Homeخبرونهپه تېرو ۱۱ کلونو کې خیبر پښتونخوا کې ۱۵۷ نرښځیان وژل شوي

په تېرو ۱۱ کلونو کې خیبر پښتونخوا کې ۱۵۷ نرښځیان وژل شوي

تاند (پنج شنبه د ثور/ غويي ۱۷مه) د راپورونو له مخې  له ۲۰۱۵کال راهیسې په خیبر پښتونخوا کې ۱۵۷ نرښځیان وژل شوي، چې یوازې په تېر ۲۰۲۵کال کې ۸  تنه وژل شوي دي.

د ۲۰۲۳کال د شمېرو له مخې؛ په پاکستان کې ۲۱زره او ۷۷۴ تر ښځیان ثبت شوي، چې له دې ډلې ۵۷ سلنه په پنجاب، ۵ زره او ۹۵۴ په سند، ۱۹۹۹ په خیبر پښتونخوا، ۷۸۰ په بلوچستان او ۲۸۰ په اسلام‌اباد کې ژوند کوي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د معلوماتو له مخې؛ یوازې په خیبر پښتونخوا کې له ۲۰۱۹ تر ۲۰۲۳ کال پورې د نرښځیانو پر وړاندې ۲۶۷ د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوي؛ خو یوازې په یوه قضیه کې مجرم ته سزا ورکړل شوې ده.

په ملي کچه هم د پاکستان د بشري حقونو ادارې وایي، چې له ۲۰۰۹کال راهیسې په دغه هېواد کې د نرښځیانو پر وړاندې تر ۱۸۰۰ زیاتې د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي.

بل لور ته د ایډز د کنټرول ملي پروګرام د شمېرو له مخې؛ د نرښځیانو ترمنځ د ایډز کچه له ۵،۵ تر ۱۰ سلنې پورې ده.

فعالان وایي، نڅا او د خوښیو محفلونه چې د نرښځیانو د عاید اصلي سرچینه ده؛ شاوخوا ۴۰ سلنه کمه شوې ده.

بل لورته بیا په پاکستان کې د نرښځیانو ټولنه له تاوتریخوالي، توپیري چلند او د ایډز ناروغۍ زیاتېدونکي ګواښ له امله شکایت کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

هنر، زیبایی و رموزات هنر و زیبایی| پوهاند دودیال

(قسمت سوم) در قسمت دوم این سلسله ی مقالات گفته شد که آثار و تخلیقات هنری جز مهم فرهنگ انسانی است. شهرت ومقام شامخ بعضی...