تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د مسکو فارمټ له اوومې غونډې سره هممهاله د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، اندري رودنکو ویلي چې د بګرام هوایي اډې په اړه پرېکړه باید د کابل له لوري وشي.
هغه تاس خبري آژانس ته ویلي چې مسکو په دې په اړه معلومات نه لري چې افغانان دې د امریکایانو د بېرته منلو لپاره چمتو وي.
رودنکو ټینګار کړی: «تر ټولو لومړی، دا پرېکړه باید د افغانستان د چارواکو (طالبانو) له لوري وشي، ځکه هغوی په خپل قلمرو کې بشپړ حاکمیت لري. تر هغه ځایه چې زه خبر یم، په دې وروستیو کې د افغان چارواکو له لوري د امریکایانو د منلو په اړه هېڅ ډول اعلان نه دی شوی.»
له دې وړاندې د طالبانو ویاند لوی درستیز او څو نورو چارواکو امریکا ته د بګرام اډې د سپارلو احتمال په کلکه رد کړی دی.
د طالبانو ویندوی ذبیحالله مجاهد ویلي و چې دوی د امریکا له حکومت سره د افغانستان د سفارت د بېرته پرانیستلو او د امریکا د سفارت د بیا فعالولو په اړه خبرې کړي دي.
مجاهد د بګرام په اړه ویلي و: «افغانان هېڅکله اجازه نه ورکوي چې د دوی خاوره، په هېڅ راز شرایطو کې، چا ته وسپارل شي.»