Homeخبرونهاقتصادي خبرونهد غزني- شرنې د سړک بیارغونه پیل شوه

د غزني- شرنې د سړک بیارغونه پیل شوه

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د ټولګټو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د ترانسپورټ د ښه‌والي او د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا لپاره د ۱۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د غزني ــ شرنې د ۴۱ کیلومتره سړک د بیا رغونې چارې پیل شوې دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، دغه سړک د غزني ښار له ترانسپورټ څلورلارې څخه تر د بند سردې سیمې پورې غځېدلی او پکې به د سړک بشپړ قیرکول، د ۳۶ پلچکونو ترمیم، او د سړک د غاړو پیاوړتیا شامله وي.

تمه ده دا پروژه په یوه کال کې بشپړه شي.

 له بشپړېدو وروسته به دغه سړک نه یوازې د غزني او پکتیکا ولایتونه په اغېزمن ډول سره ونښلول شي، بلکې د ده‌یک، اندړ او ګیرو ولسوالیو اوسېدونکو ته به هم د تګ راتګ او د کرنیزو او سوداګریزو توکو د لېږد په برخه کې د پام وړ اسانتیاوې برابرې شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...