چونغرته دوهمه ترانه
زما دنیکونو اوپلرونو کوره!
ای درنګینوخاطروچونغره!
ستا هره تړه دتاریخ پاڼه ده
ای دلرغونوعظمتوچونغره!
»»»
په دغه شااو خوا دروکې وایه
ستا شازلمیان اوسربازان څه شول؟
دهغومړولمبوایرې کومې دي
دهمغه اور سمندران څه شول؟
»»»
هغه بېباکه عاشقان چېرې دي
هغه د ژوند ښکلي لیلا څه شوه؟
د ستا د خاورې په قدم قدم کې
دعشق او مینې تمنا څه شوه
»»»
ستا په دارو کې چې شاهان خوځیدل
اوس هلته هېره او مرګوخوره ده
ستا په ښارونو او ماڼیو باندې
شګه او خاوره د قرنو خوره ده
»»»
هلته چې پېغلې به سوما څکله
اوس یا ګیدړې یا لېوان ګرځي
د سرخ کوتل دویرانو دپاسه
اوس یا غوایي اویا اوښان ګرځي
»»»
کلونه زغلي، زمانه تښتي
اوزه ستا څوکو ته حیران ګورم
د پسرلي په انتظار شومه زوړ
لاستا په پرښوکې خزان ګورم
»»»
ستا په کراره او ساړه فضاکې
چونغره زړه مې څو نارې غواړي
د ژمي شپه کې چې سپوږمۍ خواره وي
څو دردونکې نندارې غواړي
زموږ ملا يې نه مني
وی بــه مــلا جــان چــی زه ورځـمـه کـا بـل جان ګټم
زه خـپـل جــومـاتـونه، زیارتونــه، امـــا مــان ګــټم
زه پـــه ســه دکـــان کــی عــا شـقـان او عـارفان ګټم
زه لـــه مــدرســو نه خــواره شــوی طــالــبــان ګـټم
زه لــــه «مــلــحدانو» شریعــت ګــټم ، قــرآن ګـټـم
زما باور به نه راته
وی بـــه مـــلا جــان دغـه دنیـا خـو تــیریــدونـکی ده
ټوله «ما فیها» په دی فانی کی ختمیـدونـــکی ده
دادقـــدرتـــونـــو ډنـــډوره تـــمـــا مـــیـــدونــکــی ده
ورځ دعــــرصـــات او دمـــحشـــر رارســـیـدونکی ده
زه پــه خــپــل جهاد کی تشــه خوښه دسبحـان ګټــم
زما باور به نه راته
وی به مـــلا جــان زه دلالـــونـــو تـــمـــه دار نـــه یـــم
زه یو «مجـاهد« یـم ، زه شـــوقــی داقــتدارنــه یـم
زه مــامــور دشــرعـی یم ، دهیچا صوبه دار نه یم
زه دپــرنــګــیـــانـــو دپــلانــونو ټــیــکـــه دار نــه یم
زه دروس لـــه پــــوځه پــاکــه خــاوره دافغان ګټم
زما باور به نه راته
وی بـــه مـــلا جـــان زه چــــی دادومــــره آذانـونه کم
چـــرګ د ډیـــران نه یـــم ، زه مـخـلوق ته آوازونه کم
زه لـــه روح الله سره په عــرش کـــی پـــروازونه کـم
زه لــه چــا څــه نـه غواړم په خدای باندی نازونه کم
زه لـــه کــــا فـــرانــــو آزادی دمـــســـلـــمـــان ګــټــم
زما باور به نه راته
راشـــه اوس یی ګوره ملا جان چه څه نــخری کوی
خلــک ســره وژنــی دی پــی خاندی مسخری کوی
تښـــتی لــه جـــومـــاتـــه مــقـــتدیانو ته پلمی کوی
ټـول هیـواد یـی چور کړ او لا ناست دی مسآ لی کوی
هــــره نــــاروا ، رواکــــوی خپـــلــــی چړچــــی کـــوی
راشه ملا وګوره
اوس مـــلا حـــاکــــم شــــو ســر غـــنـه دجــلادانو شو
دوســـت دکـــافرانو شـــو، دښــمــن دمومــنــــانوشو
نـــیم دیـــهــــودیانوشو ، نیـــم نور دسعودیــانو شو
زیـــا ت دپاکســــتان شو، یو څه کم دایرانیانو شو
اوس دا خیـــرات خـــور، دډالرونو تـــفـــالـی کوی
راشه ملا وګوره
اوس واعـــظ دشـــهر پیـــش امام دشــیطانــانودی
خـــنډ دصـادقــانـــو ، مـــلا تـــړ دخـــایـــنـــانــو دی
قـــتل دحســــین ته ، تیـــغ بر دار دیزیـــدانـــو دی
دوســت دهــر دښمـــن دی او دښمن دافعانانو دی
ناســـت دی دوطـــن دخــر څـــولوقــبـــالـــی کـوی
راشه ملا وګوره
وایــــی مـــلا جـــان چـــی زه غــازی یمه تورزن یمه
زه واکـــدار دژونـــد او قـــتـــلـــولــو دهـــر تـــن یــمه
تــخـت او تاج می خپل دی ، زه مالک ددی وطن یمه
کــــــوز به تــری نه نشـــم په چوکـــی باندی میـــن یمه
اوس پـــه خـــیټه مـــوړ شـــو، نوی نوی تــوطئ کوی
راشه ملا وګوره
خلـــک ورتـــه وایی ملا ورشــــه جومـــاتونو ته
وتـــــــړه ، وروتـــــړه ټـــوپـــکوته ، بـــمـــونـــو تـــه
ټـــینــګ شه عبادت ته ، ریاضـــت تـــه،آذانـــونوته
دا دنـــیا فـــانی ده، ځـــان تیـــار کـــړه ، جــنتــونوته
ځان رسوه حوروته ، غلــمــانــوتـــه ، جـــامــونـــوتــه
زموږ ملا یی نه منی
خلـــک ورتــه وایی، چی وروری ښه ده، امان ښه دی
ناســـته دمؤمـــن ښه ده، مـــلاتړ دمــــسلمـــان ښه دی
بــــیا تر هــــر پردی نه، دخـــپــل کور کلی افغان ښه ده
دی ګـــردی دنــیا نـــه یــو بڅـــری دایـــــمـــان ښــــه ده
مــــه خــــلا صـــــوه لاره تـــبـــا هی دولـــسونــــوتــــه
زموږ ملا یی نه منی
خلـــک ورته وایی افـــغانـــان پـــه پردو مـــه وژنــه!
دغـــه خـــــوار وګــــړی دایـــران پـــه پیــسو مـه وژنه!
دا خـــواره واره دپاکــــستان په بــــمــو مـــه وژنـــــه!
دغـــه دینـــــداران دبــــی دینـــی په پلــــمـــو مه وژنه!
وګـــوره قـــرآن ته، پـــاکــــالله ته، کـــتـــــابــــونوتــه!
زموږ ملایی نه منی
زه خپله قاضی یم، هم قانون یم، هم سرکــــار یمه
زه درســــولانــو دمــــــیرا ث سلـــسله داریــــمـــــه
زه دجـــنـتـــــونــو دویشــــــلو ټـــــیکه داریـــــمــــه
ولــــــس وایـــــی لږ پام کوه زموږ ماتو سرونو ته
زموږ ملا یی نه منی
زموږ مـــــلا اوس مخــــامخ ددین سو داګری کوی
تللی پــــیښور ته زموږ دخاوری بیــــپاری کــــوی
نــــــوی وابی شـــــــوی دســیاف سره یاری کوی
ووته مـــــیــــدان ته دډالرو جـــــــواری کـــــوی
اوس قــــومندان شوی، بله ورځ به خرکاری کوی
چوپ شه چاته مه وایه
د امين افغانپور په مړينه
مړ شو افغانپور خو آرمانونه یې لا پاتی دي
زما پر سوي زړه باندې داغونه یې لا پاتی دي
موږ وې په یو ګډ سفر به ځو د جانان لوري ته
دی یواځي ووت ، میثاقونه یې لا پاتې دي
ما وې خپل عیبونه به شمیرم د هنداره کې
هَی؛ څه نا اخیستي تصویرونه یې لا پاتې دي
مرک یاغي بیړۍ شوه ، مست ماڼو څپو ته ننووت
زموږ په سره ساحل، د پښو پلونه یې لا پاتې دي
څوک وایي امین تش لاس د ژوند له ښاره کډه شو؟
شخړه یې ژوندۍ ده، مورچلونه یې لا پاتې دي
د سلیمان لایق قصیده چی غنی خان ته یی لیکلې وه
دا زمونږ د سترگو وړاندی «غنی» گوره څه تیریږی
یو باتور ملت غر قیږی، یو مضبوط وطن نړیږی
یــــوه دنـیا د بــرم بــذل، یــــوه دنـــیا د مـــیـړنــیــو
دغـروب په لـوری درومی ، د تاریخ له پاڼو لویږی
پاس دستورو راڼه څاڅکی، راته ښکاری اوښکی اوښکی
د آسـمان په شــنو غومـبرو، لاری لاری را بـهیږی
سر چی ږدمه پـه سـر ویږدی، هـیبتناک غـږونـه اورم
ته وا ځـمکه په منځ دوه شـوه، افغانی وطن ډوبیږی
یا آسمان زمونږ په ویـر کی، ښکته پریـوتـه پـه ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هـواریږی
« ایمل » ریږدی پـه لحد کی، له غـصی دزړه پـه تـبه
چی مغل پـه خـیبـر وخـوت، افریدی لا نـه پـوهــیږی
د شـنلی پـر ځای له دښـتو، تیری تـوری زرغونـیږی
د اوبـو پـر ځای لـه غـرونو، سـری ویـنی را بـهیږی
د باران پـر ځای له وریـځـو، تـندرونه را کـوزیـږی
د رحمـت پـر ځـای لـه هسـکه، غـضبونـه نـازلیـږی
” شمر” ښکته پورته دانگی، سترگی رډی توره کښلی
نـه یی سترگی لـه چا سوځی، نه یی شرم له چا کیږی
«زینب» چیغی کړی چه ربه، ته لا څه ته ورته گوری
د «حسین» په زغمی زړه کی، د یزید خنجر ځلیږی
* * *
څه بی پته شوو جنگونه، څه بی هوډه شوو ننگونه
تـو لعنت په دی شـملو شه، لادی جـگی نه شـرمیږی
دا دچرگ لکۍ ته ورته، شملی واچه وۍ په مځکه
دا دشــرم او مــاتی نـښی، پـښـتـنوتــه نــه ښـایـیـږی
شـمله هـغـلته شمـله وی، چـه پـه نـربانــدی وی لکـه
اوس په هر کډو جگیږی، اوس په هر”اجړ” خوریږی
خدایه دادی څه را وکړه، چی یو نر دی راپری نښود
هـر کـمر تـه چـی تکـیه شـوو، لکه شـگه را شـړیـږی
یو«میرویس» په مونږ کی نشته، چه گرگین لاری ته سم کړی
یو «شیرشاه» راپورتـه نـه شو، چی مغل ته ودر یږی
* * *
پرونی ملا ته گوره، چی ټوک خورو سقاط خورو
اوس چه خصم دافغان شو، پـه سـرو زرو کی ډوبیږی
لـویـه خیـټه غـټه کـونه، نـرۍ پښی بـبـره ږیــره
ویته خوله بی شرمه سترگی، لکه مچ هرڅه کی لویږی
ماټ کـور ماغزه د تیږی، بی فرهـنگه بی ادبـه
چی تبلیغ کوی نـڅـیـږی، چی قران لـولی شـشـنـیږی
په اسلام کی لاری باسی، زموږ دخاوری بر بادۍ ته
دین اخوان ته یو دکان دۍ، چی هر څه په کی خر څیږی
* * *
دا دی څه بلا اخته کړه، زمونږ په دی بد مرغوخلکو
نـه له تـا څخـه ډاریږی، نـه له دوی څخه شـرمیږی
اوس چـه حکم د ملا شـو، دکابل پـه پـاچایـی کـی
هر ساعت په چاور دانگی، هره ورځ په چا ورلویږی
د افـغان په قتل اخلی، ســره پـونډونـه شـنی ډالری
پـښتو پریږده چـی تـری تللی، له ایمان سـره خـرڅـیږی
باندی سپین په منځ کی تور دۍ، نگه اور دی نگه اور دی
په هر تار کی یی د ږیری، شیطان سپور دی او نڅیږی
هر چړی په چړ چوبی کی، پاچایی خوبونه وینی
انـگریزی لـنچر په غـاړه ، پـه لار ځی ته وایی نـڅیږی
چی پرون یی دمولی، رڼی خاوری خوسکو ته
اوس پـه بـره پښتونخواکی، پـه انـسان بـاندی سپـریـږی
زما زړه پـولۍ پـولی دی، زما سا لـمبه لـمبه ده
چی دا تـوره خپـکی بـه؛ له مـونــږ کله پــور تـه کـیـږی
جهاد لوښۍ د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو
دیـن دولـت دواړه بــربـاد شـو، د ده زړه لانــه سـړیـږی
زمونږ کور دشرارت شو، افغانی وطن غارت شو
دا زمونږ د سترگو وړاندی، «غنی » گوره څه تیریږی
مونږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه
توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی
د یـوی میاشـتی تـازه ناوی، دشـهید پـر قبرژاړی
وایی کـوم جهاد ته مړشوی، ځواب ووایه چی ځنډیزی
تا چی سر په چا دو کړۍ، هغه غواړی چی ما لوټ کړی
ماور بـولی هـغه ځای تـه، چی شـیطان ځنی شرمیږی
زه چی ستا له غمه ژاړم، هغه څاری زما سترگی
ســر را پـورتـه کــه شـهـیده، ارمـانـونـه د رږیـږی
افغانی درنی بیبیانی، چی په پت عزت خوندی وی
د جهاد تـر بـیرغ لانـدی، بـربــنـډیـږی لـیـلا مـیـږی
هر عرب خریدار شوۍ، زمونږ د خوندو او خور لڼو
مولانا صاحب یی پلوری، نه شرمیـزی نه ځوریـږی
تر څارویو وړیا شوی، پښتنی په مڼدوی کی
دڅارویو هم څه دود وی، چی په چا باندی خرڅیږی
* * *
ربه دا لا څه تالان دۍ، چی په خپل وطن یی وینم
چـی خـپل سـپی پـه پـردی نـنگه، افغانانوته غـپیـږی
چی له زړه د«کنشکا» نه، شنی لوخړی ځی آسمان ته
چی جمرود دسرو په بلخ کی، د«یما» له سره لویږی
“گرگین” ویوست تیغ د سټی، د افغان ننگی کهول ته
د « میرویس» لیـڅه بـیواکه، تیری توری ته غځیږی
په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یی تیغ نه یی لښکر شته
هـم لښکر هـم یی تـیغونـه، د وطن پـر ضد جنگیږی
خدایه څرنگه بدل شوو، د افغان درانه خویونه
په هر چا چی مو نږ تکیه شو، پر پردیو پلورل کیږی
د وطن په حق کی نه کا، تش د خیر یوه خبره
خو د خپـل مطلب د پاره، د هـر سـپی پښو ته لـویږی
په هر ځای چی باران راشی، زمونږ خره یوسی له مخی
په هرخوړ چی سیلاب وزی، زمونږ وره ته را سمیږی
په هره سیمه چی برشنا شی، تندر پریوزی زمونږ په کلی
په هر رود چی توفان راشی، زمونږ کور ته راسیخیږی
په ډالرو باړه شوی، که غلجی که درانی دی
پـښـتانه او پـښتو دواړه، هسـی ښـکـاری چــی خـتمیـږی
د احمد په گوریی تو کړی، توری ناړی دیڼکیو
دا چی پلار له گریوان نیسی، دا چی وروڼو ته گوا ښیږی
مونږ ته ټول جهان دوزخ دۍ، چی وطن مو په کی نه وی
مـونږ ته هـر وطن سقر دی، چی افغان په کی ځوریږی
مونږ ته هر “شابه” پیغور دۍ، چی دشمن یی راته وایی
مونږ ته هر سلام لعنت دۍ، چی په سپکه په مونږ لویږی
مونږ ته هر گوله مرگۍ دۍ، چی دبل په ست یی ژوو
مـونږ تـه هـر گوت هلایل دی، چی د بل جام نه توییږی
مونږ ته هر مشر دشمن دۍ، چی په مونږ یی رحم نشی
مـونږ تـه هر افغان پردۍ دۍ، چی پردی سره یو کیږی
موږ ته هر ملک تلک دی،چۍ زموږ په سر روپۍ خوری
موږ ته هر ملا بلا دی، چی په خلکو نه رحميږی
* * *
جگی جگی سـاقی راشه، پس لـه عمـره را پخلاشـه
پـه چوپتیا کی مو غوغا شه، چه مجلس را نـه سړیـږی
د ځوانۍ نوبت می تیر شو، کوم چی تیر شو هغه هیر شو
اوس را ونـیـسه دا پـاتی، چــه قـطار رانــه تــیریـــږی
که مطرب او رباب نه وی، که مستی او شباب نه وی
که د مینی عذاب نـه وی، عمـر بـد کړی چی اوږدیـږی
هوشیاری یوه تنهایی ده، تنهایی یوه تباهی ده
پـه ترخـو اوبـو می ډوب کـړه، گڼی زماجاله ډوبـیــږی
په مستۍ کی را چار پیر کړه، یوه کیږدۍ دخورو څڼو
چی شپی ورځی را نه تښتی، چی کاروان را نه بیلیږی
د پسرلی په شکلی یاد ، جام ته تویی کړه سکروټی
چی گـلونـه را تـه ژاړی، چی خـزان راتـه گـواښـیږی
دځوانۍ په باغ می راغله، دزړښت دماښام لړه
پـیالی ډکی کـړه لـه مخی،عمـر تښـتی نـه ودریـــږی
ساقی ستړی يم له ژونده، لږ می خلاص کړه له دی بنده
گــڼی وژنـی مـی دا تـنـده، چی گـړی گـړی زیاتتـیږی
هومره راکړه چی پی ورک کړم، سر له پښو، پښی له سره
چی «غنی»(١) را څخه تښتی،« بینوا»(٢) رانه پټیږی
چی خوری صحرا ته ووځم، لیونۍ د لیونیو
چـی مستی را کی نـڅیـږی، چی جـنـون راته خندـیږی
چی مرغان د خړو دښتو، راته ووهی وزری
چـی زرکان راتـه غـږیـږی، چی هـوسۍ را ته پڼډیـږی
* * *
نه، نه خوشی ټوکه نه ده،« غنی» لږ ورته دمه(٣) شه
دا خوب و ړی را ویښیږی، دا پریوتی را پاڅیـږی
گومان مکړه چی خالی شوه، د ساقی مینا له میو
لا د تاک پـه تـا خانو کی، د انگـور ښیـښـی ډکیـږی
لا رباب سور شوۍ ندۍ، لا تش دوه دوره اوښتۍ
لا ساقـی نـوی راغـلی، لا رنـدان نــوی گـرمیــږی
لا دځمکی تل کی ایشی، تللی وینی دځلمیانو
لا د دی تـودو خـاورو، ســره گـلـونه را غـوړیـږی
لا زموږ په ارادو کی، عشق د مڼډو غلۍ نه دۍ
شپـه که هـر څـه تـوفـانی ده، چــراغـونـه لا بلیـږی
لا وطن خلک را بولی، د میړانو معرکو ته
لا هـغـه ژڼۍ ژوندۍ دی، چی تـر هـوډه قـربانیـږی
لا خوریږی نیمو شپو کی، دتوفان غاوری چیغی
لا دغـرو لـه جـمـدرونـو، سـیـلاوونه ر ا کوزیـږی
لا د وینو واټ پرانیستۍ، لیونتوب دی لیونوته
لا په پښو کی دمسـتانو، ځنځـیرونه سـره شـلیـږی
لا د مځکی تناوونه، لاره باسی زلزلوته
لا پـه بـاد او بـرَښـنـا کی، گـردشــونـه را رستیـږی
لا د رزم گرمی شته ده، زمونږ په مټو کی د ننه
لا زمونږ په پښتون زړه کی، « د ایمل» وینه چلیږی
لا په جنگ د تخت او بخت کی، زمونږ لوبه ختمه نده
لا همت د« شیر شاهی» ته همایون له آسه لویـږی
لا د لوړو وریځو شا ته، عقابان وهی وزری
لا پـه هسکو سر درو کی، افغانی زمری غوریـږی
لا دخپلی خاوری مینه، مونږ ته وایی چه ر ا پا څۍ
لا خوب وړی دپـیړیـو، له خـوبـونو را وښیـږیـږی
لا زمونږ په کلا گانو، پښتنی حیا خوره ده
لا زمونږ پـه دروازو کـی، غـیرتـونه پا لل کـیـږی
* * *
دا به بیا یوه غوغاشی، لکه څاڅکی په څپو کی
یو سرکښه یاغی سین شی، سمندر ته به رسیـږی
دا به بیا سپیدی خوری کړی، د اطلسو پا لنگونه
د بـلورو په بـــید یا بـه، رود د ویـنو را خـوټیـږی
“دا به بیا په لمر لویدو کی، د مرغانو سیل له ورایه
لکه سور بیرغ د فتحی، په سرو وړانگو کی ر پیږی”(٤ )
دا به بیا زمزم ته رسی، د بید یاوو جل وهلی
دا به بیا په جل وهلو، د رحمت باران وریـږی
دا به بیا په مخه دانگی، دا زمونږ جنگی آسونه
دا به الـوزی له کنـدو، دا بـه لوړو ته رسیـږی
دا به اچوی له سویو، سری سکروټی په تکل کی
دا بـه رسی تـر هــدفـه، دا بــه خامخـا بـریـږی
دا به بیا اباسین ایشی، ډوبوی به توری کونی
تـور پنجاب بـه وهل کیږی، له بنسټه به نړیږی
دا به بیا لنډۍ مستیږی، تن به باسی له بستره
پـښتانه به را پاڅیـږی، پښـتونخـوا به آزادیـږی
دا به بیا د« احمد» چیغی،ریږدوی د لاهور مړاندی
دا به بیا په کړاکړ کی د« بیربل» ژامی ماتیږی
دا به بیا« سیدال» راباسی، د مرگ توره په غوجرو
آخوندان به ترینه تښتی، امامان به تری پټیـږی
دا د قم چړیان به پوه شی، چی افغان د کار په ننگ کی
خپل پور نه پریږدی پردی ته، دا تقدیر دۍ نه بیلیږی
چونغرته
ای دکرارو چوپو شپو چونغره!
ستا ددرانده سکوت بلا واخلم؟
ستا دچوپتیا تر سلو ژبو جارشم
ستا دعظمت تپوس له چا واخلم؟
»»»
ته چې پیړۍ،پیړۍ ولاړیې دلته
ډیرې قیصې او خاطرې به لرې
دشپې له ستورو پېرونوسره
رازاونیازاوزمزمې به لرې
»»»
زه ستا دتوروتپوشپوپه زړه کې
دناپیدا دردو سپړل غواړم
دیوه ځوان شپونکي له دروي څخه
دسویوهیلواوریدل غواړم
»»»
کله چې ستړی شم، دښارله چیغو
دسحرستوري ته پیغام لېږم
دده په سپینواوزري څڼوکې
ستا لوړوڅوکو ته سلام لېږم
»»»
دستا په لوړو،لوړوڅوکوکې زه
دعشق اومینې ورک جهان لټوم
ستا په ورېځو او په تالنده کې
دابدي ښایست نشان لټوم
»»»
کله چې زما دژوندډېوه ټپه شي
زماشعرونه به لا تا ستایي
پیړۍ،پیړۍ به زما په مرګ وي تېرې
لازما خاوره به چونغره وایي
د وينو واټ
د ۱۹۹۲م کال دمی دمیاشتی په نیمایی کی له اور اخیستی افغانستان څخه دکوزی پښتون خوا دخیبر سیمی ته ووتم. ور پسی دعبدالولی خان په میړانه دبا چا خان داشنغر په «ولی باغ« کی له ده سره دیره شوم .دماتی او بدمرغیو په توره تاریکه او دسیاست ډډه لری کی می دزړه دتودولو لپاره دشعر نغری تود کړ. ترهر څه دمخه می دلومړی ځل لپاره دخان عبدالغنی خان په ادرس چی هغه وخت داوږدی ناروغۍ په وج دمړینی دانتظار پر بستر پروت ؤ دغه قصیده ولیکله او میاشت وروسته می هغه ته په هما غه بستر کی دده په غوښتنه ولوستله.غنی خپل نږور«نرګس » ته وویل،چی قصیده زما په غږ کی ثبت کړی. کله چی زه دقصیدی دلوستلو پای ته ورسیدم،کتل می چی دخان په مخ داوښکو سیلاب راروان دی.هغه وویل…افسوس دی ناوخته سره یو ځای شو اوزه ستا دقصیدی دلاجوابۍ په وجه دافغانانو پوروړی پاتی شوم
سليمان لائق
ذا زموږ د ستر ګو وړاندی ، «غنی »ګوره څه تیر یزي
یــو با تور ملت غر قیږی، یو مظبو ط وطن نړیزی
یوه د دنیا د برم او بذل، یوه نړۍ د میړنیو
د غروب په لوری د رومی ،د تاریخ له پاڼو لویزی
پاس د ستورو راڼه څاڅکی، راته ښکاری اوښکی اوښکی
د آسمان په شنو غومبرو، لاری لاری رابهیږی
سرچی ږدمه په سر ویږدی، هیبتنا ک غږونه اورم
ته واځمکه په منځ دوه شوه، افغانی وطن ډوبیږی
یا آسمان زموږ په ویر کی ، ښکته پر یووته په ځمکه
یا قیامت په ځمکه جوړ شو، ولاړ غرونه هواریږی
ایمل” ریږ دی په لحد کی ،له غصی د زړه په تبه”
چی مغل په خیبر و خوت ، افریدی لا نه پوهیږی
د شنلی بر ځای له دښتو، تیری توری زرعونیږی
د اوبو پر ځای له غرونو،نګه وینی رابهیږی
د باران پر ځای له وریځو ،تندرونه راکوزیږی
د رحمت پر ځای له هسکه، غضبونه نازلیږی
ثمر “ښکته پورته دانګی، سترګی رډی توره کښلی ”
نه یی سترګی له چا سوځی، نه یی شرم له چا کیږی
زینب ” چیغی کړی چی ربه، ته لا څه ته ورته ګوری”
دحسین” په زخمی زړه کی،دیزید خنجر ځلیږی”
څه بی پته شوو جنګونه ، څه بی هوډه شوو ننګونه
تو لعنت په دی شملو شه، لا دی جګی نه شرميږی
دا د چر ګ لکۍ ته ورته شملی واچوی په ځمکه
دا د شرم او ماتی نښی ، پښتنو ته نه ښا ييږی
شمله هغلته شمله وی، چی په نر باندی وی لکه
اوس په هر کدو جګيږی ، اوس په هر” اجړا” خوريږی
خدايه دا دی څه راوکړه ;چی يو نر دی راپری نه ښود
هر کمر ته چی تکيه شو، لکه شګه را شړيږی
يو” ميرويس ” په موږکی نشته ،چی ګر ګين لاری ته سم کړی
يو” شير شاه “راپورته نه شو، چی ” مغل” ته ودريږی
* * *
پرو ني ملا ته ګوره ، چی ټو ک خور و سقا ط خورو
اوس چی خصم د افغان شو، په سرو زرو کی ډوبيږی
لويه خيټه غټه کونه ،نرۍ پښی ببره ږيره
ويته خوله بی شرمه شرګی ، لکه مچ هر څه کی لويږی
مټکور ماغره دتيږی ، بی فر هنګه بی ادبه
چی تبليغ کوی نڅيږی ، چی قران لولی ششنيږی
په اسلام کی لاری باسی ، زموږ د خاوری بربادی ته
دين اخوان ته يو دکان دی ، چی هر څه په کی خر څيږی
دا دی څه بلا اخته کړه ،زموږ په دی بد مرغو خلکو
نه له تا څخه ډاريږی ،نه له دوی څخه شرميږی
اوس چی حکم د ملا شو، د کابل په با چايې کی
هر ساعت په چاور دانګی ، هزه ورځ په چا ور لويږی
د افغان په قتل اخلی ، سره پو نډونه شنی ډالری
پښتو پریرده چی تری تللی؛ له ایما ن سره خرڅیږی
باندی سپین په منځ کی تور دی،نګه اوردی؛ نګه اوردی
په هر تار کی یې د ږیری؛ شیطان سپور دی او زنګیږی
هر چړی په چړچوبۍ کی، باچایې خوبونه وینې
انګر یزی لنچر په غاړه؛ په لار ځی ته وا نڅیږی
چی پرون یې دمولی،رڼی خاوری خوسکوته
اوس په بره پښتونخواکی؛په انسان باندی سپر یږی
زما زړه پولۍ پولۍدی؛رما سا لمبه لمبه ده
چی دا توره خپکی به؛له موږ کله پورته کیږی
جهاد لوښی د فساد شو، مولانا صاحب جلاد شو
دین دولت دواړه بر باد شو، د ده زړه لا نه سړیږی
زموږ کور د شرارت شو، افغانی وطن غارت شو
دا زموږ د سترګو وړاندی ،(غنی )ګوره، څه یتریږی
موږ زغمل چی رانه لوټ شی، څه چی شته دی بی ناموسه
توری خاوری مو په خوله شه، اوس هغه رانه لوټیږی
دیوی میاشتی تانده ناوی، د شهید په قبر ژاړی
وایې کوم جهادته مړ شوی، ځواب وایه چی ځندیږی
تا چی سر په چادو کړی، هغه غواړی چی ما لوټ کړی
ماور بولی هغه ځای ته، چی شیطان ځنی شرمیږی
زه چی ستا له غمه زاړم، هغه څاری زما سترګې
سر راپورته کړه شهیده، ارمانونه دي رژیږی
افغانی درنی بی بیاني ، چی په پت عزت خوندی وی
دجها د تر بیرغ لاندی، بر بنډیږی لیلا میږی
هر عرب خریدار شوی،زموږد خوندو او خور لڼو
مولانا صاحب یې پلوری، نه شرمیږی ،نه ځوریږی
تر څارویو وړیاشوی، پیښتنه په منډوی کی
د څارویو هم څه دود وی، چی په چا باندي خر څیږی
* * *
ربه دا لا څه تالان دی،چی به خپل وطن یې وینم
چی خپل سپی په پردی ننګه،افغانانو ته غپیږی
چی له زړه د”کنشکا”نه،شنی لو خړی ځی آسمان ته
چی جمرود د سرو په بلخ کی،د”یما”له سره لویږی
“ګرګین”ویوست تیغ دسټی،دافغان ننګی کهول ته
د”میرویس”لیڅه بیواکه،تیری توری ته غځیږی
په لاس نه ورځی بی خاورو، نه یې تیغ نه یی لښکر شته
هم لښکر هم یی تیغونه، دوطن پر ضد جنګیږی
خدایه څرنګه بدل شوو،د افغان درانه خوبونه
په هر چا چی موږ تکیه شو،په پردیو پلورل کیږی
د وطن په حق کی نه کا،تش دخیر یوه خبره
خو د خپل مطلب لپاره،د هر سپی پښو ته لویږی
په هر ځای چی باران راشی،زموږ خره يوسی له مخی
په هر خوړ چی سيلاب وزی ،زموږ وره ته راسميږی
په هر سيمه چی بريښنا شی ، تندر پر يوزی زموږ په کلی
په هر رود چی توفان راشی ،زموږ کور ته راسيخيږی
په دالرو باړه شوی ، که غلجی که درانی دی
پښتانه او پښتو دواړه ، هسی ښکاری چی ختميږی
د احمد په ګور يې تو کړی ، توری ناړی د يڼکيو
دا چی پلار له ګروی نيسی ،دا چی وروڼو ته ګواښيږی
موږ ته ټول جهان دوزخ دی ،چی وطن مو په کی نه وی
موږ ته هر وطن سقر دی ،چی افغان په کی ځوريږی
موږ ته هر” شا به” پيغور دی ، چی دښمن يې را ته وايې
موږ ته هر سلام لعنت دی ، چی په سپکه په موږ لويږی
موږ ته هره ګوله مرګ دی،چی دبل په ست یی ژوویو
موږ ته هر ګوټ هلایل دی،چی د بل جام نه ګوټیږی
موږ ته هر مشر دشمن دی،چی په موږ یې رحم نه شی
موږ ته هر افغان پردی،چی پردی سره یو کیږی
موږ ته هر ملک تلک دی،چی زموږ په سر روپۍ خوری
موږ ته هر ملا بلا دی،چی په خلکو نه رحمیږی
* * *
جګی جګی ساقی راشه،پس له عمره راپخلا شه
په چوپیا کی کی مو غو غا شه،چی مجلس رانه سړیږی
د ځو انۍ نوبت می تیر شو،کوم چی تیر شو هغه هیر شو
اوس راونیسه داپاتی،چی قطار رانه تير یږی
که مطرب او رباب نه وی ،که مستی او شباب نه وی
که دمينی عذاب نه وی، عمر بد کړی چی اوږديږی
هوښياری يوه تنهايی ده ، تنهايی يوه تباهی ده
په ترخو اوبو می ډوب کړه، ګنی زما جاله ډوبيږی
په مستۍ کی را چارپير کړه ،يوه کيږدۍ خورو څڼو
چی شپی ورځی رانه تښتی ،چی کاروان رانه بيليږی
دپسرلی په ښکلو يادو،جام ته تويې کړه سکروټی
چی ګلونه ړاته ژاړی ، چی خزان راته ګواښيږی
دځوانۍپه باغ می راغله،دزړښـت دماښام لـړه
پيالی ډکې کړه له مخی ،عمر تښتی نه ودريږی
ساقۍ ستړی يم له ژونده، ليږ می خلاص کړه له دی بنده
ګنی وژنی می دا تنده ،چی ګړۍ ګړۍ زياتيږی
هو مره را کړه چی پی ورک کړم ،سرله پښو،پښی له سره
چی غنی(۱) را څخه تښتی،بينوا(۲)رانه پټيږی
چی خوری صحرا ته ووځم،ليونی دليو نيو
چی مستی را کی نڅيږی، چی جنون را ته خنديږی
چی مر غان د خړو دښتو،راته ووهی وزری
چی زرکان راته غږيږی،چی هوسۍ راته پنډيږی
* * *
نه ،نه خو شی ټو که نه ده ،غنی ليږ ور ته دمه (۳)شه
دا خوب وړی راويښږی، دا پريوتی را پا څيږی
ګومان مه کړه چی خالی شوه ،ساقی مينا له ميو
لا د تاک په تا خانو کی ، دانګور ښيښی ډکيږی
لا رباب سور شوی نه دی ، لا تش دوه دوره او ښتی
لاسا قی نوی راغلی، لا رندان نوی ګرمیږی
لا دځمکی تل کی ایشی، تللی وینی دځلمیانو
لاددی دتودوخاورو، سره ګلونه راغوړیږی
لازموږ په ارادوکی، عشق دمنډوغلی نه دی
شپه که هرڅه توفانیده،څراغونه لابلیږی
لاوطن خلک رابولی، دمیړانومعرکوته
لاهغه ژڼی ژوندی دی، چی ترهوډه قربانیږی
لاخوریږی نیمو شپو کی،دتوفان غاوری چیغی
لادغروله جمدرونو،سیلاوونه راکوزیږی
لادوینو واټ پرانستی،لیونتوب دی لیونو ته
لاپه پښو کی دمستانو، ځنځیرونه سره شلیږی
لا دځمکی تناوونه،لاره باسی زلزلوته
لا په باداو بریښناکی،ګردشونه رارسیږی
لادرزم ګرمی شته دی،زموږ په مټوکی دننه
لاز موږ په پښتون زړه کی،”دایمل” وینه چلیږی
لاپه جنګ دتخت اوبخت کی، زموږ لوبه ختمه نه ده
لاهمت دشیرشاهی ته،همایون له آسه لویږی
لادلوړو وریځو شاته،عقابان وهی وزری
لاپه هسکوسردروکی،افغانی زمری غوریږی
لادخپلی خاوری مینه،موږ ته وایی چه راپاڅئ
لاخوب وړی دپیړیو،له خوبونو راویښیږی
لازموږ په کلاګانو،پښتنی حیا خو ره ده
لازموږ په دروازوکی،غیرتونه پالل کیږی
دا به بیا یوه غوغا شی، لکه څاڅکی په څپو کی
یو سرکښه یاغی سین شی،سمندر ته به رسیږی
دا به بیا سپیدی خوری کړی، داطلسو پالنګونو
دبلورو په بیدیا به، رود دوینو راخوټیږی
دابه بیا په لمر لویدوکی،دمرغانو سیل له ورایه”
لکه سور بیرغ دفتحی،په سرو وړانګو کی رپیږی”۴
دا به بیا زمزم ته رسی،دبیدیاوو جل وهلی
دابه بیا په جل وهلو،درحمت باران وریږی
دا به بیا په مخه دانګی،دازموږ جنګی آسونه
دابه الوزی له کندو ،دابه لوړو ته رسیږی
دا به اچوی له سویو،سری سکروټی په تکل کی
دا به رسی تر هدفه،دا به خامخا بریږی
دا به بیا اباسین ایشی،ډوبوی به توری کونی
تور پنجاب به وهل کیږی،له بنسټه به نړیږی
دا به بیا زموږه ژڼی،لاره باسی آزادی ته
چا چی زموږه سر غوڅ کړی،د هغه سر به غو څیږی
دا به بیا لنډی مسیږی،تن به باسی بستره
پښتانه به راپاڅیږی،پښتونخوا به آزادیږی
دا به بیا د”احمد”چیغی،ریږدوی د لاهور مراندی
دا به بیا په کړاکږ کی،د”بیربل “ژامی ماتیږی
دابه بیا “سیدال” راباسی، دمرګ توره په غجرو
اخوندان به ترینه تښتی،امامان به تری پټیږی
دادقم چړیان به پوه شی،چی افغان دننګ په کارکی
خپل پور نه پریږدی پردی، داتقدیر دی نه بیلیږی
عــــــــبدالغنـــــــی خان دلری پښـــتونخوا لوی شاعر .۱
۲.عبـــدالرؤف بینوا دبری پښتونخوا ستر ادیب اوشاعر
۳ . دمه “په وزن د ” رمه” دمه کیدل
دقصیدی دغه بیت دامریکایی تور پوستی شاعر ، لانګ فیلو دتخیل پښتو ژباړه ده لانګ فیلو دغه خیالی ۴
تصویر په خپل شعر کی چی ” دغلام خوب “. نومیږی ، کرولی ده