جبران خليل جبران وايي:
«هغه وويل: ما ومنله. هغه ټينګار وکړ، زه شکمن شوم. هغه قسم واخيست، زه باوري شوم، چي دروغ وايي.»
زموږ په ټولنه کي همدا کيسه ده، چي خبره خامخا تر ټينګار او قسمه رسېږي. چېرته چي باور جوړ وي او اعتماد قايم وي، هلته د ټينګار او قسم اخيستلو ضرورت نشته.
زموږ غم دا دی، چي په ټولنه کي پر يو و بل باور نشته، فضا او ځمکه بې باورۍ نيولې ده.
د دروغو تصور او ګومان دومره عام دی، چي خلک پر رښتيا خبرو هم يو و بل ته قسمونه اخلي او ځانونه د يو و بل په قانع کولو ستړي کړي. پر هغو خبرو هم قسمونه اخلو، چي بغير له قسمه هم منل کېږي؛ مګر موږ ئې نه پرېږدو.
څومره چي د باور فضا کمه وي، هغومره ژوند ګران وي؛ ځکه ډېر وخت به ډېر څه رښتيا وي؛ مګر هر چا ته دروغ – دروغ معلومېږي.
حقيقت، تمثيل ښکاري او رښتينې کيسه به جعلي ګڼل کېږي.
ابرار غر وايي:
رنګ دروغ، خوشبو دروغ، رڼا دروغ
ښــــکاري راته هر څه نن سبا دروغ
دا اصل بايد ومنو:
«څوک چي باور درباندي کوي، دروغ مه ورته واياست او څوک چي دروغ درته وايي، باور مه باندي کوئ!»
ځيني هسي هم پر تا د خپلي خبري د منلو لپاره له هر چل، فرېبه او دوکې کار اخلي او کاذب ډاډ درکوي.
ځيني پر دروغو دومره عادت شوي دي چي له رښتيا خبرو سره هم دروغ وايي او خوند ئې وربرابروي.
هغوی چي په دروغو ئې ژوند روان کړی وي او په دې طريقه ادا او پيدا کوي؛ هغو ته ډېره غټه سزا ورکول کېږي. دا چي دوی پرې پوهېږي که نه، بېله خبره ده، خو دا ئې سزا ده، چي خلک ئې پر رښتيا خبرو هم باور نه کوي او قسم ئې هم نه مني.
ځينو انسانانو ته هسي هم يوه ژبه، يو مخ او يوه خبره خوند نه ورکوي، چي څومره ئې وس رسېږي؛ هغومره ژبي، مخونه او خبري جوړوي او په لارو کي لاري باسي.
که په خلکو کي صداقت، رښتينولي او اخلاص وي، دې ته هيڅ اړتيا نه پېښېږي، چي د يوې خبري د ثبوت او پر چا د منلو لپاره سل نوري خبري هم کوو او دوه سوه لوړي وکړو.
مشکل دا دی، چي په ټولنه کي باور سر خوړلی دی، اعتماد ورک شوی دی، صداقت کډه کړې ده، رښتينولي پيدا کېږي نه او اخلاص له منځه تللی دی.
د دروغو له وېري دلته د قسم لپاره قسم اخيستل کېږي او د وعدې لپاره وعدې کېږي!!!
دلته پر هره خبره او وعده بې باوري دې حد ته رسېدلې ده او خلک دومره ډارېږي، چي پر هينداره هم باور نه کوي.
مجيد قرار:
د يـار پر زړه بـانـدي غـبـاره سړی څه ووايي
چي دروغجنه شي هينداره سړی څه ووايي
په هينداره کي هم شل ځله ګوري، چي هسي نه په دويم، درېيم… ځل مي بل رنګه وښيي.
دا ستونزه انسانانو پخپل منځ کي پخپله جوړه کړې ده او پخپله ئې ختمولای شي.
که له هري ورځي او له هري شېبې ئې راپيل کړو، دروغ له منځه ايستل کېږي. باور به حاکم شي، صداقت به راشي، رښتينولي به عامه شي، اخلاص به عادت شي، بې باوري به اتومات له منځه لاړه شي؛ خو که د چا په تياره کي ګټه وي، هغه خامخا له رڼا وېرېږي.