Homeخبرونهروسیه وايي، طالبانو ډاډ ورکړی چې په خپله خاوره کې چا ته...

روسیه وايي، طالبانو ډاډ ورکړی چې په خپله خاوره کې چا ته اډه نه ورکوي

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۱۵ مه) د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي چې د دوی حکومت به هیڅکله هم د بهرنیو پوځونو د اډو جوړېدو ته اجازه ور نه کړي.

د روسي اژانسونو د راپور له مخې، دا خبره د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ښاغلیو متقي او لاوروف له کتنې وروسته وکړه. هغه وویل چې متقي دا څرګندونې د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره په کتنه کې وکړه.

کابلوف زیاته کړه چې روسیه نه یوازې په افغانستان، بلکې په ګاونډیو هېوادونو کې هم د پوځی اډو د جوړولو هېڅ پلان نه لري. د ده په وینا، لاوروف د داسې هر ډول استقرار کلک مخالفت کړی دی.

په تېر سپتمبر میاشت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت ویاند ذاکر جلال ویلي و چې د دوحې په خبرو کې د امریکا د پوځ د بیا راتګ احتمال په بشپړ ډول رد شوی دی.

دا څرګندونې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د خبرو په غبرګون کې شوې وې. ټرمپ ویلي و چې غواړي د بګرام هوايي اډه بېرته ترلاسه کړي. هغه په بریتانیا کې یوې خبري ناستې ته وویل:

«موږ دا اډه بې له هیڅ دلیله ورکړه، خو هغه اوس زموږ پکار ده، نو ولې یې بېرته وانخلو؟»

یاده دې وي چې بګرام نژدې ۲۰ کاله د ناټو ځواکونو مرکز و او د طالبانو له واک ته رسېدو لږ وړاندې افغان پوځ ته وسپارل شو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د الرسالې پر دوهمه ګڼه | ذبیح الله شفق

" په کوم زړه کې چې د بنده‌گانو مینه نه وي، هغه زړه د خدای له میني هم خالي وي. " د " الرسالې "...