پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+شل غوره انګلیسي لېکوالې| ژباړه: ارشاد علي

شل غوره انګلیسي لېکوالې| ژباړه: ارشاد علي

دا میرمنې د انګلیسي ادبیاتو په تاریخ کې بانفوذه او مؤثرې لیکوالې بلل کیږي؛ دلته يې د هرې یوې لنډه پيژندنه لوستلای شئ.
۱. «مایا انجیل\Maya Angelou»
 دا افریقايي الاصله امریکایۍ په یقیني ډول د تاریخ مشهوره ژوند لیک لیکونکي او شاعره ګڼل کیږي. انجیل دا قالب هغه وخت مات کړ چې کله يې شپږ پرله پسې جلده ژوندلیکونه په یوه غیر عنعنوي شکل ولیکل او دا ژانر يې بدل کړ. انجیل لوستونکيو سره د خپل ژوند کیسې بې له شرمه او بغېر له کوم سانسوره شریکې کړلې. ددي صداقت او بې مثاله ادبي سبک د نورو ښځینه وو لیکوالو لپاره لاره خلاصه کړه او د ژوندلیک لیکلو طرز يې د تل لپاره بدل کړ.
۲.«جې کې رولینګ\JK Rowling»
دغه برتانوۍ لیکواله په تاریخ کې د ډیرو لوستونکیو ښځینه وو لیکوالو په ډله کې راځي. ددي مشهوره سیرایز «هاري پاټر» دی چې سودايي خیال ورسره مل دی او یو نسل ماشومان يې لوستلو ته هڅولي دي. ددي کتابونو لوستونکي په ټولنیز، اخلاقي او سیاسي بنیاد باندې هم هڅولي دي. ددي خپلې کیسې «له بې جامو څخه شتمن ته» لوستونکي دې ته هڅولي چې هېڅکله دخپلو هېلو شا مه پریږدئ.
۳. «الایس واکر/Alice Walker»
د “ګلابي رنګ” لیکوالې د لومړۍ افریکايي الاصله امریکایۍ لېکوالې لقب خپل کړی چې د فېکشن په برخه کې پولیټرز جایزه ګټي. د واکر شخصي ژوند او د لیکلو مسلک يې زیات په تبعیض او جنسي نامساوات راڅرخي. ادبي کارونو او سیاسي ښکیل يې دي د ښځینه وو لیکوالو او افریکايي الاصله امریکایانو تر منځ مشهوره څیره ګرځولي ده.
۴. «ایس اي هېنټن\SE Hinton»
امریکايي ناول لیکواله هېنټن د بالغو ځوانانو د کتابونو په لیکلو مشهوره ده؛ په خاص ډول د «خارجي \The Outsiders»‍ له امله. هېنټن د «The Outsiders»‍ کتاب لیکل په پنځلس کلنۍ کې پیل کړي ول او کله چې دي اتلس کلنه شوه دا کتاب چاپ شو. هېنټن ددې کتاب په چاپ سر یو خانداني نوم او ناڅاپي بریا شوه چې اوس هم دا کتاب هر کال پنځه لکه ټوکه پلورل کیږي. هېنټن په خپل دې ادبي کار سره یو تل پاتې تأثیر پریښئ کوم چې لوستونکي په مؤثره توګه د نوي ځوانانو له احساساتو او تجربو سره نښلوي.
۵. «اگاتا کریستي/Agatha Christie »
برتانوۍ جرمي لېکواله چې مشهور ناولونه، نندارې او لنډې کیسې یې ولیکلې. کریستي تر ټولو ډیره پلورل شوي او ډیره ژباړل شوي ښځینه لېکواله ده. د کریستي تجارتي بریا او عامه تشویق د خپلې غښتلي لېکوالۍ او دې وړتیا چې یو مشکل پولیسي پلاټ او پرمختللي کرکټرونه جوړ کړي، راغلي ده. کریستي نه یوازې جرمي ناول لیکوالو ته لاره وپوښله، بلکې دي د هر ژانر ښځینه لیکوالې هم وهڅولې تر څو تسلسل مراعت کړي.
۶.«لارا اینګالز وایلډر\Laura Ingalls Wilder
دي په ډیره کچه د «کوچني کور» د کتاب لړۍ په لیکلو مشهوره ده؛ په خاصه توګه «په ورشو کې کوچنۍ کور». وایلډر دا ناولونه د خپل ماشومتوب پر بنیاد او په یوه مخ تلونکي کورنۍ کې د لویدو  پر بنیاد لیکلي دي. د وایلډر مجبورونکو کیسو او د ادبي تخنیکونو استادۍ يې کومک کړی چې د ماشومانو د راتلونکیو کتابونو لپاره یوه سابقه جوړه کړي.
۷. «هارپر لي\Harper Lee»
امریکايي لېکواله چې د ۱۹۶۰م کال د پولیټرز جایزې وړونکي ناول «د مقلد مرغه وژل/To Kill a Mockingbird» له امله پیژندل شوي ده. دا د لي یوازینۍ چاپ شوی کتاب دی، خو په منتقدانه ډول ستایل شوي او ډیر پلورل شوي کتاب په خپل یو تأثیر خپور کړئ. دا کتاب په زیات کچه اټو بایوګرافیک او په هغو شیانو راڅرخي چې لي په جنوب کې د لویوالي په وخت لیدلي. دغه غښتلي کیسه په جنوب کې د نژادي تبعیض او بې عدالتۍ سره سروکار لري.
۸.«جېن اسټین\Jane Austen»
جېن اسټین په ډیره کچه د خپلو رومانتیکو خیالي ناولونو لکه: حس او حساسیت، غرور او تعصب او ایما له امله پیژندل شوي ده. د اسټین کارونه د اکاډمیکو زده کړو د پوهانو او نقادانو لپاره د تاریخي متن او د ادبي تخنیکونو د غنایت له کبله یوه د تمرکز وړ موضوع ده. اسټېن انګلیسي ادبیات په خپل ادبي ریالیزم، ټولنیز تفسیر او هغه تخنیکونو چې د ۱۸مې او ۱۹مې پېړۍ د میرمنو مجبورونکي کیسې به يې کولې، تر تأثېر لاندې راوستل.
۹. «ایمیلي ډیکینسن\Emily Dickinson»
ایمیلي ډیکینسن یوه بانفوذه شاعره وه چې سبک يې د نورو شاعرانو په څېر نه و. ډیکینسن یوه مبتکره وه چې د عرف خلاف تخنیکونه يې استعمالول؛ لکه لنډې لېکې، شېوه قافیه،  نامروجه نقطه ګذاري او دتنقيط علامه ايښودنه چې نقد او توجو دواړه به يې  راجلبول.
۱۰. «لویزا مې الکاټ\Louisa May Alcott»
لویزا مې الکاټ امریکایۍ لېکواله تر ډیره د خپل ناول «‍Little Women» له امله مشهوره ده. الکاټ د خپلو ادبي کارونو او همدا ډول په مختلفو ریفورمي خوځښتونو کې د ګډون له امله منتقدانه ستاینه ترلاسه کړي چې په دې ډله کې ‍د ښځو حقوق او د غلامۍ پای شامل دي. د شخصي او مسلکي ژوند په اوږدو کې يې ډیرې او د هر عمر ښځې هڅولي تر څو ازادې واوسي او د ټولنې د خبرو باوجود باید هیلې تعقیب کړي.
۱۱. «ماري شیلي\Mary Shelley»
برتانوۍ لېکواله ده چې په ډیره کچه د ډیر لوستونکي ګوتیک( وهمي) ناول «فرانکېنسټین» له امله مشهوره ده. شیلي د کلتوري خیال پرستۍ او وهمي فېکشن سرحدونه هغه وخت مات کړل، کله چې يې د خپل هنري خوځښت ډول جوړ کړ؛ په فردیت باندې يې انتقاد وکړ او د اتلسمې پېړۍ فکري ښوونځۍ يې وننګاوه. د شیلي کارونه د فیمینسټ ادبي نقد او د اکادمیکو زده کړو په سر کې د لسیزو لپاره ځای نیولی.
۱۲.«جیورج الیوټ\George Eliot»
په ۱۸۱۹م کال کې زیږیدلي ماري ان ایونز؛ (Middlemarch)،( Daniel Deronda) او( Silas Marner) ولیکل؛ هغه درې ګوني چې په فېکشن کې د ریالیزم لپاره باید د پام وړ ځای ورکړل شي. تر اوسه هم ددي د کرکټر او د موضوع وسعت دوام مومي. دا داسې یوه لیکواله وه چې عامه پوهاوی، ذوق او د انساني پیښو د ښکاره کولو لپاره يې پیچلۍ علم درلود. د الیوټ لیک د خپل وخت لپاره په حېرانونکي توګه په زړه پورې و او تر ننه هم د لوستو وړ پاتې شوی.
۱۳.«ایمیلي برونټي\Emily Bronte»
د خپل لنډ ژوند په لړ کې یې یوازې یو کتاب ولیکلو خو دې کتاب يې د انګریزي ادبیاتو منظر د تل لپاره بدل کړ او د نړۍ شاوخوا ښځو زړونه يې لاسته راوړل. کتاب يې ( طوفاني لوړې/Wuthering Heights) نومیږي.
۱۴.«شارلوټ برونټي\Charlotte Bronte»
د خپل ناول( جېن ایر، Jane Eyre) له امله مشهوره ده چې په خپل قلم( ‍Currer Bell) باندې يې لیکلئ وو. که څه هم دي کم شمیر چاپ کارونه لرل، خو په اثارو کې يې د مظلومو ښځو د ورځنیو هڅو ښکاره کولو سره په ادبي نړۍ او ټولنه باندې یو مهم تأثیر واچولو.
۱۵.«ویرجینیا وولف\Virginia Woolf»
یوه ادبي نابغه چې د ۲۰مې پېړۍ د ناول لیکوالو لپاره اُلګو وګرځېدله. دا ماډرنیسټه د تجربوي فېکشن لېکوالۍ او هڅوونکیو فېمنیستو مقالو له امله چې لوستونکي به يې د برتانوي ذاتو او جنسي توپیرونو څخه خبرول، مشهوره وه. د وولف کارونو په لوستونکو، لیکونکو، تاریخ پوهانو، عالمانو او ټولو هغو خلکو تأثیر کړی چا چې ددي ابتکاري کارونه او په انګلیسي ژبه باندې ددي تسلط مطالعه کړی دئ.
۱۶.«هاريت بیچر سټا\‍Harriet Beecher Stowe»
سټا د غلامۍ پر ضد ددخپل هڅوونکي ناول( Uncle Tom’s Cabin) پر مټ تاریخ بدل کړ. نه یوازې دا چې دا ناول د نوولسمې پېړۍ یو ډیر پلورل شوی اثر و، بلکې دې اثر د کورنۍ جګړې په پرمختګ کې مهم رول ولوباوه. سټا یوه مترقي متفکره او او توند خویه ابالیشونیسټه( د غلامۍ ضد) میرمن وه چا چې د ریښتیني ژوند د مسایلو(  نامساوات او کلیشه يي توب)په هکله لیکل کول او دا توان يې لرلو چې د میلیونونو امریکایانو زړونه خلاص کړي.
۱۷.«این رانډ\‍Ayn Rand»
این رانډ یوه روسۍ لېکواله وه چې په ډیره کچه د خپلو دوو ډیرو پلورل شویو ناولونو( The Fountainhead) او( Atlas Shrugged) له امله مشهوره ده. د رانډ زیات کارونه په زیاته کچه ددي د سیاسي نظریاتو او فردي حقوقو پر بنیاد لیکل شوي. ددي کتابونه په پراخه کچه توصیف او غندنه دواړه ترلاسه کړي خو په تجارتي لحاظ کامیابه ول. د رانډ سترګې خلاصوونکيو کارونو په مختلفو سیاسي، ټولنیزو او اکاډمیکو ساحو باندې تأثیر اچولی او لوستونکي يې هڅولي تر څو خپل سیاسي او اخلاقي نظرونه بیا ارزیابي کړي.
۱۸.«مارګاریت میچل\Margaret Mitchell»
د کلاسیک امریکايي اثر( Gone With the Wind) په لیکلو سره مشهوره شوي. دا ناول یو ناڅاپي بری و چې په لومړیو شپږو میاشتو کې له یو میلیون ټوکو څخه ډیر وپلورل شو، میچل ددي د ډیر مشهور ناول له امله پولیټرز جایزه وګټله؛ په خپل دې عشقي ناول لیکلو سره يې تاریخ بدل کړ. نه یوازې دا چې په نړیواله کچه يې د میلیونونو خلکو زړونه لاسه ته راوړل، بلکې د میچل د سیمبولیزم استادانه استعمالول او د ارکي ټایپونو کارولو يې په بشپړه توګه اوریجنال اثر ونوماوه.
۱۹.«ایډیت وارټن\Edith Wharton»
ايډيت وارټن یوه امریکایۍ لیکواله ده چې د پولیترز جایزې ګټونکي اثر( ‍The Age of Innocence) له امله په زیاته کچه مشهوره ده. وارټن لومړۍ ښځه وه چې د ادبیاتو په برخه کې يې د پوليټرز جایزه وګټله. دي په فرانسوۍ او ځینو نورو ژبو هم ښه سمه پوهیده او زیات چاپ اثر يې په دواړو انګریزۍ او فرانسوۍ لیکلي. اډیت په خپلو کارونو کې د ټولنیز طنز او نقد په راوړلو سره ډیره ستایل شوي، پداسې حال کې چې په شوخ طبعۍ کې ماسټره وه.
۲۰.«زورا نېل هارسټن\Zora Neale Hurston»
د هارلم رنسانس په دوره کې، هارسټن یوه امریکایۍ فولکلوریسټه، انتروپولوجیسټه او لېکواله وه. د هارسټن څلور ناولونه، له پنځوسو زیاتې کیسې، مقالې او نندارې چاپ شوي. په ډیره کچه د ۱۹۳۷م کال د ناول(Their Eyes Were Watching God) له امله پیزندل شوي ده.
 ماخذ: English Literature. FB

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب