دوشنبه, نوومبر 17, 2025
Homeخبرونهسیما یاهوس: افغان ښځې لاهم خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هیله...

سیما یاهوس: افغان ښځې لاهم خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره هیله مندې دي

تاند (سه شنبه د تلې ـ میزان ۱۵مه) د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې اجراییه رییسې، سیما باهوس د ښځو اړوند د امنیت شورا په غونډه کې د وینا پر مهال ویلي، افغان ښځې لا هم هیله مندې دي چې خپلو هیلو ته به ورسیږي.

هغې زیاته کړې چې د افغانستان په څېر هېواد کې هم د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې روان څار ښيي چې ۹۲ سلنې افغانان، ښځې او نارینه دواړه؛ باور لري چې نجونو ته باید د منځنیو زده‌کړو اجازه ورکړ شي.

سیما باهوس داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، پرون د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د نجونو زده‌کړو په اړه ویلي، دا ژمنه نه‌کوي چې نجونې به کله هم وکولی شي بیرته ټولګي ته راشي.

هغه زیاته کړې: «زه ژمنه نشم کولی چې د نجونو لپاره ثانوي ښوونځي بیا پرانیزو.»

د نجونو زده‌کړو په تړاو د مجاهد دغه څرګندونې داسې مهال دي چې طالبانو واک ته د رسېدو پرمهال ویلي وو، د ښوونځیو تړل کېدل لنډمهاله دي او د اسلامي شریعت او د افغاني کلتور د اصولو په مطابق د کړنلارې له جوړېدو وروسته به، له شپږم ټولګي پورته ښوونځي د نجونو پر مخ پرانیستل شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه رد شول

تاند ( سه شنبه د لړم ـ عقرب ۲۰مه) ‏د بالیووډ پېژندل شوي ستوري، درمندرا سینګ دیول د مړینې په اړه خپاره شوي راپورونه...