جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبلنډه کیسهد یوه ګدا یادداښتونه (لنډه کیسه) حیات ژوند

د یوه ګدا یادداښتونه (لنډه کیسه) حیات ژوند

په ټوله لار نګوښېدم، په ډېرې خوارۍ مې یو څو پیسې سر په سر کړې وې. ډاکټر ته تللی وم.

یوه موټر ته مې لاس ورکړ، ويې دراوه، موټروان سر تر پښو راته وکتل، ما لاس اوږود نيولی و، ورغوى مې خلاص و، ورو يې حركت وكړ او د موټر ټایرونه تاو شول.

روغتون ته نیم ساعت مزل مې په پښو وکړ. موټروان پورته نه کړم، زړه ته مې ولوېده، چې زما له لیدلو يې پوره خوند اخیستی. له ځان سره وبوګنېدم: «زه لكه چې د دې نړۍ پر سر د نندارې لوبېدونکی لوبغاړی یم كه څنگه؟» همدې تصوراتو په مخه كړم، ولې او د څه لپاره د ځمكې پر مخ راشين شوم؟ څه گټه مې وكړه او چا ته مې څه ورسول؟ ښه شېبه همدې تصوراتو په غېږ كې اخيستى وم، لكه خځلې او چې بوړبوکۍ يې له ځان سره چورلوي.

خو اوس دا دى د مرګ پر بستر پروت یم. ښايي ډېر ژوند ونه شم کړای. ډاکټر راته وویل، چې د هډوکو سرطان مې دی. زه بې له دې چې کوم غبرګون وښييم، وپوهېدم، چې د ژوندانه لمن مې ټوله شوې ده. پيسې مې بېرته له ځان سره امانتې راوړې، ان یوه ګولۍ مې هم وانخیستله، ځکه پوهېدم چې تر دې وروسته به خیرات مارۍ ته ونه شم وتلی او څه فايده چې گولۍ وخورم، گولۍ زما درد نه شي دوا كولی. 

د راستنېدا نیم ساعت لاره مې په شلو منټو کې په ګوډه پښه کچ کړه. ښايي په دې دلیل چې یا زه خپل مرګ ته په بیړه وم یا مې له مرګه ترهه درلودله او د ژغورنې لار مې لټوله. خو نه! دواړه خبرې سمې برېښي، موږ چې هره شېبه ساه اخلو، د مرگ لاره لنډوو.

اوس دا دى پخپله نیم پټې خونې کې له خپلو تصوراتو سره اوږد او یوازې غځېدلی یم. ځمکه بوغمې بوغمې راوتلې او نمجنه ده. احساس کوم، چې د بدن دننه هر هډوکی او بند بند مې ماتېږي او تړکا يې زه په خپلو غوږونو اورم. داسې وچ شوی یم لکه د شنډې او وچې ونې ښاخ، لکه د ګرمۍ په موسم کې وچه شوې څرۍ. مرګ مې نژدې دی، په اړخ نه شم اوښتلی، د هر هډوکي بند مې مات مات کېږي او انګېرم چې هېر شوی او بې ارزښته وم او یم. 

هېڅوک مې خوا ته نه رادرومي. زه مې له خپلو هډوکو سره غږېږم او په همدې سره په لنډه پاتې موده کې ځان له یوازیتوبه ژغورم. له يوې خوا يوازې او له بلې خوا له خپل روح او روان سره يا له خپلو هډوكو سره مخامخ يم.

ښه مې په یاد دي، چې یو مازدیګر په ساړه موسم کې له یوه بل خیرات مار (خيراتخور) سره چا مرسته نه وه کړې، ما خپلې پيسې ورسره نیمې کړې، ټیک ۱۲۷ افغانۍ مې ورکړې، اکثره يې پنځه ګونان وو؛ خو درې پنځه ګونان مې چې تر ټولو ارزښتمن وو راته، له ځان سره وساتل. ما دا درې پنځه ګونان له ډېره درده په غاښونو ټینګ کړي او په نښه کړي وو.

په هماغه ماښام بې سېکه تر کوره راغلم، غلی وغځېدم، ډډې مې وخوږېدې، درۍ (سطرنجي) سولېدلې وه او لاندې ځمکه سړه او بوغمې بوغمې وه. شپه پخه شوه او له رالوېدلي چت نه مې د ستوریو ننداره وکړه، ساړه مې وشول، هماغه درۍ مې پر سر راکش کړه، پښې مې ترې ووتلې. له سورۍ سورۍ درۍ مې د ستورو ننداره کوله. له ځان سره مې وویل: «زه هېری شوی بنیادم نه یم؟ چې يم خو!»

هېڅ مې وانه ورېدل. بیا مې اسمان ته وکتل، ستوريو د یخنۍ له وجې سترګکونه وهل، خو چا ته؟ بیا مې له ځان سره وویل: «خو یو وخت یې په یاد هم وم، خو بېخي لنډه موده. ښايي اوس به یې هم په یاد یم؛ خو څنګه؟ ظاهراً هېر شوی یم.»

خو بیا هم ځواب رانغی. اخر چا ته غږېدم، زه یکړ او یوازې وم، ټیک لکه د هغه په شان؛ خو هغه به زما په شان هېڅکله د یوازیتوب احساس ونه کړي. له هغه سره لویه هستي ده، لوی او لایتناهي کایینات. که هر څه ترې مخ هم واړوي، دوزخ يې تل په ورغوي کې دي؛ خو زه – یا درته ووایم موږ ګدایان – د نهه طبقه يي دوزخ په پيلامه کې نه یو؟ چې يو!*

پر خبرو مې پښېمان شوم او له خولې مې ووتل: «خدایداده! خوله دې وتړه! ان ستا نوم هم د هغه د داد او ورکړې نمونه ده. ته دومره هم هېر شوی نه یې! لږ تر لږه په دغه اووه میلیوني ښار کې د شلو درېشو کسانو په یاد يې.»

سر مې وڅانډه او په یاد مې شول، چې کله به چې یو چا لسګون، شلګون یا ان یوګون، دوه ګون زما ورغوي ته راوچاوه، څه خوندور احساس به مې لاره. زه به پر هماغه شېبه له پيسو ډېر په دې نړۍ کې خپل شتوالي یا موجودیت ته خوښ وم. خو داسې احساس خال خال پېښېده. زما تر مخې د سړک پر سر به ګڼو خلکو زما ننداره کوله. له ځان سره مې غلي وویل، چې ښايي موږ (خیرات مار) د نندارې لوبغاړي واوسو او کومې پيسې چې موږ ته هره ورځ د یوه بل چا په لاس راکول کېږي، دا هغه نندارچیان دي، چې هم زموږ له لوبېدنې او هم بې له دې چې وخت يې ضایع شي، زموږ ننداره کوي او موږ ته خپل مزد راکوي. بیا به مې دوی ته د احترام په سترګه کتل او ویل به مې چې دا خلک غريب دوسته خلک دي.

ما ته دنيا او گردچاپېر ماحول يو نندارتون ښكاره شو؛ خو دا ځل پكې كوم اداكار او ممثل نه؛ بلكې خپل ځان مې ممثل وګاڼه او د دنيا خلك راته سیلانیان وبرېښېدل. گورم چې لاسونه پړكوي، ژر مې دا تصورات هم رابدل كړل، بيرته ځان ته راستون شوم. 

زه او زه ټولې پيسې په ټيټو سترګو اخلم، ښايي دغې یوې مشهورې خبرې راباندې تاثیر کړی وي، چې «بر لاس تر ټيټ هغه ښه دی.» زه ان د خلکو لاسونه چې پيسې زما ورغوي ته راغورځوي، پېژنم. ډېری يې د پاخه عمر والا دي، ښايي دوی هم خپل ورتګ ته ځان چمتو کوي او ښايي له دې وېرې چې زموږ په شان د نندارې لوبغاړو ته يې خپل مزد نه وي ورکړی، ترې پوښتنه وشي.

ما خپل ورغوی تل پرانیستی وي، یو لاس چې د شهادت پر ګوته يې برابره زخه ختلې، هره ورځ د سهار له اته نیمو تر نهو پورې یو ځل خامخا زما ورغوي ته پيسې راغورځوي. یو بل کس هم شته، چې زه يې تل لاسونه ننداره کوم، تر نوکانو لاندې يې غوړ خیري ټول وي.

یو ورځ مې پام شو، چې د ټولو ورغویو پر خلاف سپن نازک مړوند او لاس خپل ورغوی پرانیزي او ما ته زما په چاودي ورغوي کې پیسې راغورځوي. په دغه وخت کې مې د خپل موجودیت له خوښۍ سره سره د یوازیتوب احساس هم وکړ. بله ورځ مې سهار وختي ځان د خیرات مارۍ ټاکلي ځای ته ورساوه. په هماغه شپه مې ټوله شپه د نازنین ورغوي والا چې ما يې مخ ته نه و ورکتلي، د څېرې خیالي انځورونه په ذهن کې رسمول. په خوب کې مې پنځه ځلې چې اوس مې یاد نه دي، چې څېره يې له رښتینې هغې سره څومره ورته والی لاره، ولیدله. سهار چې ويښ شوم، خوبونه زما پر رګ رګ راننوتلي وو او زما ټول حواس يې په ځان کې نغاړلي و. درۍ مې له سره کش کړه او ومې ویل: «خدایداده! ته یو خیرات مار يې! ته له اصل و نسبه خیرات مار وې او یې به. هېر دې شول، څومره وډبول شوې! یوازې په دې خاطر چې پېغلې ګاونډۍ ته «سلام» کړی و.» بیا نېغ راپورته شوم، کېناستم، کوناټي ته مې بوغمه ځمکه برابره شوه او کيڼ اړخ ته وکښېدم. ورپسې زما له دننه څخه بې اختیاره غږ راووت او لوړ غږ مې په خونه کې تاو راتاو شو: «ته خیرات مار وې او يې به! ټولې غوښتنې او هیلې دې وځپه، که يې ونه ځپې؛ نو د دوزخ له پیلامې به نېغ هلته چې دخدای ستر دښمن د شیطان په خوله کې ترپکې وهي، واچول شې.»* 

خو ما له دې اوږده نصیحت سره سره خپل ځای ته ځان رسولی و. نازکې ګوتې، سپین مړوند. نازکو بنګړيو په مړوند کې کړۍ تاو کړې وه. بیا زما ورغوي ته شرنګ شو، دوه پنځه ګونان يې راوغورځول. سل زړونه مې یو کړل، چې پاس وګورم، خو سر مې راباندې درون و، لکه یوه لویه ډبره چې پرې ايښي وي. هماغه ډبره چې د غره سر ته خېژول کېږي او بېرته رارغړي او بیا خېژول کېږي او بیا رارغړي.* ښايي ما ته هم پورته کتل یو پوچ او بې مانا کار ښکارېده. ورغوی مې له سترګو ورک شو، بې ارادې مې سترګې واوښتې؛ خو په ځنډ. 

د خلکو په ګڼه ګوڼه کې پناه شوې وه. پر څو نورو نجونو مې چې یوې نیمې به یې شا ته راکتل، شک وشو. خو څان ته مې پام شو او په ګوڼېدلي غږ مې وویل، څومره بې ارزښته يم، ژوند عبث لوبه ده. له دې تمثیله ستړی یم، له دې ماحول نه پردى. همدې تصوراتو په مخ کړی وم.

پر هماغه ورځ مې تر ماښام د خلکو ورغویو ته کتل؛ خو د هغې ورغوی مې تر سترګو نه شو. ماښام مې خپلې نیم پټې خونې ته ځان ورساوه او له ځان سره تر ژبې لاندې وګوڼېدم:

ــ ته د دا ډول احساساتو حق نه لرې! ته یو ګدا يې، زړه دې نه شې بایللی. ستا له مینې سره څه؟ خپله لاره دې وهه.

په سبا درې پنځه ګونان زما پرانیستي لاس ته راولوېدل. ورغوی مې پېژندلی و. لکه د وجود ټول ځواک مې سره یو شوی وي، په پوره ځواک مې سترګې پورته کړې؛ خو خپلې وینا چې دوه شپې مخکې مې په خپلې خونې کې ځان ته کړې وه، رایاده شوه، سترګې مې لا هم ځمکې ته نیولې وې.

په بل سبا مې لار څارله، یو عالم خلک مې تر مخې تېرېدل، ما لومړی د هر لاروي ورغوي ته ورکتل، بیا به مې يې څېرې ته. تر ځنډ وروسته مې ورغوی وپېژنده، څېرې ته مې يې وکتل. معصومیت يې زړه راتراشه. 

درې پنځه ګونان مې پر ورغوي کې راوغورځېدل. ما په دې نړۍ کې د شتون د احساس له خوښۍ سره سم په زړه کې نرۍ څړیکه هم احساس کړه، خو خوندوره څړیکه.

په بل سبا مې بیا ځان خپل ځای ته رسولی و. بیا مې ورکتلي و.

خو بیا مې ونه لیدله، هر ورغوي ته به مې سترګې نېغې نیولې وې، اوس نو زه د خلکو د ورغویو خیرات مار وم. پر څلورم، پنځم او شپږم ماسخوتن مې همدا یوه فکر ذهن تسخیر کړی و: «ان زما سترګې هم د بدمرغۍ سیمبولونه دي.»

پر همدغه شپه مې ځان لږ لږ درد وکاوه؛ خو د درد غم مې نه کاوه، ځان مې لا هم ملامت ګاڼه، چې باید نه وای مې ورکتلي.

سهار مې خپل ټاکلي ځای ته ۴۵ منټه مزل وکړ، پر شهادت ګوته د زخې والا سړی یو ځل بیا پيدا شو، د ښکلي مړوند له ورکېدو سره دی بیا راشین شوی و، اوس نو ما سترګې نه پورته کولې او ان نیمه ورځ مې سترګې پټې هم وې. ښايي د وجود له درده یا ښايي په خیالونو کې د یوه مړوند انځورونه. 

کله به مې چې په ورغوي کې د پيسو شرنګ شو، نو تر څنګ خورجین ته به مې پيسې غلې واچولې، په دغو څو ورځو کې مې دوه ځلې خپل خورجین له کمو یا ډېرو پيسو ډک ورک کړی و؛ خو زه ورپسې نه وم زهیر شوی یا ښايي تر دې ډېر زهیر کېدی نه شوای.

د چپې پښې زنګون مې پاړسوب وکړ، لومړی مې ګومان کاوه، چې ښايي په خیال کې د ډوبېدو پر مهال به مې څوک پر زنګانه راختلی وي؛ خو وروسته وپوهېدم، چې هډوکی پړسېدلی او د هډوکي لویېدا له تګه وغورځولم.

«««««««»»»»»»

په بستر کې پروت یم، لوږې اخیستی یم، درۍ نوره هم سولېدلې ده، سوري يې مخ په زیاتېدو دي او ساړه مې په زړه راننوځي. له لوېدلي چت نه شنه اسمان ته ګورم.

ور وټکېده، ورو ورو ونګوښېدم، درۍ مې له ځان ښویه شوه او په دې هم وپوهېدم، چې درۍ دومره نازکه وه، چې زما وجود يې نه توداوه او ان زما د وجود ذاتي تودخه يې نه ساتله، دا تودوخه سړې هوا رانه زبېښله، کټ مټ لکه زما هډوکو چې زما ارامتیا تروړله.

يو وار بيا په ذهن او تصوراتو کې تېرې او اوږدې ماضي لكه سهارني باد خپلې وزرې خلاصې كړې. ټوله ماضي يې په يوه درنگ كې راته گز و گام كړه، ما پكې بيا هم ځان ونه موند.

زه لكه چې ورك شوى او ويلې شوى وم، پردی او نااشنا موجود. د مينې لېوال خو مينې درك څخه پردی، د ژوند له درك څخه هم. د ژوندانه په تياتر كې د سيلانيانو د لاسونو پړكا، خو ورو ورو او كرار كرار د مینې له ناهيلي احساس سره پناه كېږم، ورغى مې تش پاتې كېږي او زه هم ورپسې وركېږم.

پای

۲۰۱۹/اکتوبر/۱۱

*د دانته الګیري الهي کميډي اثر په درېيو جلدونو کې د «دوزخ، برزخ، جنت» تر نامه لاندې چاپ شوی. په «دوزخ» کتاب کې دوزخ په نهو طبقو وېشل شوی دی.

*دانته الهي کميډی دوزخ کتاب وروستۍ طبقه چې هلته د عیسی یو حواریون یهودا په دې جرم چې عیسی يې رومیانو ته سپارلی و، چې ویې ژوني، دوزخي دی. دا د دانته په «دوزخ» کتاب کې تر ټولو شدید عذاب دی.

*د سیزیف افسانې کرکټر چې خدایانو په یوه پوچ کار محکوم کړ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب