شنبه, اپریل 27, 2024
Homeادبلنډه کیسهلکه مار غزېدلې لار/ ليکوال: ضمير څار

لکه مار غزېدلې لار/ ليکوال: ضمير څار

سهار شو خو د تېرې ورځې په څېر نه – سترګې مې وغړولې؛ لمر کوټې ته راغزېدلی وو او لکه زما نيکه زما پر سر ولاړ و.

هو، لکه نيکه مې!

هغه به هر سهار لمانځه ته پورته کولم؛ کله به لا شپه ختمه نه وه؛ يا به ما داسې فکر کاوه؟ بړستن به راباندې درنده شوه… خو نن څنګه ترې ويده پاته شوی وم؟

انګړ ته ووتم، کور د پرون په څېر نه ښکارېده – کړکۍ او دروازې نيم‌کښه، دېوالونه ځوړند: ټولو کوم بد خبر درلود خو يوه هم زړه نه ښه کاوه چې راته ويې وايي. دلته خلک د بد خبر ولېږد ته زړه نه ښه کوي خو، بيا هم، تر ښه خبر ژر خپرېږي – د واده تر خبر به د مرګ خبر خورا چابک و.

له ما کشرې او تر نورو مشرې خور راباندې غږ کړ:

“لالا!”

مخ مې ورواړاوه؛ وېرېدلې ښکارېده.

“انۍ او بابا مې نشته.”

ما کړل:

“څه؟”

د بلې خور غږ مې واورېد:

“ادې او دادا مې چېرته دي؟”

“زه خبر نه يم.”

دواړه زما خوا ته راغلې. وړې خور مې وويل:

“ټول کور مې پسې ولټاوه!”

دواړو په يو وخت زياته کړه:

“زه وېرېږم – “

ما ډاډه کړې:

“تاسې تشويش مه کوئ! زه ورځم پيدا کوم يې.”

په کور مې وروستی نظر تېر کړ: کړکۍ، دروازو او دېوالونو – رښتيا هم – بد خبر درلود.  

په کوڅه کې هېڅوک نه ښکارېدل. يوازې خړې خاورې او دپاسه پرې پلونه، بې ساه، يو تر بل او يو پر بل پراته. ښکته او پاس مې وکتل، کلی خالي ښکارېده.

په دې کلي کې سل، يا به ډېرې، کورنۍ اوسېږي. ټول د يوې ويالې يوې يا بلې غاړې ته اباد دي. ځينې بيا، لکه مونږ، د ويالې دواړو غاړو ته کور لري – وياله زمونږ د کور له منځه تېرېږي. تر پرونه به سهار ټول د ويالې پر غاړه د چينارونو لاندې سهارنۍ خوړله او مجلس مو کاوه. اصلاً، په نيکه او نيا به راټول وو؛ زمونږ لپاره دواړه ژوندي تاريخونه وو. نيکه مې يوه ورځ ويل:

“زمونږ کلی د ليندۍ په شکل پروت دی.”

نيکه مې په هوا کې په ګوته ليندۍ رسم کړه. بيا يې کړل:

“ځکه د ليندۍ نوم ورباندې کېښودل شو.”

د کلي کوڅې هم کږې وږې وې – دواړو خواوو ته يې دېوالونه وو او د لرګينيو او يا هم زړو زنګ‌وهلو اوسپنيزو دروازو ښودله چې تر شا يې کورونه دي. ځای ځای کنډاولې وې. نيکه مې ويل:

“ځينو کورنيو کلی پرېښود.”

ما ترې وپوښتل:

“ولې؟”

“جنګ و.”

نيکه مې سپينه پګړۍ تر څنګ ايښې وه، په خرېيلې سر يې لاس تېر کړ او زياته يې کړه:

“مونږ له جنګه کلي ته راوتښتېدو او کليوال له جنګه ښار ته وتښتېدل.”

په هغه وختونو کې هېڅ ځای امن نه و – حتی په يوه لرې او وچه دښته کې پروت کلی، لکه زمونږ – کنډواله، سپېره او له خاورو ډک.

هو، زمونږ کلی له خاورو ډک و.

او

پر خارو پلونه ښه ښکارېدل.

ورټيټ شوم؛ کېناستم: تصادفاً، پلونه هم د هرې بلې ورځې په څېر نه وو – ټول د مشرانو وو او لوری يې هم يو و. وار د واره مې د پلار پل وموند: زمونږ له کوره اته لنډې او اوږدې موازي کرښې-لرونکی پل وتلی او له نورو سر يو ځای شوی و. زما پلار، د ډېرو نورو کليوالو په څېر، باټا بوټونه پښو کول، شا به يې ورته کات کړې وه. ټولو جامو يې توربخن رنګ، قاسمي غاړه درلوده. واسکټ به یې هم تور و او چارخانه څادر به یې له سره تاواوه – له نيکه سره مې يوازې په رنګ کې متفاوت و: هغه سپين اغوستل او ده تور، د هغه ږيره او وېښته سپين و او د ده تور. نور، د دواړو فکر او کړه وړه يو شان وو. دواړو له ګوندونو بد اېسېدل؛ او له کليوالو هم. يوه ورځ يې وويل:

“يوه به په ګوند کې نه کېږې او بل به په کليوالو اعتبار نه کوې!”

دا خبره مې له نيکه هم اورېدلې وه. ما ترې وپوښتل:

“ولې؟”

“دوی مخ او څټ نه لري.”

ګوندونه مې ډېر نه پېژندل خو – نه پوهېدم – که زمونږ کليوالو مخ او څټ نه درلوده نو زما پلار او نيکه څنګه درلوده؟

“له دوی سره په يوه لار لاړ نه شې.”

ما کړل:

“سمه ده.”

خو نن په خپله په يوه لاره ورسره تللي وو. زړه مې، خدای شته، مات غوندې شو: زه يې له هغه کاره ګرځولم چې نن يې خپله کړی دی. له ځان سره مې وويل:

“کېدای شي چې نيکه مې له دوی سره په يوه لار نه وي تللی.”

ما مې د نيکه پل لا تر اوسه نه و موندلی.

له ځايه پورته شوم او د پلار د پله شاوخوا ته ځير شوم؛ بل پل نه ښکارېده – د مور او د نيا واړه او نري پلونه مې وموندل، يو بل ته نږدې د پلار له پله سره مې يو برابر تللي وو. نو هغه چېرته تللی دی؟

“پلار مې په نيکه پسې ولې نه دی تللی؟”

هغه به ويل:

“ښه زوی د پلار په پل پل ږدي.”

رښتيا؟! د پلار پلونو ته ځير شوم: دوه درې ګامه وړاندې مې د پلار د پل له يوې څنډې د نيکه پل لږ غوندې ښکاره شو – پلار مې د نيکه پر پل پل ايښی و خو مور مې د نيا پر پل پل نه و ايښی؛ او، ولې به يې اېښوده؟! اخر خواښې او نږور وې. له ځان سره مې کړل:

“نو دوی چېرته تللي؟”

ورپسې روان شوم – پل به مې د پلار په پل ايښوده.

د کوڅې دواړو خواوو ته خټين دېوالونه ورو ورو ټيټېدل. سرونه يې نري شوي، رنګونه يې سپېره، مخونه يې ګونځي او بېخونه يې خوړل شوي وو – ځای ځای به غار هم وو او غومبسو به په کې ځالې جوړې کړې وې.

ما، چې وړوکی وم، د غومبسو ځالې کټولې او کليوال مې پرې چيچل. يوه ورځ مې د غومبسو ځالې ته لرګی يووړ او منډه مې کړه. غومبسې راووتې. شايد، په ما پسې خو پلار مې په مخه ورغی او پر هغه يې هجوم يووړ – زه خبر نه وم چې پلار به مې په دې لاره تېرېده. پلار مې لاسونه غورځول خو ګټه يې نه کوله – غومبسې ورپورې ونښتې. په هماغه ورځ مې د پلار مخ وپړسېد؛ که يې سترګې چونګې شوې نه وای، تا به فکر کاوه چې بې‌حده ډېر چاغ شوی دی. او، په هماغه ورځ، ما څو څپېړې وخوړې او کنځاوې مې واورېدې.

په هر صورت، شېبه وروسته له کلي وتلی وم. کوڅه نوره په لاره بدله شوې وه او لاره لکه مار غزېدلې وه.

ما د پلار پل ته کتل او ‎پښه مې ورغځوله – تر ډېره به مې پل د هغه په پل برابر شو خو يو نيم ځل به ترې لږ وروسته او يا لږ واوښت. کله به مې پام نه و او د لارې په بل سر کې به روان وم خو د پلار او نيکه خبرې به مې بېرته د پلار په پل پسې راوستم – ‘ښه زوی د پلا په پل پل ږدي.’ ‎ وړاندې لاره نوره هم کږه وږه وه او د پلار پلونه مې وخت ناوخت د نورو له خوا لاندې شوي وو – مجبورېدم چې ورپسې کوپ شم او يا کښېنم. څو ګامه وروسته به مې وموند او پښه به مې وروغځوله.

لږ وروسته وياله مخې ته راغله؛ لاره يې په منځ پرې کړې وه لکه مار چې څوک په ملا کې قلم کړي – پر ويالې پُل نه و خو د دواړو غاړو ګودر ښودله چې خلک د ويالې په منځ کې تېرېږي. زمونږ په کلي کې پلونه يا – له ځايه – نه وو او يا هم ړنګ شوي وو.  

پايڅې مې پورته ونيولې او ورو ورګډ شوم. اوبه سړې وې؛ ډېرې سړې. د غومبسو په څېر يې چيچلم. د ويالې منځ ته ورسېدم، اوبه مې تر زنګنو راواوښتې؛ بدن مې راټولېده؛ غاښونه مې وکړپېدل؛ پايڅې او لمنې را نه ولوېدې او لمدې شوې.

د ويالې په بله غاړه ودرېدم. خاورې مې په پښو پورې خټې شوې. شا ته مې وکتل؛ له پلونو مې اوبه هرې خوا الوتلې وې او د څاڅکو ليکه راپسې جوړه شوې وه. خو، د نورو پلونه داسې نه وو – هغوی چې تېرېدل، په وياله کې به اوبه نه وې، حتماً. لارې ته مې وکتل. لاره د قلم شوي – لنډي – مار په څېر ښکاره شوه. پلار به مې ويل:

“تر روغ ماره لنډی ډېر خطرناک وي.”

نه‌پوهېږم چې دا خبره څنګه راياده شوه؟ لاندې پښو ته مې وکتل؛ لمن او پايڅې مې په ځان پورې ټيڼګې شوې وې او خاورې ورپورې ټولېدې. ژر مې د پلار په پل پسې سترګې وغړولې. ړنګېده. پاس مې وکتل، باد خاورې پسې اخيستې وې. په شېبه کې، دښته ټوله دوړو ونيوله او [ورسره] پلونه ړنګ شول. ليمې مې راټولې کړې، سترګو ته مې ګرد نه رسېده يا به لږ وررسېده؟ روان شوم خو د پلار په پل مې پل نه اېښوده – د پلار پلونه مې نور پر لاره پاته نه وو. زه به نور ‘ښه زوی’ نه وم خو چاره څه وه؟ لږ تر لږه د پلار پر لاره روان وم.

ځان مې ډاډه کړ:

“باد به پلونه وران کړي خو لاره نه شي ورانولی.”

پاس مې وکتل، پر اسمان لمر نه ښکارېده او يو څاڅکی مې، ناڅاپه، پر مخ ولګېد. چيغه مې کړه:

“باران!”

ګامونه مې چټک کړل؛ څاڅکي وار په وار ګڼ کېدل. ګرد کېناست. يو نم‌ناک بوی خور شو. د باران څاڅکي پر ځمکه لګېدل او يو منظم غږ يې توليداوه. شېبه وروسته، لوند شوم او لاره هم. نور به ګام وروسته ښوييدم او کله کله لوېدم. غږ مې کړ:

“دادا!”

په ګونډو شوم، لاسونه مې ځمکې ته تکيه کړل:

“بابا!”

ولاړ شوم. ګام مې واخيست، وښويېد:

“زما غږ اورئ؟”

فکر نه کوم! د باران څاڅکو به زما غږ کله وړاندې پرېښود؟

شا ته مې وکتل، کلی نه ښکارېده –وړاندې راغلی وم. پلار او مور مې له ما هم وړاندې تللي وو. هغوی به ولاړ وو او که روان؟ باران به نيولي وو او که نه؟ او، زه؟ بېرته ګرځېدلی وای؟ نه پوهېدم او لا هم نه پوهېږم؛ خو د باران د څاڅکو راباندې وار نه کېده او يوازې همدومره پوهېدم.

“مزار پکه او پوستين وطن دی.”

له ‘مزار’ څخه مې د پلار هدف مزارشريف و – د بلخ ولايت مرکز. مزار، په مجازي ډول، د ولايت هرې برخې ته اطلاق کېده، زمونږ کلي ته هم. پکه او پوستين د دې ځای د بدلېدونکي اقليم کنايه ده – هوا دومره ژر بدلېږي چې پکی او پوستين دواړه بايد دايم له ځان سره ولرې. زه، د چا خبره، لوڅ راغلی وم. د پلار خبره مې نه وه منلې؟ که هېره شوې وه را نه؟ اوس، لړزې اخيستی وم او ښکارېده چې کنټرول پرې هم نه لرم.

پلار به مې ويل:

“باران د خدای رحمت دی.”

نن، نه‌پوهېدم، دا خبره مې څنګه نه شوای منلی؟

او

مور به مې د باران په وخت دا ټپه ويله:

باران چې ووري ودې وورې

واورې دې نه ووري چې لارې بندوينه

“څه مې وويل؟ واوره؟! ګوندې ونه ووري.”

خپله خبره مې لا غوږ ته رسېدلې نه وه چې پر لاره مې د باران له څاڅکو سره د واورې پوڅکي ولېدل.

چابک شوم.

د نرۍ او کږې وږې لارې پر غاړه د واورې سپينه کرښه جوړېده.

منډه مې واخيسته؛ ولوېدم؛ پورته شوم.

د واورې پوڅکو ته مې وکتل، ګډېدل، له يو بله تېرېدل او، بيا، ورو کېناستل. فکر مې کاوه چې د واورې له دې پوڅکو هاخوا به زېړ لمر وي، مور او پلار او نيا او نيکه به مې ولاړ وي، يا روان؟  ګامونه مې نور هم چټک کړل. واورې نږدې د ځمکې مخ پټ کړی و.

مخ مې اوچت کړ؛ واوره سره اوښتې وه. خولې ته مې لاس يووړ، په وينو شو – دا ځل پړمخې لوېدلی وم. ولاړ شوم. څو ګامه نور هم وخوځېدم. ساړه ډېرېدل. لاسونه، غوږونه، د پوزې او د پښو ګوتې زما نه وې – لکه ما چې نه درلودې. واوره وار په وار ډېرېده. نور، هر څه سپين و، د لارې او دښتې توپير نه کېده. ان، شاته، زما خپل پلونه نه ښکارېدل.

لاسونه مې غوږونو ته يووړل؛ پښې مې کات شوې؛ زنګنونه مې په واورو کې خښ شول؛ سر مې ځوړند –

***   

سر مې له زنګنونو اوچت کړ. پر اوږه مې د مور لاس و، څنګ ته مې ناسته وه. ويې ويل:

“ته ښه يې؟”

“هو.”

“خوب وړی وې؟”

“نه! نپوهېږم.”

مخامخ مې پلار دېوال ته تکيه کړې وه؛ نيا مې د کوټې په بره سر کې اوږده غځېدلې وه او درمل يې مخې ته ايښي وو. دباندې، له ما کشرې او له نورو مشرې خور مې کالي وينځل او بلې خور مې انګړ جارو کاوه – د هغوی همدا دنده وه. نيکه مې لاس په ځمکه تکيه کړ، ولاړېده. راته يې کړل:

“چې يوه جوړه کالي يې له تا وړاندې زاړه کړي وي، خبره يې منه!”

ما څه ونه ويل.

د کوټې دروازې ته ورسېد‎:

“ښه زوی د پلار په لاره ځي – “

بوټونه يې پښو کول:

“او د هغه په پل پل ږدي.”

ما له ځان سره کړل:

“هو! خو که باد يې پلونه ړنګ نه کړل؛ يا واورې یې لار ورکه نه کړه – که نه، په سپين ميدان به پاته وي.”

پای

May 6, 2017

3 COMMENTS

  1. ډېره جالبه او خوندوره ليکنه وه، هره لحظه زما تلوسه زیاتېده چې اوس به څه کيږي؟

  2. سلامونه
    جالبه خو وه، ما فکر کاوء د قندوز یا فاریاب د پښتنو د افغان دشمنه جګړو د شپو ورځو کومه خاطره ده مانا چې خوب به نه وای مڼنه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب