Homeداسې هم شتهساینسد دنیا له هر ګوټه د کور له حاله خبر شئ

د دنیا له هر ګوټه د کور له حاله خبر شئ

تاند- د ټکنالوژۍ د پرمختګ له برکته که څوک له کوره هر څومره لېرې شي، له امنیت او وضعیته یې خبرېدای شئ.

دا وسیله یا زنګ (Veiu) نومېږي. که له کور څخه په رخصتۍ کې لېرې لاړئ د دغه زنګ په وسیله هره شېبه د کور له حاله خبرېدای شئ.

دا وسیله یوه کمره لري، عکسونه د کور د خاوند موبایل ته لېږي.

د دې زنګ د کمرې لوی کمال دا دی چې د شپې هم دقیق عکس اخلي. د عکس دقت یې د شپې له لوري دومره زیات دی چې د انسان څېره پکې پېژندل کېږي.

دا وسیله به په راتلونکي دوبي کې بازار ته راووځي او لومړنۍ بیه به یې نژدې ۱۵۰ ډالره وي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

اسمان به ړنګ وي د قدم لاندې به ځمکه نه وې| نصرت‌الله نصرت

هغه ورځ مه راولې خدایه چې ادکه نه وي. مور د مینې هغه ستر سمندر دی، چې څپې یې د مهربانۍ تر پایه نه رسېږي....