تاند (سې شنبه، د زمري/ اسد ۱۳ مه) د پاکستان جنګ ورځپاڼې د راپور له مخې، د افغانستان د متحدې جبهې مشر، جنرال سمیع سادات، ادعا کړې چې د طالبانو پر ضد یې وسلهواله مبارزه پیل کړې او له امریکا، ناټو او نورو هېوادونو یې غوښتي چې د طالبانو پر ضد یې سیاسي ملاتړ وکړي.
سمیع سادات، چې د جمهوري حکومت د پرزېدو په وروستیو څو ورځو کې لوی درستیز ګومارل شوی و، په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، د ده تر مشرۍ لاندې ځواکونو خپل وسلهوال عملیات له کندهار ولایت څخه پیل کړي دي.
هغه ادعا کړې چې ځواکونه یې یوازې د طالبانو پر ضد نه، بلکې د القاعده، داعش او تحریک طالبان پاکستان (TTP) پر ضد هم جګړه کوي.
سمیع سادات زیاته کړې، دوی نه غواړي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو لپاره ستونزې رامنځته کړي او راتلونکې یې له سیمهییزو هېوادونو سره په همکارۍ کې ویني. د هغه په وینا، د دوی مبارزه د ګاونډیو هېوادونو پر ضد نه، بلکې د طالبانو پر ضد ده.
سادات دا څرګندونې په داسي حال کې کړي چې ځینې راپورونه وايي، پاکستان د طالبانو د حکومت څو مخالفو ډلو ته په خپله خاوره کې دفترونه او د هغوی وسله والو کسانو ته د روزنې کمپونه جوړ کړي دي.
دغو کسانو په وروستیو ورځو کې له چترال څخه د بدخشان په زیباک ولسوالي کې تحرکات وکړل خو د راپورونو له مخې، د طالبانو ځواکونو خپل مخالفان ډېر ژر وځپل او هغوی یې بېرته چترال ته په شاتګ مجبوره کړل.
سادات ویلي، د طالبانو پر ضد په جګړه کې به یې ځواکونه نړیوال قوانین مراعات کړي او د خپلو پوځي عملیاتو لپاره به له هېڅ بل هېواد اجازه وانهخلي.
هغه له نړیوالې ټولنې وغوښتل چې د ده په وینا، «د تاریخ په سم لوري» ودرېږي او د طالبانو پر ضد د دوی د مبارزې سیاسي ملاتړ وکړي.
سادات په خپله په لوېدیځ کې اوسي او ګومان نه کېږي چې د پام وړ وسله وال یا پلویان ولري.