چهارشنبه, اکتوبر 22, 2025
Home+د مریم صافۍ یو شعر

د مریم صافۍ یو شعر

هغه شېبې د هېرولو نه دي

چې زه او ته وو او انوار د مینې

په خاموشۍ کې د شېبو په بې صبرۍ کې د زړو

یو جاینماز بله سجده دانه دانه د تسبو

د سباوون چړې تیارې وژلې

قاتل فراق هم خاطرې وژلې

ما ستا مخ نه لیده خو حس مې کړلې

په دې غمجن زړګي کې خښ مې کړلې

لمر شرمنده شو چې رڼا دې را څرګنده شوله

زمونږه پټه روحاني قصه بربنډه شوله

نږدې وو ټول کاینات اور واخلي لمبه لمبه شي

نږدې وو ټول ستا محبت ته سر تمبه تمبه شي

خو دروازه دې د الهام هغه سات وتړله

دنیایي مینه دې له دغه دره وشړله

ستا مینه چېرې آساني باندې راځي خالقه

څو چې د مینې په بدل کې مال او سر وانخلې

تر څو په نوم د ملنګي دغه جوهر وانخلې

زه لا هم هغه لار کې ناسته یمه تا غواړمه

زه بندیوانه د تیارو  یمه رڼا غواړمه

او د زړه کور کې مې بیا هم یوازې ته ځلېږې

که نه د زړه له دېوالونو مې نور رنګ تللی دی

که نه خالی خالی نشه یم رانه بنګ تللی دی

ستا په حضور کې ولې ځان احساسومه مدام

دا ستا په درد بیا ولې زړه آرامومه مدام

لکه صنم بې حرکته یم ولاړه او خوبونه وینم

زه فنا شوې یم که څنګه چې روحونه وینم ؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

‏د هندي سینما مشهور لوبغاړی ګوردهن اسراني ومړ

تاند (سې شنبه د تلې ـ میزان ۲۹مه) اسراني د هندي فلمونو په نړۍ کې د خندنۍ یا کومیډي د رولونو له امله شهرت...