شعور د ذهن هغه خود اګاه برخه ده چي انسان همیشه باخبره ساتي، دا چي انسان همیشه په لاره سم روان وي او په دیواله نه ورځي دا چي همیشه په لمده یا سره مځکه قدم نه ږدي دا چي همیشه ځیني کارونه سنجیده تر سره کوي دا ټول کارونه د شعور په مرسته تر سره کیږي، کله چي شعور کار پریږدي بیا نو انسان د ښه او بد د تاوان او ګټي تفاوت چندان نه سي کولای، د انسان د فکري جوړ او لوري نخشه د عقل په مرسته په شعور کي نقش کیږي چي ذوق له همدې ځایه سرچینه اخلي، هغه شعور چي د انسان د ورځني ژوند د کنټرول او روان لپاره د انسان له پنځو حواسو سره اړیکه لري، له دا ډول شعور څخه ډیر پیچلی تفاوت لري زموږ د زیاتره بدبختیو د نه ختمیدلو لامل دا ده چي د هري بدبختۍ تر شاه په شعوري ډول خپله انرژي په بشپړه توګه په خورا اخلاص او صداقت مصرفوو ځکه دا زموږ شوق او د خوښي وړ مصروفیت وي.
سالمه مفکوره او جوړ ذهن د سالم او صفا شعور په نتجه کي را منځته کیږي، کله چي په ټولنه کي مثبتي او یا منفي کړني زیاتي سي، ټولنیز شعور متاثره کوي، غلا، منافقت، چوغلګیري، ظلم، تعصب، تبعض، جنګ، جګړې، بدګمانۍ او دې ته ورته نوري ډیري بدبختۍ زموږ او ستاسو د ټولنیز شعور نتجه ده، دغه تېر څړمنی د کابل کندهار په لویه لاره کندهار ته له څوه تنه ځوانانو سره چي ایران ته روان ول، را ملګری وم په شهر صفا کي د سړک غاړي ته په ولاړه لوحه د باقي پاته لاري کیلو متر یو ځوان ووایه چي (( نور نو تر کندهاره (۱۴۳؟) کیلو متره لاره پاتې ده، څنګ ته ناست ملګري یې په ډیر اطمنان سره خبره ور رد کړه چي نه دا درواغ دي، لاره لږ ده اما کیلو میتر یې انجنیرانو د پیسو لپاره اضافه ور اچولی، لکه موږ او تاسو چي په تهران کي څان دو چنده حسابوو.)) د دوی دا نظریه د اندازه شوي کیلو متر په باره کي صحي ځکه نه وه چي دا دو چنده نه سي حسابیدلای، ځکه هر موټر کیلو متر لري او هر څوک یې ډیر واضح معلومولای سي اما د دوي ټولنیز شعور چي د څاوو په میتراج کي یې دو چند حساب او غلا په عادت بدله سوې وه او اطمناني ول چي زموږ د ټولني هر فرد ته داسي کړني عادي دي نو دې برخي ته یې هم له هغې زاویې کتل.
موږ به د خپل فرهنګ د هغو برخو څخه چي زموږ له دین، عقیدې او په عموم کي له تمدن سره په ټکر کي وي هغه وخت خلاص شو چي د عقل په مرسته یې د خپل ټولنیز شعور څخه په شعوري ډول وباسو، دا چي موږ تر اوسه هم د سوټي مسلمانان یادیږو دا په دې معنی چي موږ اکثریتو دین اوس هم د یو این له مخي منلی نه په فکري او شعوري ډول،ځکه خو داسي خوار، زار او د یو امن لرونکې دین تر سایې لاندي په خورا هر اړخیزه بد امنۍ کي ژوند کوو، دا چي د اکاډمیک شعور څخه موضوع فاصله و نه نیسي نو نتجه دا چي د ټولني د خوشبختۍ او اصلح لپاره د ټولنیز شعور سالمه نقاشي په کار ده.
اکاډمیک شعور د ټولنیز شعور یوه ډیره مهمه برخه ده، په کومه ټولنه کي چي اکاډمیک شعور ژوندی او ذوقونه له دې شعور جوړ او دې ته جوړ وي، هلته به د پرمختګ او تمدن سیلۍ خلګ حتمي خوشحاله ساتي، هلته به د موجوده عقیدې تر سیوري لاندي د میني، عزت، خپلواکۍ او مدنیت ژوند ته څېرمه د موجوده ارمانونو په مدارونو کي خورا خیالي زنده ګي روانه وي، خلګ به خوشحاله وي ذوقونه به بسیا وي، ملک به ګل ګلزار او هر څوک به د الله تعالی ډیر بهترین مخلوق سي.
خو زما په فکر زموږ په ټولنه کي زما دا فکر ممکن داسي یو خیالي تصویر وي چي موږ به په دې طمه تر عاجل مطلق مخکي د برزوخ نړۍ ته ولیږي، ځکه چي زموږ د هیواد سرنوشت ټاکونکی اکاډمیک شعور تر اوسه پوري زموږ د ټولنیز شعور تر بشپړه تاثیر لاندي دی.
مخکي له دې چي اکاډمیک شعور د ټولنیزو اصلاحاتو په موخه عملاً کار پیل کړي، لومړی باید خپله اکاډمیک شعور جوړ او چوکاټ یې له هر ډول تېروتنو څخه پاک سي.
دا چي اکاډمیک شعور څنګه جوړیږي په دې برخه کي بحث ته ضرورت سته چي په را روان وخت کي به بحث وکړو.
کندهار – افغانستان
۱۳۹۸/ زمري/ ۱۲
مننه، ماته هم سوال پیدا سوو هغه دادی چی د قندهار او شهری صفا اصلی فاصله څومره ده. ځکه ۱۴۳ کیلومتره هم د منلو نده. والسلام احمد
سلام
پښتانه خصوصاً د کندهار پښتانه که څه هم د ف د توری د تلفظ سره ستونزه نلری خو شونډان ئی کهاله دی او ف په پ وائی
جالبه داده چی د ف درلوونکی کلمات په پ لیکی یا وائی خو هغه لغت چی اصلاً د پ څخه تشکیل سوی دی په ف لیکی ښار صفا ددی ادعا مصداق دی
دا ښار نه بلکه یو نظامی بیس یا اډه وه
لوی احمد شاه بابا یو مدبر عسکر ؤ خپل نظامی مرکز ئی همدا د ښار سِپاه سیمه ټاکلی وه ځکه د عسکری تدبیر پخاطر یو نظامی ستر لښکر باید د سیاسی مرکز څخه جغرافیائی فاصله ولری چی دالبته د هغه وخت د شرائطو غوښتنه همداسی وه
ښار سِپاه د کندهار د شمال ختیځی په پنځه څلویښت کیلو متری کی مؤقعیت لری او د احمد شاهی پوځ ستر مرکز همدلته ؤ
د سِپاه د وجه تسمیه په باب باید وویل سی چی دا اصطلاح( سِپاه ) د نادر افشار د پاچهی په وخت کی یوه مروجه اصطلاح وه چی البته لوی احمد شاه بابا هم د پوځ یا فوج یا اُردو لپاره دا اصطلاح کاروله
تر څلورو پنځو لسیزو مخکی پوری د کندهار په سیمه کی د سپاهی اصطلاح دود وه چی د عسکر په معنی وه
لنډه دا چی د ښار سِپاه نوم د کوم بل سیاسی – فرهنګی دلیل له مخی په ښار صفا بدل سوی دی که نه دا همهغه ښار سِپاه ده