یکشنبه, اپریل 28, 2024
Homeروغتیاد معدې د (ايچ پایلوری) میکروب درملنه

د معدې د (ايچ پایلوری) میکروب درملنه

ډاکتر دانس

ایچ پایلوري (HP) يو میکروب دی چې د هليکو باکتریا پایلوری Helicobacter pylori نومېږي او لنډه بڼه یې  ايچ پی HP دی.

دا میکروب د معدي په داخلي طبقه کې يعني د مکوزا (mucosa ) په طبقه کې ځای پر ځای کيږي او چي يواري يې ځای ونيوه بيا يئ له دې طبقې څخه پاکول مشکل وي.

دا میکروب چې کله وجود ته دخل شي په اولو وختو کې نښې نښانې نه لري خو څه وخت وروسته په معده کې د التهاب سبب کېږي، د مياشتو په تيريدو سره التهاب په زخم بدليږي او دا زخم چې نور ډير وخت پرې تير سي او چاره ييې ونه سي کلونه کلونه وروسته په کینسر يا سرطان (cancer) باندي يې دبدليدو احتمال زيات دی.

* د معدي د بی هضمې سب ګرځي (Dyspepsia indigestion)

* د  معدي د التهاب(Gastritis ) سبب گرځي په خاص ډول د معدې د انترم په برخه کې (Antrum)

* په ماشومانو کې تر ټولو د معدې زخم (ulcer) د سببو څخه اول درجه سبب شميرل کيږي

* په خلګو کي د درد تر دواګانو (NSAID ) وروسته دوهم درجه کې د معدې د زخم سبب گرځي

* د معدې د سرطان سبب ګرځي ( cancer )

* خولې ته د ترخو اوبو راوستلو سبب گرځي (Gastroesophageal reflux)

* د معدې و کولمو  په خالي کيدوکي مشکل پيدا کوي ( gastroparesis)

 په نړۍ کې تقريبا نيمايي نفوس له دې ميکروب سره مخ دی. په پرمختللو هيوادو کې يې فصيدي څلويښت %40 ښودل سوی او وروسته پاتې هيوادو کې يي فيصدي تقريبا پنځه اويا %70-75 ښودل سوې ده.

په ورځني ژوند کې ډير ميکروبونه سته چې د خولې له لارې او له غذا سره يوځای معدې ته داخل کيږي خو د معدې د تيزابو او تيزابي محيط په واسطه له منځه ځي، ميکروبونه د معدې له تيزابو څخه د نس د داخل خوا ته نسي تيريدای او وژني يې.

خو د معدي دا ميکروب (Helicobacter pylori ) يا ايچ پالوري د معدې له تيزابو څخه د بچ کيدو په خاطر له خپل ځانه د يوراز انزايم يا تيزاب (Urease) لري چې د هغه په واسطه په معدې کې يوريا په امونيا ګاز او بای کاربونات تبديل کوي. دا تعامل په معدې کې القلي محيط منځته راوړي چې د باکتریا (ميکروب) لپاره خوښوونکی محيط دی ځکه چې اسانه فعاليت پکې کولای شي.

د معدې ميکروب يا بکتریا په تيزابي محيط کې په کښته پي ايچ کي (PH) ژوند نسي کولای او له منځه ځي.

دا ميکروب اکثره وخت د معدي په اخيرني برخي کي او دغټو کلمو د سر په برخه کي زخم جوړوي ځکه ددي برخو محيط نسبت نورو برخو ته زيات القلي محيط دي د ميکروب لپاره مساعد محيط دي تيزابي خاصيت يي کم دي نسبت نورو برخوته

هغه انسانان چه دډيروخت لپاره دمعدي دشکايت څخه ځوريږي بايد ددي ميکروب يا ايچ پي HP معاينات وکړي ډير د دي احتمال سته چه ايچ پي HP یي مثبت وی خو ددی میکروب دمخنیوی لاری چاری او دواگانی هم سته.

د میکروب سرایت دیو انساچخه بل انسان ته:

داميکروب دانسان څخه انسان ته دخولي دلاري په اساني سره انتقال کيداي شي او همدارنګه دچټلو شيانو دلاري دانسان و معدي ته انتقال کيداي شي.

هغه خلګ چه دامیکروب ولري دخپل خوراک لپاره استعما ل شوي لوښي بايد دبل سره شريک نکړي , استعمال شوي لوښي اول بايد ښه پاک او پريمينځل شي ورسته استعمال شي

همدارنګه هغه ميرمني ,نياگاني (اناگاني),او نيکه گان چه پدي ميکروب اخته وي و خپلو کوچني ماشومانو او لمسيانوته بايد يو شي په خپله خوله ميده ميده او بیا یی ماشومانو ته ور نکړي ځکه ددي لاري دميکروب انتقال اسانه امکان لري

اکثره وخت بعضي خلگ داسي عادت لري چه ډوډي یا بل غذا په خوله کي ميده کوي بيا يي ماشومانوته ته ورکوي چه دايي دانتقال ډيره خطري لار ده.

دتشخيص لپاره يي محتلف لابراتواري تسيتونه سته ( Culture, Biopsy, Rapid urea test , urea breath test ) چه دهغوي په واسطه د ميکروب يا ايچ پالوري شتون والي او نه شتوالي ثابت کيږي

د معدي د ميکروب دتداوي لپاره څو ډوله معياري نسخي سته چه دهغوي څخه يوه عمومي نسخه په لاندي ډول دي

Lansoprazole+ Amoxicillin + clarithromycin

ذکر سوي نسخه په ډير لوړ فيصدي د معدي ميکروب د منځه وري او که چيري ذکر سوي دمعدي ميکروب تداوي نسي د ژوند تر پايه خپل فعاليت ته دوا ورکولاسي له دي خاطره تداوي يي اړينه(ضروري) ده

پورته ذکر سوي نسخه بايد د داکتر په مشوره استعمال سي ځکه هغه خلګ چي د پښتورګي (ګردوکي) او ينه (جيګر) مشکل ولري کيداسي دوا ورته معادل او تبديل سي

هغه خلګ چه د پښتورګي مشکل ولري کيداسي د پښتورګي درد ور څو چنده کړي خو د دوا داستعمال په وخت کي بايد روزانه پريمانه اوبه وچښي تر څو پښتورګو(ګردوکي) ته زيات تاوان (ضرر) ونه رسوي

پورته ذکر سوي نسخه د اوه يا څوارلس ورځو لپاره استعمال کيږي خو څوارلس(14) ورځي يي ښه دي

پورته دري قلمه دوا د معدي لپاره ښه کيفايت کوي بعضي ډاکتران سته ددي لپاره چي نسخه نور هم ور درنه کړي نو د ويټامينو, تقويه دواگاني اوداسي نور په بغل کي ورسره ورکړي ()

هغه خلګ چي معدي تکليف ولري دلاندي شيانو څخه بايد پرهيز وکړي.

* هغه دواګاني چه پرمعدي ښه نه لګيږي لکه د درد دواګاني اسپرين بروفپن …بايد زياته تري استفاده ونه شي.

* دسګريټو دڅکولو څخه با يد ځان وساتي.

* دتشويش او ذهني فشارو څخه بايد ځا ن ليري وساتي.

* دزيات غوړ(روغنی) او تيزابي شيانو څخه بايد ځان وساتي.

* دمرچکو , اچارو, چکنيو داستعمال څخه بايد ځان ليري وساتي.

* په منا سب مقدار با يد هر وخت خواړه وخوري نه لږ نه ډير متوسط مقدار.

* رومي, مالټي ,نارنج, او زياته مالګه بايد استعمال نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب