جمعه, اپریل 26, 2024
Home+سندریز لړ وشلېد

سندریز لړ وشلېد

لیکوال: لعل پاچا ازمون

د سندرو له هاره یوه مرغلره پرېوته، یوه داسې مرغلره چې کلونه، کلونه یې د پښتنو دېرې، هوجرې، ښادۍ او خوشالۍ په خپل راڼه، سندریز یاقربان، یک هزار او سندریز شور رڼې کړې، د دغې ارزښمنې مرغلرې به راڼه غږ کې ژوند و، د ژوند انځور یې خلکو ته وړاندې کاوه، په سندرو یې خلک ژوند ته رابلل، د سندرو په ژبه یې خلکو ته د پند، عبرت او زده کړې کیسې کولې.

دې مرغلرې په خپل خوږ غږ د سیمې غرونه سندریز کړل، هر څوک به دده د سندرو راڼه شور ته ناست وو، د خلکو په زړونو کې یې ولولې او د ژوند څپې وغځولې، نن د سندرو دغه شور مړاوی شو، ډېره ګرانه ده چې بیا ننګرهار پاڅي او محمد ایوب وزېږوي، هغه ایوب چې د ژوند سندره یې په سندریز شور کې رنګینه کړه، له اوږدو، زړو، تخیلي او مذهبی کیسو یې ورو، ورو خلک د ژوند سندریز شور ته راوبلل، په خپلو سندرو یې زړه زمانه په نوي رنګ کې ونڅوله، په زړه پیمانه کې یې د ژوند نوې نشه وړاندې کړه، دا داسې سندریز ساقي و چې دده د سندرو په نشه کې د ژوند خوند، رنګ او پند پروت و.

د سندرو دا ساقي په هر چا لورېده، په هر چا یې لوریینه وه، د سندرو دې ساقي د پښتو موسیقۍ رنګ بدل کړ او په داسې یوه مسته نشه یې رګونه ونڅول چې هغه د پند و ژوند خبرې په خوند کې راولي او د هر پښتون په رګونو کې د ژوند ولولې او جذبې ژوندۍ کړي.

ایوب یو نوم و، یو ژوند و، یوه زمانه وه، یو داسې سندریز شور و چې په زړه پیمانه کې یې د ژوند رنګیني ویشله، د ژوند رنګیني یې وړاندې کړه.

ایوب د یوې داسې زمانې سندریز شور دی چې دنیا د نوې موسیقۍ په سندریز ټال زانګي، ایوب په خپل نالوستي فکر او ذهن پښتو موسیقي د دنیا سیاله ګرځوي، د ایوب په ستوني کې هاغه سندریز شور پروت دی چې له زړه راوځي، له زړه غږېږي، له زړه نه د خپلې ژبې، قوم او هنر سره مینه لري، هنر ارزانه نه پلوري، هنر د ژوند پانګه بولي او د ژوند دغه پانګه د دنیا تر بازارونو رسوي.

د دنیا په بازارونو کې د ایوب د سندرو شور ګرځي، د دنیا په سندریز شور کې د ایوب جادوګر غږ د سندریز استعداد ددې جوګه شو چې خلک ووایي:
– څوک دی؟
– پښتون دی.
– پښتون!؟ دا سندرې؟ دا سندریز شور او دا غږ؟ واه …
دا داسې زمانه وه چې د ننګرهار دېرې او هوجرې د زړو کیسو، زړو چاربیتو او اوږدو داستانونو په ټال زنګېدې، ایوب دغه رنګ بدل کړ، د ټپې او غزل په نوی رنګ یې پښتو موسېقۍ ته، نوی رنګ او بڼه وبښله. پښتو موسېقي یې د دنیا تر بازاره ورسوله، موسېقي یې د هغه هنر په توګه را څرګنده کړه چې د قومونو او ملتونو تر منځ پوله نه مني. د ایوب له سوز او ګدازه ډک غږ د هر چا، هر قوم او هر ملت په زړه کې ځای ونیو. پښتون و، که تاجګ، که ازبک، که هزاره ، او که د دنیا د نورو قومونو خلک وو ، د ایوب غږ یې په زړه او ذهن سیوری وکړ. د ده د سندرو پېښې شروع شوې. ایوب له یوې وړې حوزې او کړۍ را ووت په یو لوی کور او لویه نړۍ ور ننوت. ایوب په خپل هنر د قومونو او ملتونو ترمنځ د یووالي یوه کړۍ جوړه کړه.

ایوب د هر چا په خوله کې ولوېد، ایوب زړونو ته لار پیدا کړه، په زړونو کې مېشت شو، دده هنر د خلکو په ذهنونو او زړونو کې راوټوکېده، د ایوب مسته ځواني کیسه شوه، افسانه شوه او داسې سندریز شور شو چې نورو یې پېښو《تقلید》ته ملا وتړله، ایوب به ویل:
– سندرې او موسیقي د خلکو لپاره ده، خلکو ته د خوشالۍ او پند ورکولو لپاره ده، ددې لپاره نه ده چې څوک ازار کړي او یا زیان ور ورسوي، زه پښتو موسیقي د خلکو د ژوند لپاره غواړم، نه د خلکو د ازار لپاره …

ایوب غزل ته مخه کړه، ټپه یې په نوي رنګ کې وړاندې کړه، داستان یې په یوه بېل رنګ او شرنګ کې د پښتو په سندریز شور کې وړاندې کړ، چاربیته، لوبه، بګتۍ او بدله یې د موسیقۍ په نویو راګونو او سندریز شور کې وړاندې کړل.

پښتو ولسي دودیز ټنګ ټکور یې نه هېراوه، د پښتو په دودیز ټنګ ټکور کې یې نوې ساه پوه کړه، یوازې زړو کیسو او افسانو ته کېنناست، په ادب کې یې داسې خوښونې وکړې چې هغه د پښتو موسیقۍ کلاسیکې بېلګې دي.

د ده د ټنګ ټکور بڼه او د خوږو لفظونو اوډون چې د زړه رګونو یې سندریز شور ورکړ، دوه بېلابېلې نغمې او ارزښتونه دي. یو یې منځپانګه ده او بل یې هم د موسېقۍ کور دی. د ده لفظي شور او بڼې د موسېقۍ داسې کور جوړ کړ چې هغه د هر چا د زړه کور و.
لسګونه کاله وړاندې ایوب پښتو ټپه نوې کړه، په پښتو ټپه کې یې نوی سندریز شور ور واچاوه، دده نوی سندریز شور دا و چې:
حسن دې اور راته بلېږي
زه ورته ناست د زړه قطرې پرې وریتومه
او ورپسې یې بیا د ملنګ جان په چاربیته پښتانه په نوي سندریز شور راویښ کړل:
زما ځواني ډول کوي له پښتونواله سره
زه په پښتو او پښتونواله باندې سر ورکوم
دې سندرې، دې سندریز شور غرونه او رغونه ونڅول، جذبې یې راویښې کړې، دا جذبې سندریزې وې، دا جذبې د ژوند وې، دا جذبې د هیلو او ارمانونو وې:

تر څو به په چل ول باندې قدم راسره ږدې!؟
لاسونه به په دروغو او قسم را سره ږدې!؟

دا سندریز شور د یوه هدف او یوې موخې لپاره و، دده موخه سندریزه او سپېڅلې وه، دې سندرې نوې فضا رامنځته کړه:

خولې نه مې قسم ختلی دی
ځکه دې میین یم په جمال

ایوب غوښتل چې خلک دې ته راوبولي چې د ژوند ستړیا په موسیقۍ او سندریز شور دمه کړي، کرکه، نفرت دده په سندریز قاموس کې ځای نه لاره، د کرکې او نفرت پر ځای یې سندریز شور غږاوه:

… د مینې شور مې لګېدلی له اسمانه سره
پرېږدئ چې ګرځم لېونی په غرونو

ایوب یو سوی غږ و، د زړه غږ و، د هر چا زړه ته یې لاره ویسته، د هر چا له زړه غږېده، د هر چا د ذوق او شوق سندریز شور شو:
ای عشقه نامراده، تا څه په بلا سر کړم!؟
الم زیست و روزګار کا، زه تل خون ځیګر خورم
د ایوب دغه سندریز شور له ننګرهاره راپورته شو، سپرغیو یې ټوله سیمه ونیوه، دده جادوګر ستوني کلونه، کلونه سندریزه مبارزه وکړه، خلک یې ژوند او کار ته راوبلل، پخوا به خلکو ویل:
بلبل ته چا رانجه ورکړي؟ ستونی یې ناست دی.د ده د ژوند خوږې ترخې پخپله یوه تراژیدي او له ویره ډکه کیسه ده.

په دې ستړي، ویرځپلي او غمځپلي ولس ددغه سندریز شور لور چا نه لاره، زمانې ورو، ورو په خپل بُخل ددغه سندریز شور ستونی تت کړ، دده د ژوند پاڼه یې مړاوې کړه، ایوب بیا هم د خلکو په زړونو کې ځای لاره، په تېرو سندرو یې دده مینه ماتوله، د نواب د خولې خبره ده:
– چې ایوب وټوخېږي، دده ټوخی هم په سُر کې دی..او چې خیال محمد چا وپوښت، نو هغه وویل:
– ایوب یوه سندریزه او بېله دنیا ده، د خوند او رنګ دنیا ده.
څوک نه وو چې ایوب یې نه ستایه، څوک نه و چې د ایوب غږ یې نه خوښاوه!؟ څوک نه وو چې د ایوب سندریز شور ته نه کښېنناستل!؟ زمانه بخیله ده او د بخیلې زمانې لور په دې ژبه نه شته.

ایوب چا ونه روزه، چا یې پالنه و نه کړه، چا ونه نمانځه او نه دده په سندریز شور څوک پوه شول، یوه نالوستې او نالیکلې کیسه پاتې شوه، داسې کیسه چې د ناول تومنه لري. ځینې وخت کې به یې دا مسره ډېره ویله:

《افسوس مې دادی چې خپل شعر په نا انسان خرڅوم》
دا سندریز شور نهیلی نه شو او نه یې خپل سندریز شور د نهیلۍ په ډنډ کې ولمباوه، بلکې ژوند یې وکړ، ژوند یې د هیلو او ارمان په دنیا کې ونغاړه، د ایوب د ژوند پاڼه ورو، ورو ژېړېده، خو بیا هم د خلکو له زړونو او سترګو نه لېرې کېده، نن دغه سندریز شور د زمانې سیلۍ او بخیلې دنیا له موږ نه واخیست، نن دغه سندریز غر راپرېوت، دغه سندریز غر ټوټه، ټوټه شو، خو شور به یې لا هم د پښتنو په رګونو او سپېرو کوڅو کې ګرځي.

ایوب به د خلکو په زړونو کې ژوندی وي، ایوب د خلکو د زړونو سندرغاړی و، دده د غږ او هنر سره خلکو د زړه له اخلاصه مینه لرله، دا ګرانه ده چې موږ بیا ایوب پیدا کړو، دا ګرانه ده چې بیا دا غږ د ننګرهار کلي، هوجرې او دېرې ونڅوي.

له کله نه چې دا غږ مړاوی شوی، له کله نه چې ددغه غږ نمانځنه د خلکو له پامه لوېدلې، په دېرو او هوجرو د غم سیوری خپور شوی، د ژوند څپه مړاوې شوې، ژوند بېخونده شوی، پیکه شوی، د ژوند پیمانه تشه شوې، ویر، غم او سوز د سیوري په څېر ګرځي.

نه د ننګرهار له هوجرو او دېرو د ټنګ ټکور غږ راوځي، نه د ژوند سندرې وایي او نه د ژوند خواږه لري.

ایا بیا به ایوب پیدا شي!؟ بیا به دغه سندریز شور ژوندی شي!؟ بیا به راته د ژوند سندرې ووایي!؟ ډېره لېرې ده، خو چې دا سیمه او ژبه ژوندۍ وي، د ایوب نوم به ژوندی وي او د ایوب د سندریز شور په برکت به دا ژبه او قوم د یوه ژوندي قوم په توګه یادېږي، د ژوند د دغې سندرې شور به ستړو او تږو ته دمه وي.

روح دې یې ښاد وي ..

1 COMMENT

  1. ازمون صاحب! په قلم دی برکت شه! ایوب دپښتو ژبی الماس و! تر ایوب ډیری می د هیچا سندری نه دی اوریدلی او اوس هم د هغه میداین سندری اورم! ایوب می له وړکتوبه دومره خوښیده چې هر وخت می اورید.
    د ۱۳۵۷ کال کې می یوه ورځ د یوه ریس ډاکتر په مخ کې د دایوب سندری اوریدی، له ما یې و پوښتل چې دا څوک دی. ما ورته وویل چی ایوب استاد ته روانی مشکلات پیښ شوې(ایوب استاد ایوب افغان او ایوب دیوانه په نامه مشهور و). نوموړي ډاکتر راته وویل چې که داسی وی نو زه یې شوروی اتحاد ته د تداوی دپاره ولیږم، هغه همداسی وکړل او ایوب استاد یې د درې میاشتو دپاره اذربیایجان ته ولیږه! نور می په یاد نه دی.
    ما په خپل عمر کې دوه عجایب لیدلی چې یو یې د ایوب استاد سره تړلی:
    یو وخت کی می د ټونس موتر درلود، د دی د پاره چې سهار ته په اسانی چالان شي او یخ یې ونه وهی نو د شپی خوب نه مخکې(۱۱-۱۲-۱ بجی) به می یو څه وخت دپاره چالان پریښود او د ایوب استاد کست به ټایپ ته ورواچوله! کله به چی د ایوب استاد ساز ګرم شو نو موتر به په خوځیدو شو، د سر ویښتان به می ودریدل .د موټر داخل او باندی او لاندی به می په رڼا سره و کتل خو هیڅ می و نه لیدل، په موټر کی به می د یوه ماشوم یا پیشو احساس هم کاوه خو هیڅ می و نه لیدل! هغه سوز،درد،مستی، او خوند چی د ایوب استاد له موسیقی یې اخلم د بل هیح هنرمند یې نه اخلم.
    خدای دی و بخښي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب