Homeخبرونهد سوات په تاریخ کې تر ټولو ستره مظاهره: منظور پښتین پوځ...

د سوات په تاریخ کې تر ټولو ستره مظاهره: منظور پښتین پوځ ته د تور ګوته ونیوله

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) لسګونو زرو پښتنو پرون په سوات کې د ناامنۍ پر ضد په ستر لاریون کې ګډون وکړ.

دې مظاهرې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عوامي نشنل ګوند مشر اسفندیار ولي، مشهور ملتپال مشر افراسیاب خټک، د جماعت اسلامي ګوند سناتور مشتاق احمد خان او ګڼو نورو ویناوړې وکړې.

دا مظاهره وروسته له دې وشوه چې د سوات په بیلابیلو سیمو کې یو وار بیا طالبانو سرونه راپورته کړل او د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې.

غونډې ته د پښتون ژغورنې غورځنګ کارزماتیک مشر منظور پښتین د پاکستان مرکزي حکومت او پوځ ته انتقاد ګوته ونیوله او په مستقیم او غیر مستقیم ډول یې استخبارات په ناامنیو کې په لاس لرلو تورن کړل.

ده وویل، د ترهګرۍ په نوم جګړې پښتانه ډیر وځورول او نور به پښتانه په دې پلمه چا ته اجازه ورنه کړي چې د پښتنو په خاوره کې جنګ وکړي.

ده په سوات کې لسګونو زرو پښتنو غونډه د دې ښکارندویه وبلله چې پښتانه د پاکستان د مرکزي حکومت او پوځ په لوبو پوی شوي دي او نور پرې نه غولیږي.

غونډې ته اسقندیار ولي خان وویل، دې سترې مظاهرې وښوده چې پښتانه ترهګري نه مني.

دا د سوات په تاریخ کې تر ټولو ستره مظاهره بلل شوې ده.

غونډې ته اکثره ویناوالو په خپلو ویناوو کې چارواکي د ناامنۍ په مخنیوي کې په پاتې راتلو ملامت کړل.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...