دوشنبه, مې 6, 2024
Homeټولنیزتاریخاعليحضرت عبدالرحن خان او د هغه اندونه (۲) ر. باوري

اعليحضرت عبدالرحن خان او د هغه اندونه (۲) ر. باوري

دوهمه برخه :

د بهرنيو هيوادونو سره د اړيکو تعادل او موازينه:

وړې ټولني او پاشلي اولسونه ، ځواکمنو ګاونډيو هيوادونو ته د لاندي کولواو ناروا ګټي اخستني لپاره ښه مارکيټ او بازارونه دي. هر زورور ګاونډي د خپلو وړو او کمزورو ګاونډيو ټولنو او پاشلو ولسونو څخه د خپلو ګټو لپاره کار اخستی او هغه يې يا د ځان کړي او يا يې د ځان په ګټه کارولي دي.

اعليحضرت عبدالرحمن خان د خپل هيواد په شمالي سرحدي کرښو کي د روسيې زبرځواک درلود چي د ختيځ پر لوريې د خپلي امپراتورۍ ريښې په زياته بيړه زغلولې او په سهلي خوا کي يې د انګليسانو داسي لويه امپراتوري پرته وه چي په نږدې لنډ وخت کي يې د افغانستان د لاندي کولو يوه هڅه د افغانانو د پرله پسې او زړور پاڅونو په نتيجه کي ناکامه سوې وه، خو د بلي نوي هڅي او تلاښ لپاره يې د هيڅ ډول تدبيره مخ نه اړاوه، په داسي کړکيچين حالت کي د دو نړيوالو ستر وقوتونو تر منځ د يوې وړي سيمي خپلواکه ساتل د يوه مناسب او وړ تدبير د خپلولواو پلي کولو اړتيا درلوده، د همداسې يوه تدبير په نتيجه کي د اوسني افغانستان سرحدي کرښي د دې دواړو زبرځواکونو تر منځ د داسي حايلي سيمي په څير پاته سول او خپل ژوند ته يې دام ورکړ چي نه روس لاندي کړل او نه انګليس تر خپلي قبضې لاندي وساتل ، په دي اړه عبدالرحمن خان ليکي:

((بهرني هيوادونه هم زما د تشويش او نا ارامۍ ډيره مهمه برخه ده ، که ده يوه هيواد سره تر بل هيواد لږ څه پلوي څرګنده کړم ، هغه بل مرور کيږي ، چي د هيواد دپاشلواوزيات ويشلو سبب ګرځي.)) ( تاج التواريخ: ص: ١٩٥)

نولسمي پيړۍ په ورستيو لسيزو کي د نړۍ د هيوادونو حالات نظامي برتريو او د نړۍ د ويش لپاره پوځي مانورو او فعاليتونو رانغښتۍ وو ، چي د وخت دځواکمنو هيوادونو يوه ستره مميزه وه، يو شمير اروپايې هيوادونو د نړۍ د نورو ورسته پاته هيوادونو د لاندي کولو لپاره پر له پسې ګامونه اخستل او د خپلي امپراتورۍ د پراختيا لپاره يې د هرې بهانې او وسيلې څخه ګټه پورته کول او د خپلو هيلو د تر سره کولو لپاره يې د مخامخ جګړه ايزو فعاليتونو بيا تر ډول ډول سياسي چالبازيو او قومي تربګنيو درا پارولو تر بريده، هره وسيله کارول. په دي اړه اعليحضرت عبدالرحمن خان خپل اند داسي بيان کړيدۍ:

((پوهيږم چي د اوسنيو سترو هيوادونو کړه وړه دادي چي وړوکي سيمي د خپلو هيوادونو ملکيت وګرځوي، او دوړو سيمو او هيوادونو خپل کول د بيلا بيلو لارو چارو په وسيله تر سره کوي، د بيلګي په توګه؛ د هغوۍ لومړۍ تدبير دا دی چي کمزوري هيوادونه سره په دننه کي ويشي او بيايې د لاندي کولو لپاره زياتي ستونزي نه ويني ؛ د وړو هيوادونو د لاندي کولو د ويمه طريقه داده چي ستر هيوادونه پخپل منځ کي د پيښو د را منځ ته کولو او اړ پيچ د را پيدا کولو په برخه کي هڅوني کوي او پټ تړونونه کوي، وايې چي که هغه هيواد ته لاندي کړي او هغه بل زه خپل کړم نو بيا به موږ خپل په منځ کي يو او بل ته ستونزه نه پيدا کوو چي سياست پوهان دې ډول اړيکو ته پوليتيک وايې؛ او دريمه لار هم سترو هيوادونو د خپلو ګټو د تامين لپاره پيدا کړيده، هغه وخت چي ستر هيوادونه يو دبل ګاونډيتوب ته رسيږي او د خطر احتمال وي نو بيا دا ستر هيوادونه په خپل منځ کي د يو شمير وړو سيمو او هيوادونوپر خپلواکۍ موافقه کوي، او دا ښکاره کوي چي پر هغه سيمي او يا هغه هيواد باندي به د واکمنۍ خيال له سره ليري کوو؛ دې ډول وړو سيمو ته بيا يو ځواکمن هيواد په يوه يا بل ډول ځان نږدې کوي او ورته د دوستۍ کولو وړانديزونه کوي، او دا وړانديزونه د ډيرو ښو وعدوسره ملګري وي، لکه دا چي زما اوستا ملګرتوب به دا ګټه هم لري چي د نورو هيوادونو څخه به دي د خطر په وخت کي مرسته کوم او هغوۍ به ستا واکمنۍ ته ګواښ نه سي کيدای، او په دې ډول نوري وعدې، هغه وړوکې سيمه او يا هيواد خيال کوي چي دا زما د واکمنۍ په رسميت پيژندل دي، خو لا څه موده نه وې تيره چي يوه يا بله بهانه ورته پيداکړي او يا يې د بيطرفۍ په نه کولو او يا وعدي په ماتولو متهم کړي او کله ناکله د هغه هيواد اوسيدونکي را وپاروي چي پر تاسو ظلم او تعدې کيږي او په دې ډول يوه دوې نوري خبري ورزياتي کړي، او بيا هغه خپلواکه سيمه يا هيواد تر خپلي واکمنۍ لاندي راولي؛ که چيري ګاونډۍ هيواد ووايې چي دا خپلواک هيواد بايد تخليه او خپلواک پريښودل سي، په جواب کي يې وايې چي د نوموړي هيواد واکمن زما سره تړون کړۍ او خپله سيمه يې زما په ځواک پوري تړلې ده او س دا زما د واکمنۍ سيمه ده تاسي حق نه لري چي زما د واکمنۍ پر سيمو بريد يا حمله وکړی.)) ( تاج التواريخ : ص : ١٠٤ _ ١٠٥ )

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب