Homeخبرونهلاوروف: په افغانستان او ګاونډ کې یې په هیڅ پلمه د بهرنیو...

لاوروف: په افغانستان او ګاونډ کې یې په هیڅ پلمه د بهرنیو پوځیانو حضور د منلو نه دی

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ اوومه غونډه نن (سې شنبې) په مسکو کې د روسیې د باندنیو چارو وزیر سرګی لاوروف په وینا پرانیستل شوه.

 لاوروف غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو حضور د نویو جګړو اور بلولی شي.

لاوروف، چې اشاره یې د بګرام په اړه د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو ته وه، وویل چې د افغانستان او د د هغه د ګاونډیو هیوادونو په خاوره کې په هره پلمه د درېمګړي هیواد پوځي حضور د منلو نه دی.

په غونډه کې د کوربه هېواد په ګډون د طالبانو د حکومت او د هند، پاکستان، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان استازي ګډون لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي هم، چې پرون ماښام په دې مشورتي غونډه کې د ګډون په هدف مسکو ته لاړ، په دې ناسته کې برخه لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې دې غونډې ته د بیلاروس یو پلاوی هم بلل شوی دی.

روسي رسنیو له هغې ډلې انټرفاکس ویلي، ګډونوال به د افغانستان پر سیاسي او اقتصادي وضعیت او دغه راز له ترهګرۍ او نشه یي موادو سره د مبارزې پر لارو چارو خبرې وکړي او د غونډې پای کې به یوه اعلامیه خپره کړي.

مسکو فارمټ ۲۰۱۷ کال کې رامنځته شو چې د غونډو ډېر تمرکز یې له افغانستان سره پر اړوندو مسلو وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...