دوشنبه, مې 6, 2024
Homeادبلنډه کیسهپر مرګ محکوم موږکان | حیات ژوند

پر مرګ محکوم موږکان | حیات ژوند

تلک يې په دومره مهارت راته ايښی و، چې ما ګومان هم نه شوای کولی، چې خواړه به په تلک کې وي. پر تلک يې ګردچاپېره واښه اچولي وو، یوازې غوړه ډوډۍ یې پرې چې پر نرۍ پلنه وسپنه ویړه شوې وه، اېښوولې وه. ستمي مې خاته، په تېښته مې ځان ترې خلاص کړ. لکۍ مې راپسې ټوله کړه او له ډېرې وېرې مې د سینې وېښته نېغ راته وښکارېدل.

ما لومړی شاوخوا وڅارله، چې څوک نه وي. تلک ته نژدې ورغلم، خو تر وښو لاندې مې د تلک پټه تنه لږ و زیاته ولیدله. چې څومره ورنژدې کېدم، هماغومره مې د مرګ احساس کاوه. زړه نازړه شوم؛ خو د خپلې لوږې ستونی مې تربت کړ، له تلکه څو ګامه شا ته شوم او په شا ته کېدو مې د یوه بنيادم د پښو ترپی تر غوږو راغی.

زه پر خپل ځای کلک ودرېدم، پښې او لاسونه مې له وېرې ولړزېدل، سترګې مې ژر ژر یوې خوا او بلې خوا ته اړولې او د تېښتې لنډه لاره مې لټوله. بنيادم ورو ورو رانژدې شو، ګام يې راوخیست او له همدې سره مې سوري (خونه) ته تر ټولو نژدې لاره ونیوله. 

په دوو ټوپونو مې ځان خپلې خونې ته ورساوه. کوچنۍ خونه چې یوازې زما اوږده پوزه او نری بدن پکې ځایېده او پام مې شو، چې هلته بهر په پخلنځي کې یوه پیشو هم ناسته وه، ما ته دواړه په کمین کې ولاړ وو؛ خو زه د غوړې تازه ډوډۍ بوی دومره پسې اخیستی وم، چې پیشو ته مې نه و پام شوی. 

د زړه درزا مې تر پخوا درنه و. د سړي ستمی خوت او غرېده. زه له ډېرې وېرې په خپله خونه کې دومره مخکې لاړم، چې نوره مې سا ترتبېده – یو وخت مې دا ځمکه په خپلو تېزو پنجو او نوکانو خرلې وه او سوری مې دومره اوږد جوړ کړی و، چې د بنيادم له هر افت څخه خوندی واوسم – په ورته وخت کې مې د بدن سوړ بوی تر سپږمو راغی. په دغه وخت کې مې د سړي غوسه ناک غږ تر غوږو شو: «بوی يې ټول خوړنځی په سر اخیستی. نسل يې ورک کړئ!»

د دغې خبرې په ځواب کې يو بل غږ هم ورسره بدرګه شو؛ خو ناڅاپه د پیشو «میو، ميو» اواز مې واورېد: «ويې وله! موږکان نه شي خوړلی، خو په ډوډۍ مړېږي نه!» په پخلنځي کې کړپ کړوپ شو او وروسته چوپه چوپتیا شوه. د ارامۍ ساه مې واخیسته. د خونې خولې ته ورو ورو وکښېدم، سر مې له سوړې وباسه او ومې کتل، چې په خوړنځي کې هېڅوک نشته. بېرته راوګرځېدم، یو شېبه نور هم په سوړه کې پاتې شوم، چوپتیا وه، لاسونه مې تر سینې لاندې کېښوول، پښې مې راټولې کړې، لکۍ مې ورو پر ځمکه هواره شوه او سترګې مې ورغلې. ناڅاپي درز مې خوب وتښتاوه. په خوړنځي کې تر درز غږ وروسته چوپه چوپتیا شوه. د خونې یا سوري خولې ته مې ورو ورو ځان وکښاوه، پر سترګو مې ناڅاپي رڼا توره پرده وغوړوله. له وېرې په ډک زړه مې وړاندې ګامونه واخیستل. یوې او بلې خوا ته مې سترګې وغړولې. تلک خلاص شوی و او په تلک کې د بند موږک له مرۍ راوتلې غوټه وینه مې تر سترګو شوه.

زه دوه ګامه شا ته شوم؛ خو د بل موږک په لکۍ مې پښه وربرابره شوه. له موږکه مې بښنه وغوښته، هغه زما پر مخ ژبه تېره کړه او ويې ویل، چې زما ګناه نه وه. زه غلی ولاړ وم، د خپل همنوع د مرګ ننداره مې کوله.

یو ځل بیا يې زما سپږمې بوي کړې: «زموږ نفوس ورو په ورو کمېږي. هره ورځ مو وژني. موږ هسې هم دومره عمر نه کوو. زموږ عمر تر پنځو یا شپږو کالو نه اوړي، خو انسانان بیا تر شپېتو کالو زیات عمر کوي؛ خو لا هم دوی په موږ دا کم عمر نه لورېږي. ان پیشو هم چې زموږ درې برابره عمر لري، زموږ د نسل په ورکولو پسې یې اخیستې ده.» زه غلی ولاړ وم، د ګاونډي موږک د خبرو ځواب مې نه لاره.

بل موږک سر وخوځاوه، برېتونه یې شخ کړل او خوله يې رانژدې کړه: «خبره د عمر نه ده. دوی انانیت پسې اخیستې دی. دوی غواړي پر ځمکه یوازیني موجودات واوسي. دوی ان پر غواوو هم رحم نه کوي او د خپل ژوند د بقا لپاره يې پر مرۍ چاړه ورکاږي.»

په دې خبرې سره مې د کور د خاوند ها خبره رایاده شوه، چې له یو بل کلیوال سره په ښکار پسې تللی و، خو په ښکار شوې سویه سره بد شوي و او وروسته يې له سويې یو شان له کلیوله هم چریزه مرمۍ تېره کړې وه. 

دا خبره يې څومره په چوپ او غلي غږ خپلې مېرمنې ته کړې وه او څومره قسمونه یې ترې غوښتي و، چې چا ته ونه وايي.

زما غوږونه مړاوي شول، د بدن وېښتان مې سپين راته ښکاره شول، ما ناڅاپه ګومان وکړ، چې د انسانانو په څېر زما د بدن وېښتان هم د بوډاتوب له امله سپین شوي او د خپل مرګ نښه راته وښکارېده. موږ لاره بېله کړه، نور موږکان خپلو کورونو ته لاړل او زه خپل کور ته ننوتم. زما ذهن د مرګ وېرې اخیستی و. د مړه موږک راختلې سترګې او غوټه وینه چې له مرۍ يې راوتلې وه. ما د یوه مچ په اړه هم چې د مړه موږک پر وینې ناست و او وینه یې څټله، فکر کاوه. زه د هغه د بقا لپاره هم اندېښمن وم. لږ تر لږه موږ ټول یو له بل سره ښه ژوند کولی شوای. زموږ او د انسانانو خوراک هېڅ نه سره پرتله کېږي. هر یو یې د ورځې یوه کیلو غوښه خوړلی شي، خو موږ ښايي سل ګرامه خواړه هم ونه شو خوړلی. موږ هېڅکله د دوی په شتو کې ځان شریک نه دی ګڼلی او نه مو هم دا شان ادعا کړې ده؛ خو بیا يې هم پر موږ دا لویه او ارته نړۍ سور تنور ګرځولې. 

زه په خپله خونه کې په دومره درانه خوب ویده شوی وم، چې د مړه موږک د جسد له لېږدونې هم نه و خبر. چې سهار‎ شو، په پخلنځي کې کړپی شو. ما له خپلې خونې سر بوڅ وباسه، یوې مېرمنې سهارنۍ تیاروله او لږ شېبه وروسته له خونې ووتله. زه د نورو موږکانو خونې ته ورغلم او د مړه موږک په اړه مې ترې پوښتنه وکړه. دوی هم نه وو خبر. موږ یو یو او جلا جلا له خونې بهر ووتلو. د مړه موږک په لټه شو. د انګړه د کور منځ ډېران کې مو هم ولټاوه؛ خو پيدا مو نه کړ. 

هر یو جلا جلا پخلنځي ته رادننه شو او ټول د مړه موږک له جسده ناخبره و. ما چې د کور په لخکي کې پښه کېښووه، دزر غږ مې واورېد. مخ مې واړوه. د یوه بل موږک سترګې هم په تلک کې ټاغې راختلې وې. زه يې تر څنګ ورغلم، پر لکۍ مې يې ژبه تېره کړه، لا يې وجود ګرم و. ګاونډي موږک راته وویل، چې ده ځان وواژه.

زه چې خونې ته راغلم، اوسنی او پرونی موږک رایاد شو. زموږ له ډلې په وروستي یوه کال کې ۴۵ موږکان وژل شوي دي او زموږ نسل ورو ورو په ختمېدو دی.

په خپل ذهن کې له ځان سره بوخت وم، ما په زړه کې کرل رېبل، چې که وس مې ورسي، د خپلو موږکانو غچ به اخلم؛ خو وروسته مې په ذهن کې راتېره شوه، چې دا کار هسې او بې مانا دی. ما له ځان سره وویل، چې نړۍ د ټولو موجوداتو ګډه ده، دوی کټ مټ داسې لکه موږ چې د ژوند حق لرو، د ژوند کولو حق باید ولري. زه له ځان سره بوخت وم، چې په خونه کې مې ناڅاپه خړ ګرد اوچت شو. سترګې مې ترخې شوې، ساه مې بنده شوه، تریخ ګرد مې تر ستونې راته. سر مې راباندې وګرځېد، ومې پرنجل، له خونې راووتلم، سړه ساه مې واخیسته. د پخلنځي په وره کې مې د یوه بنیادم سیوری ولید او ژر ورک شو. د بل موږک خونې ته ورننوتم، خړ ګرد مې يې په کوټه کې ولیده، لږ تم شوم، په سترګو مې لږ څه رڼا شوه؛ خو سر مې لا هم راباندې ګرځېده. په خونه کې د موږک خوله ویړه پاتې وه. سپین او تېز غاوښونه يې ځلېدل، ستونی ستغ پروت و. د سینې سپين وېښتان يې تار تار معلومېدل. سترګې يې خلاصې پاتې او ما ته يې نېغې نیولې وې.

زه بېرته د ده له خونې راووتلم، شاوخوا مې وکتل، په پخلنځي کې هېڅوک نه و. زه د خپلې خونې پر لور روان شوم. په پخلنځي کې مې ترپی تر غوږو شو. شا ته مې مخ واړاوه، زښت زیات موږکان له خپلو خونو راوتلي وو. احساس مې کړه، چې هر یو يې وروستۍ ساګانې اخلي. زه سوچونو پسې واخیستم، د مرګ وېره مې په زړه راننوته، پر ځان مې زور راوست، چې ژوند پاتی شم او د مرګ پاوډر چې انسانانو زموږ خونه پرې ډکه کړې وه، د مرګ پولې ته مې ونه رسوي. زه څو ګامه په شا شوم، مخ مې موږکانو ته و، په زوره مې چنګاری له خولې ووت. زه په تلک کې نښتی وم، زما دواړه پښې یې نیولې وې. په سترګو مې تیاره راغله؛ خو په ځان مې زور راوست چې باید سترګې مې لوڅې وساتم. څلوېښت منټه ستونی ستغ پورت وم، پښې مې بې حسه وې. تر نیم ساعت وروسته په پخلنځي کې خندا شوه او ناڅاپه د جارو کښي مې تر غوږو شو. یوې مېرمنې ټول موږکان په لګن کې واچول، یو يې چې هر څومره په چارو وواهه، لګن ته يې وربرابر نه شوای کړی. له لکۍ يې ونیو او په لوړ غږ يې وویل: «بد بوی يې لېوني کړي وو، ښه ده چې ترې خلاص شو.» 

لګن مېرمنې له پخلنځي بهر ایسته، چې خاوند يې ورغږ کړ: «هله! لګن راوړه، تلک هم یو نیولی دی.» 

لګن بېرته راوړل شو، زه له تلک سره په لګن کې واچول شوم. ما له مېرمنې مخ واړاوه، د بدن بد بوی يې په عذاب کړم. ښه شېبه وروسته مې ځان هوسا احساس کړ، پښو ته مې وکتل، دواړه د تلک به وسپنې کې نښتې وې، زما وجود بې حسه شوی و، په درد نه پوهېدم، حواس مې هم ورو ورو بایلل. د سترګو پردې مې ورو وور نژدې کېدې. پام مې شو، چې یوه بنیادم په ګاډۍ له پنډ خځلو او نورو مړو موږکانو سره ډېران ته لېږدولم. زه مړ وم، ساه مې وركړې وه؛ خو دا تصور مې په ذهن كې ژوندی و، چې ټول كور په یوه تلک اوښتی.

۱۳۹۷/زمری/۹

کابل، وزیراکبرخان

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب