چهارشنبه, اکتوبر 23, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهقزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه

قزاقستان په ټاپي پروژه کې ګډون ته لېوالتیا ښکاره کړه

تاند (چهارشنبه، د عقرب ۲ مه) قزاقستان د ترکمنستان-افغانستان-پاکستان-هند د ګازو د نللیکې (ټاپي) په جوړولو کې ګډون ته لېوالتیا څرګنده کړې ده.

اذرنیوز خبري اژانس تېره شپه (سې شنبه، د اکتوبر ۲۲ م) راپور وکړ چې د قزاقستان د صدراعظم په قول وویل چې له ترکمنستان سره مذاکرات روان دي څو د دې پروژې په برخه کې د قزاقستان ممکنه ونډه وڅېړل شي.

د TAPI ګاز نللیکه ټولټال ۱،۸۱۴ کیلومتره اوږده ده او د څلورو هېوادونو له خاورې تېرېږي: ترکمنستان – ۲۱۴ کیلومتره، افغانستان – ۷۷۴ کیلومتره، پاکستان – ۸۲۶ کیلومتره، چې بیا د هند تر پولو پورې رسېږي.

د ګاز نللیکې د ترکمنستان برخې د جوړولو چارې چې په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې وې، بشپړې شوې دي. په افغانستان کې یې کار د ۲۰۱۸ کال د فبرورۍ په ۲۳مه پیل شو. د دې نللیکې وړتیا به هر کال ۳۳ میلیارد مکعب متره طبیعي ګاز وي. د پروژې لومړنی لګښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل شوی دی.

سره له دې چې د ترکمنستان او طالبانو چارواکو د سپټمبر په یوولسمه (د سنبلې ۲۰ مه) د افغانستان په خاوره کې د دې پروژې د پیل مراسم جوړ کړل خو تراوسه پورې څرګنده نه ده چې د دې پروژې لګښت به له کومه برابریږي.

د افغانستان او ترکمنستان د ګډو پروژو د پرانستنې مراسم د ترکمنستان د ماري په سلیم چشمه سیمه کې جوړ شول.

د طالبانو د حکومت د کانونو او پیترولیم سرپرست وزیر هدایت الله بدري د اکتوبر په ۷ مه/د سنبلې ۱۶ مه د ټاپي له اجرايي ريیس مراد امانوف سره وکتل او له هغه سره یې د دې پروژې د عملي کار د چټکولو په اړه خبرې وکړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب