یو بل مبلغ جنرال مبين، چې د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند و، څو ورځې مخکې په نا څرګند دليل نیول شوی او بندي دی.

ځینې شنونکي باور لري، چې د مبين د نیول کیدو اصلي دلیل د پاکستان خلاف د نوموړي توندې څرګندونې دي.

2 COMMENTS

  1. نو د ذاکر او موټکي په خوله خو څوک پياز هم نه خوري. هغه ددوۍ د اورتو ميړه ده پنجابی ، کله حرامي حقاني ورته سوغاتونه ورکوي او کله مول وهلی اپريدئ ملا ورته سوڼډک نيولی وي. دوۍ به څنګه پنجاب ته ځي سي د اورتي له ميړه سره ونه ويني ؟ دوۍ خو د خپلو اورتو د ليدلو لپاره پنجاب ته رسمي سفر بانه کوي. مګر دغه موزيان د خپلو اورتو ليدلو لپاره ځي

  2. ذلالت نور څه ته وایی. پښه یی ورته په پښې اړولی خلک فکر کوی چی طالب یی احضار کړی و نصحیت ورته کوی. د طالبانو کورونه په پاکستان کی دی لدی وجی هم لکه سپی ورته لکی ښوروی. افغانستان یی در په دره کړ. اوس د پنجاب کوښښ دادی چی د افغانیو ارزښت له کلدارو سر برابر کړی بیا به افغانی خپل ارزښت بالکل له لاسه ورکړی او ناچلی به شی او ټول ملک به کلداری لکه د طالبان په لومړی حکومت کی چلیدی رایج شی. دی ته وایی اشغال. ستاسو خور او مور غی ملایانو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...