جمعه, مارچ 29, 2024
Home+زابل که زاول؟ | شهسوار سنګروال

زابل که زاول؟ | شهسوار سنګروال

(یپتلیان زاولیان دي که تخاریان)
«رپسن e.j.rapson» او سرالکساندر ګونینګم a.gunningham په دې اند دي کیداریان چې د کوشانیانو پاتې سوني او د کنشکا د کورنۍ سلسله وه د پنځمې زیږدي پېړۍ تر اوایلو پورې په باختر، ګندهارا، کابل او شاوخوا سیمو کې استوګن ول. کله چې دوئ هندوکش سهل ته شېوه شول، یپتلیان د هغوئ ځاې ناستي شول. که څه هم د دوې د لېږد نېټه په بشپړه توګه څرګنده نده، ولې بیا هم د ساسانیانو، په ځانګړي ډول د لومړي فیروز د ګواښ او فشار له مخې دوئ له باختره، کابل ته او بیا همغسې د ګندهار ختیځ ته مخه کړه .
یوازې ساسانیان نه ول، بلکې د یپتلیانو پرمختګ یو بل لامل وو، چې د باختر شاوخوا سیمو کې د یوه حکومت بنسټ کېښود.
دوی د آمو له شمال نه راپورېوتل او دیوه کوچني سلطنت شتون، چې د کیداریانو پنوم نامتو وه او د ګندهارا ډېرې سیمې یې تر واک لاندې وې وګواښه.
« تاریخ افغانستان قبل از اسلام» نومې کتاب کې پدې اړه داسې راغلي دي:
«کله چې کوشا ني پایڅوړاویا پاتې سوني د يپتلي ټبر تر ګواښ او د ساسانیانو تر برید لاندې راغلل، د هندوکش سهیل لور ته خواره شول او دغه سیمه د سپینو هونیانو یا يپتلیانو تر واک لاندې راغله او همدغه کورنۍ وه، چې د یوې پېړۍ په موده کې زابل، کابلستان، د هېواد مرکزي سیمې لاندې کړي او هم د دوئ راتلونکي نسل یانې ، د بامیانو شیران، رتبیل شاهان او ان د غزني د لویکانو تر لړۍ پورې د سیمه ییز واک او ځواک څښتن ول.»[1]
د یپتلیانو پېژندګلوئ
مک ګورن یپتلي وګړي اریایان بللي دي او په دې اند دی چې د« ترفان له تخاری » خلکو څخه دي، ولې بیا هم یو شمېر انګیرني د پام وړ دي او هغه دا چې دغه پوونده وګړي یو شمېر څېړونکو سپین هونان ګڼلی دي.
چینایي سرچنو دوئ، پخوا تر دې، چې واک ته ورسیږي، په ځانګړي ډول له زیږدي پنځمې پېړۍ دمخه، د «هوا hoa» یا هواتون hoa-ton پنوم یاد کړیدی.
په یو شمېر متون کې «یي، تي، لي، دو، کښل شویدی. یونانیانو او رومانیانو اپتهالیت ephtalites یا خیونیت، پارسیانو خیون یا هون (hon)، په پهلوي او عربی کې هیتال، هیطل، هیفتال، هیاطله، سنسګرت «شوته هونه» ،سیتااونا یاني سپین هونان ګڼلي دي.
ولې کله چې د واک او ځواک څښتن شول، نو بیا تر ډېره بریده د «یتا yeta» اپتا epta پنوم یاد شویدي.
هغه مهال چې په زیږدي ۴۰۲ کال مغولي اوارانو avars د خاګان (خاقان) په مشرۍ یوه لویه ټولواکمنۍ رامنیځته کړه نو بیا يپتلانیانو کاسغر (کاشغر) ته مخه کړه، د کارا شهر (kara-shar)، کوچا kucha او خو تن سیمي لاندي کړي، چې بیا له کاسغر نه سغد ته (سمرقند) ته وخوځیدل او هغه خاوره یې هم ولکه کړه.
د بیزانس په ټولواکمنۍ کې دوئ په بیلابیلو نومونو نامتو ول ، چې موږ «افتهالي توې»، «اوتهالي توې»، نفتهالي توې، اپتل aptl ، ابدلوی ،هپتل haptal او نور د بېلګې په توګه یادولی شو.
«افغانان له پارس نه تر هندوستانه «کتاب لیکوال د بریتانیا دایرة المعارف the briish encyclopedia» له مخې لیکلی دي چې: «د یپتلیانو ریښه اپتل aptl یا هيپتل huptal ده.»[2] په دغه اثر کي هغه لوې سیمنار ته هم ګوته نیول شوې، چې په ۱۹۱۳ ز کال په لندن کې جوړ شوی وو، چې څو بېلګې یې د موضوع په تړاو د پام وړ وې.
«لومړی د کوشانیانو، ساکانو او یپتلیانو د زوزات، په اړه انګېرنې وې، چې دوئ ټول یې یانې د سیتی ټبر بیلابیلې څانګې وګڼلې … دویمه خبره پدغه سیمنار کې دا وه، کله چې کنشکا واک ته ورسېد، د ګریکو بودیک هنر پالنه د ده د واکمنۍ په مهال څومره د پام وړ وه؟ (همدغه اثر همدغه مخ) نورتاریخپوهان هم پدې ا ند دي او کاږلي دي، چې: «هیاطله یا یپتلي ټبر په پر لپسي توګه په تاریخ کې د سیتې قبایلو پنوم یاد شویدي او د کوشانیانو په څېر له شمال ختیځ نه د سیحون په پراخه حوزه کې مېشت او ودان شول … دوئ په پنځمې زیږدي پېړۍ کې له جیحونه راپورېوتل او د افغانستان شمالي سیمې لاندې کړې او په ۴۲۵ ز کال یې په تخارستان کې د یوه حکومت بنسټ کيښود. د یپتلي قبایلو ډېره موهمه قبیله د «زاولی» پنوم یادېده، چې دغه وګړي په غزني کې اباد شول او دا ټوله سیمه د دوئ پنوم یاني
 ( زا بل ،لیکوال )زابلستان یاده شوه.»[3]
یپتلانو (هیپتلیانو) پاتې شوني تر ډېره بریده د بدخشان په یفتل او د غزني په هفتاله کی اوسیدل او ان یو شمر کسانو د دویم نوم په بڼه (تخلص) هم دغه نوم کارولی دی.
یوه برېتانوي پوه ، پدې اړه کاږلي دي، چې: «یفتلیانو د باختر اشغال پر ۴۲۵ میلادي کال تکمیل کړ او له هغه ځایه یې د مرکز په توګه ګټه واخسته او خپل تعرضونه یې جنوب غرب د پارس لورته متوجی کړه…»[4]
دوئ نه یوازې ساساني دولت تر ګواښ لاندې راووست، بلکې له جنوب لویدیز نه سربیره یې د جنوب ختیځې سیمې هم تر برید لاندې ونیولې کابل، غزني او د زابل سیمې یو د بل پسې لاندې کړي.
دغه ټبر لکه د نورو یوچیانو په څېر په هغو ځمکو ودان شول، چې له دوئ دمخه د دئ تربوران مېشت او اباد شوي وو، چې ګڼ شمېر لرغونپوهان یوچیان ،کوشانیان ،سیتيان یا تخاري وګړي په لویه پښه کې هندو اروپایي ګني.
 یپتلیان هم د دوئ د تربورانو په توګه، د دوئ هم نژاده او پاتې سوني دي او نه زېړ نژاده اوهغه زېړ پوستي هونان، چې په اروپایې برید وکړ، تاریخپوهان دوئ یپتلیان نه ګڼي .
کریستن سن ډنمارکی تاریخپوه پدې اند دی،د هغو هفتلیانو برید چې « سپین راهن» هم ورته وایي، هغه رښتنې هونیان ندي، لکه د «پروکپ» په وینا د دوی سپین پوستیتوب او مدني ژوند له «هني» قومه بیلوي.»[5]
پایله دا چې دوئ سپین پوستي اریایان دي او دوئ هم لکه کوشانیانو، کیداریانو، ساکانو او نورو اریایي ټبرونو په څېر پښتنو سره ګډ شول او د یوه ګډ کلتور بنسټ یې کېښود.
یپتلیان او بهرني څېړونکی
هغه مهال چې یپتلیان له تخار نه تر بدخشانه پورې خواره واره شول او په سر کې د یوه سیمه ییز حکومت بنسټ کېښود، نو بیا په دوه برخو وویشل شول، چې یوه څانګه یې لودیز لور ته د ساسانیانو د واک تر پولو پورې ورسېده او بله ډله جنوبي هندوکش ته واوښته، لکه دمخه چې مو ووېل، کاپیسا، کابل، او هماغسي تر زاولستان (زاولی – زابل) پورې خوره شوه.
د کاپیسا بلې غاړې، ختیز پلوته تیر شول ،دګندهارا نورو سیموته لاره وکړه او په پای کې ویلي شو، چې له مروې راواخله تر کشمیره پورې ورورو د واک او ځواک څښتن شول.
موږ دمخه د بیزانس د لرغونپوها نو اند ونو ته تم شو او د دغو څېړنو په ترڅ کې مو د «پروکپ» (۵۶۲ کال مړ) د څرګندونو پخلی وکړ او ومو وېل، دی لومړي کس وو، چې سپین پوستی مد ني وګړي یې وپېژندل او د ده پام ورواووښت او دوئ یې له هغو هوني زېړ پوټکو څخه بیل کړل، چې یو شمېر اروپایي هېوادونه یې پخپلو بریدونو ګواښل .
ویلیم مک ګورن، چې د مینځنۍ اسیا د وګړو، په ټولنیز ژوند، ژبو او فرهنګ یې څېړنې کړیدي، پدې اند دی او وایي، هلته مېشت قومونه او د ژبنیو ډلو شتون موږ ته دا په ګوته کوي، چې د هونیانو او سیتیانو یادونه وکړو. ګورن، پدې ټینګار کوي، چې د مینځنۍ اسیا د ټولو اوسیدونکو قومونو او ټبرونو لپاره د سیتیان نوم ډېر پر ځای او مناسب نوم ګڼلی شو.
موږ دمخه د کریستن سن د خبرو پخلی هم وکړ، هغه انګېري چې یرغلګر يپتلیان یانې «سپين هن» رښتني هون ندي او د پروفیسر «بریسټیدbreasted» خبره، دوی یو لوې سپین توکمه ټبر دی (Aryan) چې په هندو اروپایي ژبه غږیږي او هونان هغه وګړي دي، چي له مینڅنۍ اسیا دمخه په ختیځ کې ودان او له مغلي وګړو سره ګډو له شویدي او په ناسمه توګه زېړ توکم کښل کیږي.
برتانوي لرغونپوه «پارکر» بیا، چې پدې تړاو یې یوه غوښنه څېړنه هم کړی ده، هیڅکله یې یپتلیان له «زېړ پوټکو هنیانو» ، مغلي او ترکي توکمه ټبرونو او قومونو سره ګډ کړي ندي، بلکې دوئ یې یوچي قبایل ګڼلي دي.
«دییتا yi-ta یا یه تا yeh-ta تر سر لیک لاندې، د مانچوي کورنۍ تاریخ، د ارا ښېي چې د اوسني افغانستان د پنځمی پېړۍ اپتیا ephthah، لرغوني ایپتا دي.»[6]
پوهاند ویلیم مک ګورن سربیره له دې چې دي وایي، په ناسمه توګه دوی ژيړ توکمه ګڼل شوي، بلکې پدې هم ټینکار کوي، د وۍ پداسې ژبې غږیدل، چې آریایي خلکو ته پردۍ وه.
د تاریخ په اږدو کې دغه وګړي د موسم په بدلون له یوې سیمې نه بلې سیمی ته کوچېدل او تر ډېره بریده په کاسغر (کاشغر ) کې اوسېدل، نو ځکه خو چینایي خلکو دغه کوچې وګړي یو چي بللي دي او د پرلپسې جګړو په ترڅ کې له کاسغره سربیره «کانسو» هم د دوئ په ولکه کې راغی.
پرته له دینه چې په چینایي سرچنو کې دوی یوچي ګڼل شویدی، د «افغانان له پارس نه تر هندوستانه» کتاب لیکوال د بیلابیلو سرچنو پر بنسټ کښلی دي، چې «لویدیز وال ختیځ پېژندونکي او چینایي لرغونپوهان نه یوازی دوی په یوه خوله ندي، بلکې یوناني او رومي تاریخپوهان انګېري، چې یپتلیان او «شیوانیان» یو ټبر دی.
چینیانو دوی ديي-تي-لي-دو (ye-te-le-do) پنوم یانې یپتلیان یاد کړیدي، چې هیونګ نو hiung-nun هونیانو ته منسوب کړیدی.»[7]
«سر پرسی سایکس »د پارس په تاریخ او د افغانستان په تاریخ کې، یپتلیان یوچي بللی دي. ده د ایپتالیانو او یا سپینو هنیانو »تر سرلیک لاندې په دې تړاو داسې لیکلی دي:
«د چین له کلنیو نه څرګندیږي، چې د لویو یوچیانو څانګه د «هوا hoa» هواتون hoa-ton پنوم نامتو وه، چې د چین دېوال شمال پلو ته استوګن ول او د ژوان ژوان ټبر تر واک او ځواک لاندې ول.
ژوان ژوان هغه خلک وو، چې په اروپا کې د «اوارها» پنوم یادېدل. «هوا» ورورو ځواکمن شول او خپله سلطنتي کورنۍ یې «یه تها ye-tha» وبلله، نو ځکه خو له دې ځایه د «اپتالیت» اصطلاح مینځته راغله.
همدا لامل دی، چې بیزانتیانو «سپین هن» وبلل او نورو بیا د هیتل=ابدل، هوتل=اودل، هیتل-هیتال، هیطل=هیطال=هیطله، هپتل، یپتلیان، هپتالیان په نومونو یاد کړل.
پروکوپس procopuis پدې اند دی، د «هنیانو» په مینځ کې دا یوازینی سپین پوستی قوم وه، چی ژ به یې هنددو اروپایي وه او له ختن نه لویدیز ته کډه شول.
روسي لرغونپوه «بارتولد» هم یپتلیان یوچیان یا تخاریان ګڼلي دي او په سپينو هونیانو یاد شول.
د یپتلیانو لومړني واکمنان «اپتایلتو» او «مهرپور» وو، چې د افغانستان په تاریخ کې په همدې نوم یاد شویدي.
د يپتلیانو واک
موږ د يپتلیانو په تړاو دمخه هم یادونه وکړه، چې دوئ هم لکه د نورو یو شمېر اریایي توکمو په څير له امو روده راتير شول او په تخار کې سر راپورته کړ. د دغې خبرې پخلی تاریخپوه احمد علي خان کهزاد هم کړیدی چې:
«یپتلیانو د زیږدي پنځمې پېړۍ په اوږدو کې راپورته شول، دوئ د افغانستان په تاریخ کې جګړه مار او پوځي ډوله وګړي ول ، چې له پامیر، سر دریا او امو روده راپوریوتل په لرغوني تخار او بدخشان کې ځای پر ځای شول …»[8]
تخار د افغانستان په تاریخ کې لکه د نورو لرغونو سیمو په څېر یو تاریخي ولایت دی، چې اوږد تاریخ لري او تر ډېره بریده، په افغانستان کې د یپتلیانو او یو شمېر نورو توکمونو اصلي ټاټوبی ګڼل شویدی نو غوره به وي چې تخاریان د تاریخ په رڼا کې لږ تر لږه وڅېړو.
تخارستان
دې کې شک نشته، چې د افغانستان ټولې سیمې پخپل ځای خپل لرغونتوب لري او په دغه لړ کې یو هم لرغون تخار دی، چې د ډېرولرغونو قومونو ټاټوبی ګڼل کېږي.
ولی هغومره چې د افغانستان په نورو ولایتونو او سیمو کې څېړنې او پلټنې شویدي، هغومره د لرغونی تخار سیمې نړۍ ته ندی ورپېژندل شوی ،خو بیا هم«یوناني څېړونکو، دغې سیمې ته د «توخاري» نوم ورکړیدی او چیني څېړونکو بیا د (to-huo-lo» پنوم یاد کړي … چې اوږد تاریخ لري.»[9]
د تخار کلمه د یوه «سیتی» ټبر له نوم څخه مینځته راغلې ده او دا نوم له زیږدي څلور پېړۍ دمخه بیا تر «۸» اتمې زیږدي پېړۍ پورې موجود وو او د سیتی ټبر د یوې څانګې له مېشت کیدو نه وروسته پدغه نوم یاد شو.
د لومړي ځل لپاره، چې کومې انګېرنې د «تخار» په تړاو رامینځته شویدی، هغه له زیږدي دویمې پېړۍ دمخه په باختر کې، د تخاریانو یادونه وه، چې دوی یې په خټه اریایان ګڼلي او د افغانستان د قطغن له ساکانو څخه وو.
«چینیانو تخاریان د «لوییچي» پنوم یاد کړیدي او د دوئ اصلي ټاټوبی یې «بولو نسزیز» ګڼلی، چې د چین په سرحداتو کې استوګن ول … دوی د اسکایانو یوه څانګه ده، چې هغوئ هم اریایان ول … دوئ غټې سترګې درلودې او دوئ د پښتنو نیکونه ګڼلی کېږي.»[10]
جغرافیه پوه بطلیموس د وریښمو د لارې په تړاو د تخار نوم د «تګوروا» په بڼه کښلی او مشهور ښار یې د «توګارا» (توګار=توخار=تخار) بللی دی.
بطلیموس پرته له دغې خبرې دا هم ویلې دي چې د وریښمو لاره له دغه ځایه تېره شویده … چینایي څېړونکو بیا د «کانسو» په سیمه کې د «توګارا» پنوم د یوه قوم یادونه هم کړېده.
د ۱۹۵۷ کار د کندنو له مخې په «سره کوتل» کې یو ډبر لیک وموندل شو چې د بلجمې لرغونپوه «موسیوماریک» له خوا ولوستل شو او پدې پریکړه وکړه، چې دا لیک تخاري ژبې پورې اړه لري او په دې ټینګار چې دغه ژبه د اسکایي ژبې یوه لهجه ده.
 « ماریک »د خپلو څېړنو په ترڅ کې دېته هم ګوته نیولې ده، چې البیرونی په یوه اثر د «دواګانو» په نومونو کې د تخاري ژبې یادونه کړېده.
هغه مهال چې د تخاري ژبې خبره راپورته شوه نو د نورو ژبو لکه پهلوي، پارتي، سغدي، خوارزمي، اسکایي او د نورو ژبو او لهجو په کتار کې ودرېده .
تخارد یپتلیانو د سلطنتي کورنۍ د یوه پلازپه توګه
په بریتانوي دایرة المعارف کې راغلی اپتل aptl (هپتل haptal) اود سنسګرت په سرچنو کی د «سیته ادنا» پنوم یاد شوي یپتلیان هغه خلک وو، چې د بدخشان د غرونو په لمن کې د یوه سیمه ییزه حکومت بنسټ کېښود، چې پلازمېنه یې تخار وو.
لومړی دوئ هم لکه د نورو اریایي توکمونو او قومونو په څېر د یوه سیمه ییز ریاست بنسټ کېښود او د قبیلو په لړ کې د دوئ نامتو قبیله «یتا = ایتل» ده او د دغو قومونو مشري د هغې قبیلې په غاړه وه، چې دایتالیتوپنوم نامتو و .
تر ډېره بریده د دوی لومړني پاچا یان د افغانستان په تاریخ کې د «اپتایلتو یا افتالیتوس» او «مهرپور» پنوم یاد شویدي. که څه هم د یو شمېر انګېرنو پر بنسټ د «ایتالیتو» نوم پخپله د مشر په مانا کارول شویدی، نو ځکه خو پاچا یان یې په همدې نوم ز کر شویدي .
په ځنو لرغونو متونو کې د ایتا، یتا، ایتل، ایتالیتو، اپتایلیتو، اپتالیتونومونه هم تر سترګو کېږي، ولې په رښتنې توګه یپتلیان هغه مهال د افغانستان د تاریخ برخه شوه، چې د هېواد لویدیز ته د ایراني ساسانیانو او ختیځ کې د هندي «ګوپتایانو پر وړاندې ودرېدل.
کله چې د یپتلي ټبر واکمن «ایتالیتو» د پنځمې زیږدي پېړۍ د دویمې او دریمې لسیزې تر مینځ د باچاهۍ تاج په سر کړ او بیا د دی کورنۍ نامتو واکمنو په لړ کې لکه د مخه چې یادونه وشوه اپتالینوس، مهرپور، مهیرا ګل د تورا مانا زوی چې د مهر ګل پنوم هم یاد شوی او نور هغه کسان ول، چې په اوسني افغانستان، سغدانیه (سمرقند=بخارا)، پنجاب، کشمیر، سند، کاسغر، ختن او د افغانستان پولې ته پرتې یو شمېر د پارس په سیمو حکومت وکړ.
د دوئ د حکومت پلازمېني تخار، باختر او د پنجاب شمال د «ساکلا» ښارګوټي په ګوته شویدي .
دانګریزانویوه نامتولیکوال پخپل نامتو کتاب پتانز کې لیکلی دي، چې « یپتلیانو پر ۴۲۵ ز کال باختر ونیو، چې بیا یې له هغه ځایه له تخاره سر بېره د مرکز په توګه استفاده وکړه، د هېواد د جنوب لویدیځ پارس او جنوب ختیځ ګندهارا لور ته یې بریدونه پراخ کړل .
لومړی د پارس له ځواکونو سره مخ سو ، چې د ساسانیانو مشهور حکمران بهرام ګور (bhran) له خوا ماتې سره مخ شو …»[11] نه یوازې هغو ماته وخوړه بلکې یپتلی پاچا هم ووژل شواودسرسلطنتي تاج یې په ډېرسپکاوي وسوزوه.
له دې پرته بهرام ګور د یپتلیانو د خطا وتنې په موخه هغو ته وړاندیز وکړ، که چېري جنګیالي له بریده راوګرزوي نو دوېته به سره زر ورکړي نو بیا یې خپل جنګیالي ورته په لاره کېنول او تر اور لاندې وینول، چې له بابته یې ټول یپتلیان پوپنا کړل.
دغه جګړه چې د ساسانیانو او يپتلیانو تر مینځ مروې ته نږدي پېښه شوه، یپتلیانو سخته ماته وخوړه او بیا یې په غولونې سره هغوېته درنه مرګ ژوبله هم واړوله ، خو پدې سره يپتلیانوخپله کرکه په زړه کې واچوله .
 کله چې په ۴۶۰ ز کال «اخشنور» پاچا شو نوهغه مهال چې بیا ساساني پاچا پېروزپه «۴۵۷ ز کال په تخت کیناست» تر ګواښ لاندې وینو او د یوې جګړې په ترڅ کې ونیول شو، نه یوازې د باج ورکولو ژمنه وکړه، بلکې خپل زوې «قباد» یې د بندی په توګه د اخشنوریا اخشوان دربار ته وسپاره.
که څه هم له دې دمخه تاریخپوه کهزاد د طبري له قوله چې د مخه موهم یادونه وکړه پدې اند دی، چې «یفتلي خاقان» دو سوه پنځوس زره جنګیالي د بهرام پر وړاندې چمتو کړل، ولې بهرام یو عیاش پاچا وه، له یوې خوا پخپلی عیاشي کې ډوب واو له بلې خوا یې خپل ورور « نرسي »د سلطنت نایب وټاکه او پخپله اذربایجان ته د اور نمانځنې دعبادت په موخه رهي شو …
د پارس وګړو د هغه له کړو وړو نه مخ واړوه او وېپتلیه چې د یپتلي خاقان اطاعت ومني او هم باج ورکړي.»[12] هماغه جګړه وه، چې موږ ورته اشاره وکړه ، ولې یپتلیانو له هغو څخه داسې تاریخي غچ او کسات واخست، چې ان ساسانی واکمن پیروز چې په لومړی جنګ کې د هغو باج ته غاړه کېښوده او په دویمه جګړه کې ماته وخوړه او ومړ.
دساسانیانو او یپتلیانو تر مینځ که څه هم څو پرلپسې جګړوکې، که یپتلیانو ته د سر او مال درانه زیانونه واړول، خو دارنګه ساسانیان هم روغ پاتې نشول لومړی که یپتلیانو، د خاقان اپتایلتو په مشرۍ له ساساني پاچا بهرام ګور نه ماتې وخوړه، ولې بیا هم یپتلیان د «مهرپور» په مشرئ ځواکمن شول او کله چې د بهرام له مرګه وروسته زوې یې دویم یزګرد (۴۳۸ ز کال) پاچا شو څو وارې د یپتلیانو له ګواښ سره مخ شو او په پاې کې ماته وخوړه او له «۱۹» نولس کاله سلطنت وروسته مړ شو .
له ده وروسته د بهرام ګور لمسي لومړي فیروز هم (۴۵۷-۴۸۴ ز کال) څو ځلي له یپتلیانو سره جګړه وکړه په لومړئ جګړه کې فیروز نه یوازې ماته وخوړه بلکې خپل زوې قباد یې د یرغمل په توګه اخشنور (اخشنور=اخشوان=خشنواز) ته پریښود.
بل ځل یې د باج له ورکولو ډډه وکړه او د یوې سختې جګړې په ترڅ کې فیروز ووژل شو، لور او میرمن یې د اخشنور په ولکه کې پریوتل، چې لور یې پخپله خوښه له اخشوان سره واده وکړ.
هغه وخت چې د بیزانس دولت د مسیحي مبلغینو د وژلو له بابته په ارمنستان کې د ساسانیانو پر وړاندی جګړه پیل کړه، دغه وخت یپتلیانو ته یوښه فرصت وه نو ځکه یې د ساسانیانو پوځونو ته په باختر کې مرګونې ماته ورکړه.
خو کله چې فیروز د جګړې په ډګر کې ووژل شو، ورور یې «بلاش=ولاش» چې یو شمېر څيړونکو د فیروز ځوی او د قباد ورور ګڼلی دی پاچاسو.
دی د یو شمېر ایراني مخورو او زرتشتي ملایانو او روحانینو په ملاتړ پاچا شو. اخشنور یرغمل شوې قباد، چې دغه مهال یې اوخښې یانی د میرمنې ورور هم کېده د پوځ په ملاتړ او په پارس کې دننه د بلاش د وزیر «زرمهر» او شاپور په هڅو د ساسانیانو په تخت کینوه. ولې بیا هم قباد د تېر په څېر یپتلیانو ته باج ورکوه او د «مارکوارت» په اند هغه د سرو زرو سیکې چې د خراج لپاره وهل شوې وې هپتالیانو ته ورکولي .
تر ډېره پورې ساسانیانوتېره هغه دب دبه تر لاسه نکړه او په خپلو کې هم خپل مینځي ستونزي درلودې، چې یو له بل سره لاس او ګریوان وو، زر مهر چې د بلاش په مهال ډېر ځواکمن شوی وو، غوښتل یې قباد هم د ده د لاس وسیله وي خو د ده سیال شاه پور بیا نه غوښتل، چې همداسې په ځواک کې پاتې شي نو د هغه له خوا ووژل شو.
اخشنور د پیتلیانو د یوه ستر ټولواک په توګه، چې د ساسانیانو له ګواښ نه ډاډه شوې وو، د خپل هيواد جنوب ختیځ هندوستان ته متوجی شو.
یپتلیان د هند په لور
هغه وخت چې اخشنور پدې ډاډه شو چې د پارس پاچا قباد د ده د باج له ورکړې سر غړونه نکوي او قباد هم د دغه خراج د ادا کولو لپاره غوره وګڼله، چې د روم شرقي امپراتوري وګواښي او دومره شتمني تر لاسه کړي، چې د اخشنور باج و خراج ورکړي.
اخشنور له دې وروسته بیا د هندوکش جنوب ته خپل ځواکونه متوجې کړل او له کاپيسا نیولې تر پېښوره پورې سیمې یو د بل پسې ونیولې. کیداریانو چې د دغو سیمو سمه ییزه واک درلود ماته وخوړه او ختیځ لور ته په شا وتمبول شول.
ونسنت سمیت «هم د دې خبرې پخلی کړیدی، چې اخشنور د پارس له لویدیځه ، مخ په ختیځ رهي شو تر ختن او چین پورې پرمختګ وکړ. ده د نیمې پېړۍ په شاوخوا کې سلطنت وکړ، نه یوازې پدغه موده کې فیروز، بلاش، قباد، زمیاسپ او نور ساساني شهزادګان د ځان تابع کړل، بلکې دغه ستر ټولواک او شهینشاه شاوخوا پنځوس «۵۰» کلن واک کې، له پارس نه راواخله تر ختن چین او هند پورې د یوې سترې یپتلي ټولواکمنۍ بنسټ کېښود .
که اخشنور د افغانستان په لویدیز کې ساسانیان په ګونډو کړل خو د هېواد په ختیځ کې د هند «ګوپتایان» هم وځپل او د دې ټولو ځمکو مالیه، باج و خراج به ورته راته .
د ګوپتا کورنۍ د هند د ټولواکمنۍ هغه ستره سلطنتي کورنۍ وه، چې له موریا کورنۍ وروسته یې د هند په تاریخ کې وړ ځاې خپل کړی وو.
دغې کورنۍ د څلورمې زیږدي پېړۍ په لومړنېیو لسیزو کې په «مګده» کې سر راپورته کړ او هغه سیمه ییزه حکومتونه چې اسکایانو او کوشانیانو رامینځته کړي ول یو د بل پسې د هغوئ سیمې ولکه کړې.
د دغې کورنۍ د واک په تړاو «ونسنت سمیت» کاږلي دي، چې د ګوپتایانو د واک ځمکې لویدیز لور ته د جمنا رود او «جیل» شاوخواته رسېدې .
د دې کورنۍ موسس لکه د موریا د کورنۍ په ځير «چندراګوپتا» یا «سندراګوپتا» نومول شویدی، چې د څلورمې زیږدي پېړۍ د دویمې او دریمې لسیزي په مینځ کې واک ته رسیدلی وو او له ده نه وروسته زوې یې «سمودراګوپتا» پاچا شو.
د دې کورنۍ واکمنو هر یو دویم چندرا ګوپتا، لومړی کوماراګوپتا او د هغې زوې سکاندا ګوپتا یود بل پسې د« ۴۵۵ زېږدیزکال تر شاوخوا پوری حکومت وکړ.
د دې کورنۍ پاچا سکاندا ګوپتا پداسې مهال واکمن وو، چې اخشنور د افغانستان له لویدیځه تر ختیځه د یوې سترې ټولواکمنۍ څښتن وو.
کله چې د یپتلیانو زابلې قبیله په واک کې وه، د هندوکش له سهل نه واخله تر هنده پورې پرمختګ وکړ، ولې دغه بریدونه هغه مهال پراخ او پیاوړي شول، چې «تورامانا» واک ته ورسېد.
په هند کې د «ګوپتایانو» د لاسوندونو پر بنسټ تورامانا toramana په ګندهارا کې یو نایب الحکومه وټاکه، چې تاجین tagin=viceroy نومیده .
د یوشمېرلاسوندونوله مخې هغه درې ډبرلیکونه چې له هندوستانه تر لاسه شویدي، چې موږ سګر sagar، کورا kura او سلت رنج چې په هغوکې د تورا مان زاولي نوم راغلی دی، یانې «مهاراجه تورامانا ساه جاوله = تورامن شا زاولی پاچا». له ډبرلیکونو څخه ښکاري چې ښایي دا به د تورامانا د سلطنت (۵۰۰ زکال) لومړني کلونه ول او ده تر پنجابه پورې پرمختګ وکړ.
دریمه کتیبه چې په «ګوالیار» کې شتون لري، چې د تورامانا د زوی میهیره کولا mahirakula د واک ټاکلی زمان په ګوته کوي، لرغون پوهانو ته د پام وړ ګرزیدلې ده، له دغو ډبر لیکونو څخه ښکاري چې د یپتلیانو د واک جغرافیه د هند یو شمېر سیموته رسیدلی وه او «سیالکوټ = ساکاله یې د پوځې پلاز په توګه کاروو.
له تورامانا وروسته زوی یې «مهراکولا» (ښایي په ۵۲۰ کال په تخت ناست وی) په هندوستان بریدونه وکړل او د پرلپسې جنګونو له امله یې د ګوپتا کورنۍ له پښو وغورځوله.
کله چې د ګوپتا امپراتوري وپرځېده میهیرا کولا شمالي او مرکزي هندوستان لاندې کړ.
د میهیرا کوله نوم په یو شمېر متونو کې د «مهرګل» پنوم هم راغلی دي او دي د زابلي یپتلیانو شهینشاه او ټولواک ګڼل شوی دي، چې د نوم تعبیر یې په سنسګرت کې د «لمر کول» یانې د لمر کورنۍ ژباړل شویدی.
له سنسګرت سربیره، پښتولیکنوم اولیکدود ته ډېر نږدې بریښي، یانې میهیره=میر(لمر)، کولا=کوله=کول=کهول=کورنۍ (د لمر له کاله=کهاله) داسې انګیرنې هم شتون لري چې دغه نوم «مهاکولا» ده، چې «مها» د لوې په مانا او «کولا» د کورنۍ مانا لري، یانی (لویه کورنۍ.).
د میهیرا کولا په اړه «کسماس cosmas» پنوم یو تن په زیږدي ۵۴۷ کال یو کتاب کښلی دی او د یوه یپتلي پاچا یادونه یې کړیده، چې د هند پاچا وه .
کسماس د «ګولاس» gollas د نوم یادونه کوي او پدې ټنیګار کوي چې ده «۲۰۰۰» دوه زره» جنګي پیلان درلودل او د دوئ په زور یې له هغوی څخه مالیه او باج اخسته .
څېړونکي انګېري، چې دغه نوم هماغه د میهیرا کولا نوم دی او سراولف کېرو هم دی یو ظالم انسان یاد کړیدی.
نه یوازې هندي لیکوالو د ده د ظلم کیسې کړیدي، بلکې یوه چینايي سیلاني «سنګ یون sung-yun او همدا ډول دبیزانس یوه راهب چې ښايي همدغه cosmas وي هندوستان ته تللي او د هغه د ظلمونو یادونه یې کړیده او داسې انګيرنی هم شتون لري چې د ده د دغو ظلمونو له بابته وو، چې د ده پروړاندې پاڅونونه پیل شول.
د روزګان په «شالي» دره کې په یوې سترې ډبری په یوناني لیکدود «بګوس شاه زاول مهرزي» یانې «زاول مهرزي لوی پاچا» لیکل شوی دی، پدې تړاو هم داسې انګېرل کېږي، چې ښایي دغه نوم «مهیره کوله=مهرزي=مهرپور وي.
ونسنت سمیت د هندوستان په تاریخ کې کښلي دي، چې «ګولاس gollas» هماغه میهیرا کوله دی ، نو پدې بنسټ ویلی شو چې بګوس، مهرزي هم ښایي همدغه «مي هیراکولا » وي.
نوموړی ځکه ګولاس ته میهیرا کولا وایي، چې «بلخ، بامیان او بادغیس د یپتلیانو پوځي پلازمینې وې او هندوستان د دوی د ولایت بڼه درلوده…»[13]
دمخه مو وویل، چې د «میهیرا» د ظلمونو له امله، د ده پر وړاندې، د هند په ډېرو سیمو په تېره بنګال کې د یوه سیمه ییز حکمران «بهانا ګوپتا» په مشرۍ او د «ګوپاراجا» په ملاتړ پاڅون وکړ او نوموړي ته یې سخته ماته ورکړه. خو کوم برید چې ټاکونکی وو، هغه د هند د راجاګانو او شهزادګانو یو والی وو، چې په پاې کې کشمیر ته وتښتید او د سراولف کارو په اند په ۵۴۲ ز کال (۱۳۹ مخ) ومړ او له ده وروسته د یپتلیانو ځواک اوبه شو.
ویل کیږي، چې «میهیرا کولا دومره ظا لم وو، چې پیلان به یې له ګړنګونو غورځول او د دوئ له دردناکه مرګه به یې خوند اخست د دغو ګړونګونو یادونه اوس هم کیږي چې د پير پنجال panjal جنوبي څوکې اوس هم شته چې زر کاله وروسته د مغلو د زمانې لویه لاره د همدې ځایه تېریده او د کشمیر کلني سیل ته به له همدې لارې تیریدل.
د دې پېر ټولنیزي هڅې
یپتلیان په بشپړ توګه سوچه پوونده او کوچي وګړي وو، چې د واک او ځواک څښتن شول اودافغانستان له ختیځه نیولي تر لویدیځه یې د یوې سترې ټولواکمنۍ بنسټ کېښود.
د دوئ د واک په مهال تر ډېره بریده یو شمېر تیرو ټولنیزو او کلتوري ارزښت ته زیان واووښت، چې موږ د ساري په توګه د «ګریکوبودیک» فرهنګ یادولی شو، چې له تېرې دب دبې راپریووت.
ولې بیا هم د وریښمو لویه لاره د سوداګریزو توکو د لیږد او رالېږد پرمختګ خلاصه وه، چې د چین، افغانستان، پارس او د هند لور ته به کاروانونه تلل او راتلل.
که په پرتلیزه توګه دغه وخت له لویو کوشانیانو سره پرتله کړو نو د هغه مهال له اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو سره یې د سیالي جوګه نشو ګڼلی.دې کې شک نشته چې په پوځي او سیاسي چارو کې يپتلي پاچایان ډېر پياوړي ول، چې په پارس کې ساسانیان او په هند کې ګوپتایان له پښو وغورځول او د یوې سترې ټولواکمنۍ بنسټ کېښود، خو فرهنګي چارې یې پڅې او کمزورې وي.
که څه هم په فرهنګي چارو کې د دوئ د ژبې او کلتور، ځنې ټولنیز مناسبات، وېيونه، لغتونه او دودونه تر ډېره بریده راتلونکی نسل ته پاتې شول.
د يپتلیانو د واک ټولې غاړې، هغه مهال له خپل برم او دب دبې د غورځېدې، چې «مي هیراکولا» ومړ، که څه هم یپتلیانو تر ډېره پورې په اریایي خاورې حکومت کاوه، خو لومړی د دوئ ځوړتیا او ماتې د هېواد له جنوب او ختیځه پيل شوه.
نه یوازې د هند له خوا، بلکې د سغدانیه له اړخه تر کانو او د لویدیز له لوري ساسانیانو په یپتلیانو برید وکړ او لرغونی افغانستان یو ځل بیا تر ګواښ لاندې راغی.
د یو شمېر لاسوندونو له مخې د یپتلیانو او د هغوئ د ځایناستو په تړاو یو شمېر څېړنې او انګېرنې په ګوته شویدي، چې څو بېلګې یې داسې دي.
۱ـ ویل کېږي چې يپتلی پاچا سپارښتنه وکړ، چې د بیني نې زار، بیني حسار، وزیر اباد کابل (کاول) اوبه، چې دغه سیمه یې ډنډ کړې وه وچې کړي. د کابل (کاول) او زاول (زابل) نومونه په لږتوپیر یپتلي دي چې ۱۵۰۰ کاله دمخه یې ایښي دي…د همدې توکم په تړاو له هډې، غوربند او له کابله چې کوم توکي ترلاسه شویدي لکه غاړکۍ، غوږوالۍ، تاویزونه اونورچې په یونا ني،پهلوي ، سنسګرت لیکني شویدي، لرغونپوهانو ته د پام وړ دي.
پخوا تر دې چې د لویک یا لاویک کورنۍ یا د غزني تګیان واک ته ورسیږي، زابلي یپتلیانو د زاول، کاول (کابل)، سکاوند … نومونه په یادو سیمو ایښي ول.
۲- د زاولي یپتلیانو مشران چې کاپيسا، بامیان، جاغوري، بادغیس، غرجستان، بدخشان او یا د هېواد په نورو پوځي مرکزونو کې اوسېدل دوۍ داسې جنګیالي روزل چې د هېواد شمال، لویدیز او ختیځ ته یې خپلې ځواکمنتیا لپاره واستوي.
۳- د یو شمېر سیکو له مخې چې له کندنونه تر لاسه شویدي داسې بریښي، چې یپتلي کوشانیان، نپکي ملکان د بامیانو شیران، زاولی یپتلیان او نور د هېواد په مرکزي سیمو کې استوګن ول او سیمه ییزه واک یې درلود، چې موږ د کابل د دهمزنګ د سپینو زرو سکه، د غوربند اود قندقستان سیکی، د بامیانو له ککرک تر لاسه شوې سیکې د بېلګې په توګه یادولی شو.
۴- دا هغه مهال دی، چې د يپتلیانو ټولواکمنۍ ړنګه شوېده او کومی مسي سیکي چې له غرجستانه یا د قندقستان له مزدکونو تر لاسه شویدي داسې ښيي چې یادو سیمه ییزو حکومتونو لکه نپکی ملکان، یپتلی کوشانیان د شپږمی (۶ ز) پېړۍ په شاوخوا کې، د افغانستان په مرکزي شمالي او د هندوکش جنوب کې د واک خاوندان ول.
) حبیبي پوهاند عبد الحی افغانستان قبل از اسلام ۱۲ مخ[1]
) سنګروال شهسوار افغانان له پارسه تر هندوستانه ۲۵۳ مخ[2]
) غبار میرغلام محمد افغانستان در مسیر تاریخ ۵۴ مخ[3]
) کارو سراولف، پټانز ۱۳۷ مخ[4]
) کریستن سن، ایران د ساسانیانو په پیر کې ۲۸۸ مخ[5]
) پارکر از (۱۰۰۰) کاله تاتار ۲۱ مخ[6]
) افغانان له پارسه تر هندوستانه ۲۶۱ مخ[7]
) کهزاد احمد علي خان افغانستان در پرتو تاریخ ۲۰۵ مخ[8]
) د افغانستان د تاریخي جغرافیي څرنګوالی ۱۵۳ مخ[9]
) غبار غلام محمد تاریخچه مختصرې افغانستان ۱۸ مخ[10]
) سراولف کارو پټانز ۱۳۷ مخ[11]
 ) کهزاد د افغانستان تاریخ ۵۹۶ مخ[12]
) ونسنت سمیت د هند تاریخ ۳۳۵ مخ [13]

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب