پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeخبرونهبوریل پر نړیوالو انتقاد وکړ چې افغانستان یې هېر کړی دی

بوریل پر نړیوالو انتقاد وکړ چې افغانستان یې هېر کړی دی

تاند(چهارشنبه، د میزان ۲۰ مه) د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزیپ بوریل افغانستان ته د نه پاملرنې له کبله پر نړیوالې ټولنې انتقاد وکاوه، ویې ویل دوی ته داسې ښکاري لکه افغانستان چې اصلاً نه وي.

ښاغلي بوریل د اروپايي اتحادیې د سفیرانو په غونډه کې وویل؛ «تېر کال ټولو د افغانستان په اړه خبرې کولې، خو اوس افغانستان چیري دی؟ نور د ورځپاڼو پر لومړي مخ د افغانستان نوم نه لیدل کېږي او ته وا اصلاً افغانستان نه شته.»

د اروپايي اتحادیې د سفیرانو غونډه دوه ورځې وړاندې د دې اتحادیې په مرکز بروکسل کې پیل شوه.

له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو او د اوکراین د جګړې د پیلېدو له کبله له افغانستانه د نړیوالو پام اوښتی دی.

خو ښاغلي بوریل وویل، د اوکراین جګړه باید د دې سبب نه شي چې افغانستان هېر شي، دواړه هیوادونه یو شان ستونزې لري، خو هیڅوک یې په اړه خبرې نه کوي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په مشخص ډول د افغانستان د کومې ستونزې یادونه ونه کړه، خو تر دې وړاندې یې له تعلیمه د افغان نجونو د بې برخې کېدو یادونه کړې وه.

ده ویلي چې طالبانو افغانستان په نړۍ کې منزوي کړی دی او دا د پوهېدو وړ ده چې هیڅ هیواد حتي پاکستان د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب