په نړيوال بازار کي په ټوله کي د ډالر ارزښت دومره په چټکۍ سره مخ په وړاندې نه دی روان لکه په افغانستان کي چي روان دی بلکه د مختلفو عواملو له امله افغانۍ د نورو کرنسيو په مقابل کي خپل ارزښت له لاسه ورکړی او که يي په اړه اقدام ونشي افغانۍ به نوره هم ولويږي.
۱) افغان حکومت د هغه هيوادونو سره چي افغانستان صادرات او واردات لري بايد يوې هوکړې ته ورسيږي تر څو د ډالرو پر ځای د هېوادونو په خپلو کرنسيو راکړه ورکړه ترسره کړي. هند او ايران له ډيره وخته د خپلمنځي تجارت لپاره دغه چاره ترسره کوي.
۲) د ډالرو د قاچاق (هغه که په هره کچه وي) مخه بايد ونيول شي. د افغانستان څخه هره ورځ په اوسط ډول تر لسو زرو نفرو (قانوني او غير قانوني) نورو هيوادونو ته ځي او هر يو يي حداقل له زرو ډالرو څخه تر دوه زره ډالر له ځان سره وړي؛ د هيواد څخه د ډالرو د وتلو دغه يوه وړه بيلګه ده او دغه ډالر ټول په ازاد بازار کي رانيول کيږي. د ډالرو بل غټ قاچاق دا دی چي د ګاونډيو هيوادونو يو شمير صرافان په سيستماتيک ډول (قانوني او غير قانوني) له افغانستان څخه ډالر باسي. او په مقابل کي د افغانستان بازارونو ته د ډالرو راتګ د نشت برابر دی.
۳) په افغاني بازارونو کي د پيسو د تبادلې د نرخونو په ټاکلو کي آن عامه خلکو ته هم بايد د عرضې او تقاضا د حساسيت په اړه پوهاوی وړاندې کړل شي. په ټول وطن ويره خپره ده؛ ټول خلک له يوه مخي لګيا دي او ډالر رانيسي او ددوی دغه کار د افغانۍ ارزښت نور هم راټيټوي. يو څوک بايد دغه وضعیت مدیریت کړي خلکو ته ټول عوامل په ډاګه کړل شي او هغوی ته له منطقي لارو اطمینان ورکړل شي تر څو خلک د بهرنيو اسعارو بالخصوص ډالرو له رانيولو څخه ډډه وکړي.
۴) په بازارونو کي هغه عوامل چي د ډالرو لپاره تقاضا لوړوي په نښه او مخه يي ونيول شي او په ضمن کي د افغانيو دتقاضا د لوړولو لپاره کار وشي.
۵) د خوراکي او اوليه توکو د نرخونو د لوړيدا د مخنيوي لپاره يوه لنډمهاله لار دا هم کيدلای شي چي د افغانستان مرکزي بانک پر تجارانو په ارزانه بيه ډالر خرڅ کړي تر څو هغوی له نورو هیوادونو څخه مواد وارد کړي، چون اوس ددې ويره شته چي د خوراکي او اوليه توکو بيه به ډيره لوړه شي. خو دا چاره په هغه صورت کي امکان لري چي مرکزي بانک د ځان سره په زياته پيمانه ډالر ولري.
۶) سياسي ثبات د افغانۍ پر ارزښت مستقيم او د پام وړ تاثیر لري، بايد د يوه باثباته حکومت د جوړولو لپاره هڅې وشي.
۷) د افغانستان حکومت بايد د نړيوال بانک او د پيسو د نړيوال صندوق باور ترلاسه کړي؛ د نړۍ والو سره بايد سالمي ډيپلوماتکي اړيکي جوړي کړل شي. د افغانستان حکومت او حاکمان هيڅکله بايد داسي موقف خپل نکړي چي د نړيوالو له تحريمونو سره مخ شي.
۸) د صادراتو کچه بايد لوړه شي، چي په اوسني وضعيت کي ترډيره حده امکان نلري.
۹) د غير قانوني او جعلي افغانیو د چاپ مخه بايد ونيول شي، ځکه دغه چاپ ددې لامل کيږي تر څو بازار ته تر تقاضا زياتي افغانۍ وړاندې شي او په پايله کي يي ارزښت کم شي.
دبین مللی کڅوړو سره دافغانی بیقیمته کیدل دبازار له تیوری سره سمون نلری. دلته دسیاسی تجریکو لاس لیدل کیږی چه داسعارو له مافیا سره لاس یو کوی او په دی لیاره دافغانستان حکومت ضعیفه کوی.
زه دطالبانو غیرجدیت حیران کړی یم. دبازار او سیاسی فشارونو مصنوعی دی او دا فشارونه دمتقابل فشار سره په شا تمبول کیږی.
صرافانو او دشهزاده بازار دافغانستان داقتصاد دسرطان دانه ده چه په دا څلویښت کالو کی یی دافغانستان ملا ماته کړی ده. افغانستان باید دا دانه پریکه کړی. که هغه دیوغړی دپریکیدو سبب سی هغه باید ومنل سی.
دافغانیو په سودګری باید بیخی بندیز ولګول سی. دا حیاتی توکی دی او تحارت یی باید ناروا سی.