شنبه, اپریل 27, 2024
Homeکلتورسینماد کم عمرې عالیه بټ د بریا کیسه

د کم عمرې عالیه بټ د بریا کیسه

تاند: عاليه بټ، د ((سټوډنټ اف د ايير)) فلم له لارې باليووډ ته له خپل ټول كمال، حسن او وړتيا سره راننوته او ايله د څو ورځو په موده كې د باليووډ د مشهورو اداكارانو په صف كې ودرېده.

د هغې د شهرت څو نور لاملونه دا دي چې پلار يې مهيش بټ د هندي سينما تر ټولو مشهور ډايركټر ګڼل كېږي، خور يې پوجا بټ هم تكړه پروډيوسره او په تېر وخت كې يوه جذابه اداكاره وه. له دې كبله عاليه بټ په يوه بشپړه هنري كورنۍ كې پيدا شوې او رالويه شوې ده چې تر دې وړاندې هم د لوى نوم خاونده كورنۍ وه.

هغه د خپل عمر د نولس كلنۍ په اخر كې فلمي نړۍ ته راغله او تر اوسه ورسره يو شمېر منتقدين په دې مخالف وو چې په سينمايي ډګر كې يې استعداد لوړ خو ډېره كم عمره او دا يې د زده كړو وخت دى.

د هند مشهور ډايركټر كرن جوهر د هغې د وړتياو په اړه وايي: (( د عاليه اداكاري چې زه وګورم، فكر كوم چې دا نجلۍ به ډوډۍ خوراك، څښاك، خوب يا بل كار نه لري بلكې يوازې به د خپلې اداكارۍ په جوړولو تمرين كوي، ځكه په هر كردار كې چې ما مشاهده كړې ده نو دا نجلۍ په كې اصلي كركټر هم ژوره تللې ده، له دې كبله دا نجلۍ تر بوج لاندې پرېښودل نه دي پكار.))

په خپله عاليه بټ بيا وايي، كه هنر ژوند وي نو دا ستړيا يې خوښه ده، هغه زياتوي، کله یې چې هایي وی فلم جوړاوه نو پرله پسې ۱۲ مياشتې یې ارام ونه کړ او تر كومې ورځې يې چې د ((هايي وى)) فلم سخت شوټنګونه د هند په صحراګانو كې له رنديپ هوډا سره روان وو، نو په دې خبره به له ستړيا سره سره هم غيرت ورته ودرېد چې ولې سړي نه ستړي كېږي او نجونې بايد ستړې شي؟: ((دا كار ماته سخت و چې ملګري اداكاران مې كار كوي او زه دمه وغواړم، ما ويل بايد له دوى سره يو ځاى كار وكړم، هلته ماته معلومه شوه چې زه له ډېرو سختو كارونو سره اموخته شوې يم او بايد د هنر لپاره دا هرڅه وكړم.))

عاليه د خپلو كارونو په اړه وايي تېر كال يې د امتياز علي په ډايركټرۍ ((هايي وى)) فلم كې له رنديپ هوډا سره، د ساجد ناډياډ والا په ((۲ سټيستس)) فلم كې له ارجن كپور  او د كرن جوهر په ((همپټي شرما كي دلهن)) فلم كې  يې له ورون دون سره پر له پسې كار وكړ خو ستړې نه شو.

هغه وايي كه اداكاري يې نه واى زده نو بيا به يې د سندرو ډګر ته مخه كوله، خو اوس هم د خپل شوق پوره كولو په خاطر سندره وايي: (( زما ماما، نيكه او خور سندرغاړي دي، ما هم په هايي وى فلم كې يوه سندره ويلې او خلكو هم زياته خوښه كړه، زړه مې دى چې سندرو ته هم مخه كړم.))

څه موده وړاندې له سوناکشي سنها، ورون دهون، مادهوري او سنجی دت سره د عالیه بټ نوی فلم ( کلنک) بازار ته راغی، خلکو په کې د دې اداکاري ډېره وستایله.

 عاليه بټ د ښو خوراكونو شوق لري خو وايي، د ښكلا د زياتولو لپاره اوبه ډېرڅښي او د چاغښت د مخنيوي په خاطر يې اوس د خپلې خوښې ډېر خواړه پرېښي دي.

نوموړې په كور كې كله كله د خپل مور د لاس ډوډۍ ته پاتې كېږي خو اكثره وخت يوازې په برګر ګوزاره كوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب