شنبه, اپریل 20, 2024
Homeخبرونهبیلاروس وايي، له افغانستان سره سوداګرۍ ته لېوال دی

بیلاروس وايي، له افغانستان سره سوداګرۍ ته لېوال دی

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) د بیلاروس د بهرنیو چارو وزیر ولادیمیر ماکي نن وویل، هیواد یې د افغانستان په بازار کې د داخلېدو پر امکاناتو غور کوي.

ماکي د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې خبریالانو ته وویل:«موږ په تېرو کلونو کې له افغانستان سره نسبتاً د لوړې کچې همکاری لرله. موږ افغانستان ته ماشین الات او وسایل استول او د سیاسي دیالوګ په چوکاټونوکې مو یو بل ته سفرونه کړي دي. له بده مرغه اوس په دې برخه کې وقفه راغلې، خو موږ لېواله یوو چې له افغانستان سره سوداګري زیاته کړو او اقتصادي همکاري پراخه کړو.»

د بیلاروس د باندنیو چارو وزیر په عین حال کې وویل چې هیواد یې باید د افغانستان پر وړاندې نړیوال بندیزونه په پام کې ونیسي خو دې ته په کتو چې په افغانستان کې مېشت خلک د لوږې په شمول له راز راز بشري ستونزو سره مخامخ دي ځینې برخې شته چې په هغو کې له افغانستان سره همکاري کولی شي.

تر څو چې افغانستان په رسمیت پېژندل شوی دولت ونه لري او بندیزونه یې پای ته نه وي رسیدلي، هیڅ هیواد له افغانستان سره له بشري مرستو پرته په بله برخه کې همکاری نه شي کولی. بهرنیان او حتي شتمن افغانان هم په خپل هیواد کې پانګونه نه شي کولی ځکه چې د پیسو د انتقال ستونزه به پر خپل حال پاتې وي.

په افغانستان کې د دولت د رسمیت پېژندلو لپاره د نړیوالو غوښتنې ظاهراً ساده دي، د نجونو ته تعلیم حق، د بشري حقونو رعایت او ښځو ته د کار د اجازې ورکړه هغه شرطونه دي چې تل یې نړیوال یادونه کوي.

پرون د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري هم په زغرده وویل، تر هغو به د طالبانو حکومت په رسمیت و نه پېژندل شي چې دوی د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د نجونو او ښځو حقونو ته درناوی و نه کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب