شنبه, مې 25, 2024
Home+ناراضه بوډۍ| عبدالوکیل سوله مل 

ناراضه بوډۍ| عبدالوکیل سوله مل 

ښاري بس کې سورلۍ ډبه ډیرۍ ناستې او ولاړې وې .هرڅوک پخپلو خولوکې ډوب و: چا له امنیت سرټکاوه، ځنې  ورځ په ورځ لوړیدونکونرخونوته سودا وړي وو. یونیم په خورې شوې وبا غږیدل.

خویونیم داسې هم وچې په هیڅ شی ېې چرت نه وخراب او په موټرکې غږیدونکې موسیقي ېې په خونداوریده.

 په بس کې یوه زړه بوډۍ چې په لوی زړوکي کې ېې ځان رانغاړلی و،هم ناسته وه. سپینو ويښتانو ته ېې دنکریزووسمه ورکړې وه ، په دواړولاسونوېې لکه دزیارت منجاوررنګارنګ غټې اووړې ګوتې په لاس وې. 

بوډۍ د ډرایور تر شا څوکۍ کې ډډه لګولې وه. په دیوالونو کې لګیدلو تصویرونوته ېې په ځیرځیر لیدل. 

له هرتصویرسره به ېې یو څه له ځانه سره وویل، تندی به ېې کله کونجې شواو کله به ېې په شونډو نرۍ موسکا وځلیده .د بس منځ ته به ېې سترګې ونیوې، لکه دڅه په ویلو چې ویریده او یا شرمیده. ناببره ېې ویره له سره والوځي ، یو لوی تصویر ته لاس ونیسي ، سردموټرښیښې ته ورنږدې کړي ، په لوړ آواز ښیرا وکړي:

ـ دخدای په غضب خواخته شې!

سورلۍ ټولې هکې پکې شي ،یوبل ته اوبیا زړې ادې او هغه لوی تصویرته ځیر شي چې په لیدلوېې دبوډۍ له خولې  ښیرا راووتله ، موټروان وخاندي : 

ـ ولې ادې؟ 

بوډۍ په څوکۍ کې رانیغه شوه ، په سرېې اوږد تورزړوکی نورهم راسم کړ: 

ـ څه ېې کوې زویه ، ولې مې زړه راسپړئ؟

موټروان دموټرله ښیښې ناراضه ادې له نظره تیره کړه ، بیا ېې وویل:

ـ ولې ،ولې، ولې، ادې ،څه درد درغلی دی؟ 

بوډۍ ده ته ، بیا د بس منځ سورلیوته او وروسته بیا لوی تصویرته لاس ونیوه: 

ـ له کله چې دا ګنجی په تخت ناست دی ، ننګورمې یو زوی ونه زیږاوه.

ترخوا ناستې دکوچنۍ نجلۍ په سرېې لاس کیښود.

ـ تراوسه مې ننګورهرکال دغسې پينځه نجونې راوړي دي ، زامن خدای پرې درولي دي.

له دې سره په بس کې ټولوپه کړس کړس وخندل. 

په بس کې ناست ځوان چې دبوډۍ ښیرا ته هک پک تللی واو خوله ېې له خندا چینګه پاتې وه ،بوډۍ ته ټونګه ورواچوله :

ـ ادې له خولې سره دې پام کوه ،هسې نه چې په دې سپین سر دې زندان ته وانچوي!

خلکوبیا خندا ته زورورکړ،په کړس کړس ېې نورهم وخندل، بوډۍ اوږې پورته ونیوې، خوله ېې ځواب ته جوړوله چې له شا څوکۍ یو سپین ږیری بوډا چې ږیره ېې چټه خریلې وه رانارې کړې:

ـ خورې چرت مه وهه، که داسې هغه ته په کنځلو او ښیراو خلک بندیانیدلی، اوس به نیم افغانستان په زندانونوکې وای. 

بل تن ېې چې دبوډۍ شاته ناست واو قره قلی خولۍ ېې په سروه ،په پلوۍ وویل:

ـ چې دا ادې نیسي ، ولې هغوی نه نیسي چې ګرده ورځ ېې په تلویزینونوکې دده په غیبت لکه سپي غاپي. 

 د ده له خبرې سره بوډۍ غلې شوه، مخ ېې بیرته واړاوه ، دسرک په ننداره شوه ، بس کې هم بیرته چوپتیا خوره شوه . موټروان چې هم ېې مخکې لار څارله او هم ېې په روان موټر کې شاته سورلۍ له خپلې هندارې لیدلې، بیا بوډۍ وسکونډله:

ـ ښه ادې اوس چیرې ځئ؟

بوډۍ وخندل ، په کنډاسه خوله کې پاتې غوښونه ېې وځلیدل ، اخوا دیخوا ېې وکتل ، لکه په ځواب چې شرمیده ، په ورو ېې له خولې راووتل:

ـ د دې شین سری دوترته 

موټروان رانیغ شو:

ـ کوم شین سری ادې 

بوډۍ بیا په دیوال کې لوی تصویرته لاس ونیو:

ـ ددغه پاچا دوتر ته 

د موټروان خوله وازه پاتې شوه ، اخ ېې کړل:

ـ اولسمشر ته ؟

بوډۍ په چوکۍ کې رانیغه شوه ، سرېې وخوزاوه:

ـ هو له خیره 

موټروان په روان مزله کې مخ ورواړاوه:

ـ هلته څه کوې ؟ 

بوډۍ له زړوکې لاندې کاغذ راوویست، راپورته ېې کړ:

ـ عریظه وروړم 

ـ د څه شي ؟ 

ـ پیسې ترې غواړم 

موټروان لکه له کوچنی ما شوم سره چې لوبې کوي:

ـ د څه لپاره ؟

دبوډۍ خوله لاړه اوراغله، سترګې ېې وځلیدې، په شونډوېې نرۍ موسکا ونڅیده:

ـ زوی ته دبل واده لپاره 

د بس له بلې غاړې یوه تن له شاه رانارې کړې:

ـ ادې دا څنګه ؟هم پاچا ته ښیرا کوئ او هم ترې پیسې غواړئ!

ادې شاته مخ ورواړاوه، په غوسه ېې وروکتل، په لوړ آوازېې وویل:

ـ ستا سر په دې خبرو نه خلاصیږي، کرارپه ځای کښینه!

ځوان وخندل:

ـ هغه څنګه؟ 

دا په چوکۍ کې نوره هم رانیغه شوه:

ـ هغه دا چې بل واده ورته کوم 

ده بیا په ملنډو ورغبرګه کړه .

ـ نو د پاچا ېې ستا د زوی له واده سره څه؟

دی ولی وښورول، څادرېې نورهم په ځان راخورکړ:

ـ ولې څه  ؟ ساده ګله ، په نوی ننګور ښه ډیرزامن زیږوم ،

ټولوسورلیو یوبل ته وکتل، او دهریو له خولې راووتل :

ـ زامن ؟

بوډۍ سروخوزاوه:

ـ بلې، زامن چې رالوی شي ټول له مخې لښکر ته ورکوم چې پاچا هي ېې مضبوطه شي.

ټولو سورلیوپه کټ ،کټ وخندل 

لندن ـ ستانمور

د غرمې درې بجې 

د۲۰۲۰میلادی کال د نومبر۱۰

2 COMMENTS

  1. په دې نوشتې هغومره اوږده پرپړه لیکل کیدای شي لکه همدا لیکنه. تر دې ور ها خوا املايي غلطۍ لیکنه بد رنګه کوي او د تخلیقي لیکنو قلموال ته نه ښايي چې پر لوستونکي یو مخیز د احمق ګومان و کړي.

    رښتیا رښتیا به سره وایو، کنه نو د کم سوادو او بې سوادو فیسبوکیانو او یوه نیم چیز فهمه رواجي او تجاهلي تشویق به مو بیخ را وباسي.
    که بده خبره مې کړې وي، معذرت غواړم، کومنټ مې سمدستي ړنګ کړئ!

  2. محمود صیب سلامونه مې ومنه .
    په کمپیوټر لیکل کول له انسان نه تیروتنې کیږي .دا دا مانا نلري چې د درې لسیزو لیکوال دې املا نه وي زده .
    دا سمه ده چې مونږ املا ته باید ډیره پاملرنه وکړو هرڅه سم ولیکو خو بیا هم له انسان نه تیر وتنه کیږي .
    دلته به ښه دا وه چې تاسو دده په کیسه کره کتنه کړې وای .او د ټایپ تیروتنو مو پام ور اړولی وای .
    په درنښت .تور غر

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب