د اسلام تر ټولو بنسټيز کتاب قران کريم دی. سنت او احاديث د همدغه کتاب د تشريح له پاره کارېږي، بناءن که هر يو له کتاب الله سره مخالف واقع شي، نو هغه به پرېښودل کېږي، د کتاب الله حکم ته به غاړه اېښودل کېږي.
د قران کريم موضوع څه ده؟ ښکاره خبره ده چې دين او شريعت ده. رسول د کومو چارو د رهنمايي له پاره راځي؟ واضح خبره ده چې له دين او شريعت سره تړلې چارې د خدای په امر روښانه کوي او نور دنيوي کارونه د خپلې دنياوي پوهي له مخې کوي چې له دين سره هيڅ سر و کار نه لري.
که د مثال په ژبه دا خبره تشريح کړم، نو داسې به يوه بېلګه د پوهاوي له پاره راوړم: له خپل ځان څخه دفاع د دين حکم دی، قران کريم امر کړی دی چې له هغه چا سره وجنګېږئ څوک چې له تاسو سره جنګېږي، خو تاسو تېری مه کوئ.(البقره: ۱۹۰)
اوس په دې حکم عمل کول د دين د حکم عملي کول دي. دا چې په دې دفاع کې کوم شيان کارېږي، له دې سره د دين کار نه شته، دا به انسان د خپل علم او وړتيا موافق ايجادوي. پيغمبر علیه السلام په خپل وخت کې له تورې، نېزې، غشي، ليندې او ډال څخه کار اخيستی دی. د دې له پاره په قران کريم کې هيڅ فورمول نه دی ذکر شوی چې توره داسې جوړېږي او اس دغه ډول ځغلول کېږي. بلکې د اس سپرتيا هم انسان خپله زده کوله او توره جوړول هم د انسان خپل کار و، له دې سره دين او شريعت هيڅ اړيکه نه ساتي.
له دغه ډول ګڼو مثالونو څخه چې موږ په ورځني ژوند کې نن هم ورسره مخ کېږو او هغه زمان هم رسول الله صلی الله عليه وسلم روښانه کړي دي، جوتېږي چې قران د دين او شريعت کتاب دی او پيغمبر د همدې د ښودنې له پاره راغلی و.
خدای دې وکړي چې تر دې ځایه په شوې خبره مو سر خلاص شوی وي. اوس اصلي خبرې ته ننوزم. د قران موضوع او د رسول کار طبابت نه دی. طب يوه دنيوي چاره ده، د انسانانو پر تجربو و مشاهدو ولاړه ده. نه تر ننه يوه پيغمبر دعوه کړې ده چې موږ له اسمانه تاسو ته طبابت راوړی دی او نه د نبيانو کار طبابت کول دي. د اسماني کتاب او رسول دنده يې د خدای ديني پيغام تر خلکو رسول دي، نه د دنياوي چارو تشريحات ور کول. که داسې وای بيا به انبياء له رسولانو سره سوداګر، صنعتکاران، ډاکټران، ليکوالان، مورخين او کسبګران هم وای. اما قران کريم له نبي، مبلغ، داعي الی الله او خدايي استازي ماسيوا بل صفت نه دی ورته کار کړی. له دې سره چې يو شمېر انبياء د اړتيا له مخې په دنياوي سياست کې ښکېل شوي دي، مګر بيا هم پر هغوی د خدای نازل شوو کتابونو ورته د سياستوالو نوم نه دی ياد کړی، که څه هم عملي يې سياست کړی دی، څوک چې سوداګر و، هغوی ته يې د سوداګر صفت نه دی کارولی، څوک چې ترکاڼ و، هغه يې ترکاڼ نه دی بللی، ځکه دا له دين سره تړلې چارې نه وې، خدای په دې چارو کې مداخله نه کوي، دا د انسان د اختيار شيان دي، چې هر ډول د ټولنې په ګټه وي، د دوی تجربه و مشاهده يې تاييد وکړي، دين ور سره کار نه لري.
بناءن هغه روايات چې پيغمبر عليه السلام ته منسوب دي، خپلو يو شمېر اصحابو ته يې د کومې ناجوړۍ له امله د اوښ د بولو او شيدو د څښلو سپارښتنه کړې ده، هغه له ديني چارو سره هيڅ سر و کار نه لري، دا په تمامه معنا يوه دنيوي معامله وه، له طبابت سره تړلې مسئله وه، پيغمبر د هماغې ټولنې يو فرد دی، د دنيا په اړه ليد او تجربې يې د خپلې ټولنې د تجربوو او مشاهدو نمايندګي کوي، دا که فرض کړو چې د دغه روايت نسبت پيغمبر عليه السلام ته سهي هم وبولو، نو بيا هم د هغې ټولنې د طبابت په اړه موږ ته معلومات را کوي چې دوی د مرضونو د تداوي له پاره کومې لارې چارې ترسره کولې؟
د هغه روايت الفاظ په ګوته کوي چې دغه توصيه هغو مېلمنو ته شوې وه چې مدينې ته تازه راغلي وو، له رسول الله صلی الله عليه وسلم سره د مېلمنو په توګه څو ورځې پاته شول، وروسته يې د نس له پاړسوپ څخه رسول الله صلی الله عليه وسلم ته شکايت وکړ. نو هغه د مريضۍ د تداوي له پاره دغه درملنه وړانديز کړې ده، ورسره خوا کې يې له مدينې څارا ته د وتلو هم ويلي دي.(۱) هغوی هم دا دنيوي توصيه بللې ده، له رسول الله صلی الله عليه وسلم څځه يې پوښتنه نه ده کړې چې ايا دا ديني حکم دی او که ستا خپل شخصي معلومات دي؟ ځکه هغوی پوهېدل چې د مرض تداوي له دين سره سر و کار نه لري، نو دې پوښتنې ته يې اړتيا نه وه. دا ګډوډي بيا وروسته جوړه شوه له خلکو د دين او شريعت احکامو له دنياوي چارو سره ګډ شول. خلکو کتابونه وليکل چې نبوي طب.
په نبوي طب کې دوی د ګيډي درد ته شات وړانديز کړی دي. نوې څېړنې جوتوي چې د ګيډې درد خورا ډېر عوامل لري، نو د هر يوه له پاره يې لومړی تشخيص په کار دی او بيا ورته ځانګړي درمل، نه دا چې که د ګيډې هر درد وي، د هغه له پاره به شات ور کول کېږي.
اوس که دا خبره يوه ناخبره انسان ته وکړې، هغه در څخه خپه کېږي، ځکه دوی فکر کوي چې رسولان هر کاره دي، د خدای کتاب د هر شي په اړه کامل او مکمل دی. بيا که پوښتنه وشي چې نو که داسې وي، د طيارې جوړېدل څنګه دي؟ يو مسلمان دې له قران يا سنتو څخه دا ثابته کړي چې الوتکه څنګه جوړېږي؟ بيا خاموشه وي، هيڅ ځواب نه لري.
يوه بله مهمه خبره دا هم ده چې قران کريم که د تکميل خبره کړې ده، هغه يې يوازې د دين په اړه کړې ده، نه دا چې د هر شي په اړه د خدای قوانين په قران کې بشپړ بيان شوي دي. قران کريم د (اليوم اکملت ليکم دينکم) په الفاظو دا خبره تر لمر روښانه وکړه، خو جاهلو پيروانو يې تر الفاظو ډېرو خپلو خرافاتو ته زياته پاملرنه وکړه، له دې امله قران کريم پاته شو، خلک په نورو کتابونو پسې ولاړل، همدا وجه ده چې د نرګسيت په ناروغي اخته شول، خپله د اوښ ميتيازې څښي د پيغمبر سنت يې بولي، نه په شرمېږي او نه ورته د بده ښکاري، خو هندو که د غوا ميتيازې څښلې هغه بيا د غوا زوی بولي او پرې لعنتونه وايي.
د دوی عقلونه له دې پرېړ توپير ليدلو څخه عاجزه دي. دا نه شي درک کولی چې بخاري يا د تاريخ و حديثو په بل هر کتاب کې د هغې زمانې دغه ډول روايات له دين سره اړه نه لري، بخاري خپله هم د کتاب په نوم کې اشاره کړې ده چې دلته د هغې زمانې تاريخ، د نبي عليه السلام عملي کړنې او ويناوې راغلې دي. نو د بخاري په کتاب کې د يوه حديث موجودګي دا معنا نه لري چې دين خلک د اوښ د بولو په څښاک امر کړي دي او دا يې د ګيډي د درد علاج ور ښودلی دی.
په رواياتو کې دغه ډول ډېر مواد شته، دا د پېښو په وړاندې د هغې زمانې د خلکو عکس العمل موږ ته په ګوته کوي چې دوی له طبيعي پېښو او افاتو سره څنګه مقابله کوله، د مصيبتونو په وړاندې يې غبرګون څه ډول و.
طبيعي خبره ده چې هغه زمانه کې پرمختګونه سلو وو، د يوې ټولنې پرمختګ ژر بلې ته نه انتقالېدی، د مرضونو له پاره د علاج بېلابېلې طريقې په ګڼو ټولنو کې رواج وې. دوی له خپلو دوديزو طريقو بد نه وړل او دا چې ګردې ټولنې د مرضونو دغه ډول دوديزې طريقې منلې وې، نو د ناروغۍ د پېښېدا په صورت کې که پيغمبر عليه السلام يا اصحابو ناروغ ته د دغه ډول درمنلې وړانديز کړی وي، دا هيڅ بده خبره نه وه، دغه ډول طريقې نورې هم وې، خالونه لګول، داغ ږدل، وينه ور څخه کښل او دغه ته ورته د تداوي ګڼې طريقې وې، چې د هغه وخت د تجربو له مخې دوی دود کړې وې او تر ډېره وخته په ګڼو ټولنو کې رواج وې.
دا اوس هم په يو شمېر کليوالو علاقو کې د تداوي جالبې طريقې رواج دي، که د ښار خلکو ته يې څوک بيان کړي، نه يوازې دا چې زړه ته به يې ونه لوېږي، بلکې هغه بيانوونکی کس به دروغجن وبولي، خو واقعيت دا دی چې دغه ډول طريقې په دې يو ويشتمه پېړۍ کې هم شته.
نو په بولو تداوي، يا شات ور کول، يا ځينې بوټي او دانې د مرضونو د علاج له پاره کارول، دا معنا نه لري چې شريعت او دين دوی په امر کړي وو، بلکې د مرضونو په وړاندې د هغې ټولنې د ابتکاراتو لڼدکی انځور دی. له دې امله د هغه وخت د عربي ټولنې د تداوي دوديزو طریقو ته دې څوک د سنت او نبوي طب نوم نه ور کوي. البته که د عربي طب په نوم ياد شي، دا به سم وي، ځکه دا د دوی د ټولنې ايجاد و، نه د پيغمبر عليه السلام شخصي ابتکار يا يې د دين له مخې نوښت. نو نبوي طب اصطلاح ناسمه ده او اساسن بايد عربي طب ورته وکارېږي.
۲۰۲۶/۱/۱۸
سرچينه:
۱) بخاري، کتاب الضوء، باب أبواب الابل والدواب و مرابض الغنم ح: ۲۳۱.
زبیر صاحب تحلیل دی خوندور دی خو لږ شان د تعصب بوی ورڅخه راځی هغه داچی تاسی لږ د نبوی د کلیمی سره حساسیت ښودلی څرنګه چی زمونږ په ټولنه کی سنتی طب دیونانی طب په نوم مشهور شوی نو که یو څوک د قران او احادیثو په استناد بعضی دوا ګانی او ناروغی وڅیړی او عنوان ورته نبوی طب ورکړی تاسی ولی د طالبانو د بعضی شیخانو په شان چی کله د علم سره عصری کلیمه یوځای شی یا ورسره د ښځو نوم یاد شی هغوی ډیر حساس شی کله د اباحت او کله د حرمت فتوا ګانی ورکول شروع کړی تاسی د شاتو ذکر کړی دی الله ج په قران کی فرمایی وَإِنَّ لَكُمْ فِي الْأَنْعَامِ لَعِبْرَةً نُسْقِيكُمْ مِمَّا فِي بُطُونِهِ مِنْ بَيْنِ فَرْثٍ وَدَمٍ لَبَنًا خَالِصًا سَائِغًا لِلشَّارِبِينَ
وَأَوْحَى رَبُّكَ إِلَى النَّحْلِ أَنِ اتَّخِذِي مِنَ الْجِبَالِ بُيُوتًا وَمِنَ الشَّجَرِ وَمِمَّا يَعْرِشُونَ (68) ثُمَّ كُلِي مِنْ كُلِّ الثَّمَرَاتِ فَاسْلُكِي سُبُلَ رَبِّكِ ذُلُلًا يَخْرُجُ مِنْ بُطُونِهَا شَرَابٌ مُخْتَلِفٌ أَلْوَانُهُ فِيهِ شِفَاءٌ لِلنَّاسِ إِنَّ فِي ذَلِكَ لَآيَةً لِقَوْمٍ يَتَفَكَّرُونَ النحل چی په دی کی شفا ده د خلکو لپاره تاسی نن ورځ د طب او ساینس په نړی کی ګوری چی د شاتو په معجزه څومره تحقیقات کیږی بیا هم نیمګړی دی تاسی پورتنی ایات ته زیر شی چی الله ج وایی چی دوینو او خوشیانو د مینځ نه تاسی ته خالص او خوندور شوده درکوم د ساینسی تحقیقاتو لپاره دا یو فورمول او اساسی نښه ده قران ته ایات هم ویل کیږی ایات ته مونږ په پښتو کی نښه وایو لکه څنګه چی تاسی د الیوم اکملت لکم دینکم د ایات ذکر کړی د دین او قران په کامل والی باید مونږ ایمان ولرو دا کتاب د انس او جن لباره نښی بیانوی نور تحقیق او د علم حاصلول د انسان کار دی مثال یی دا ایات دی لَقَدْ أَرْسَلْنَا رُسُلَنَا بِالْبَيِّنَاتِ وَأَنْزَلْنَا مَعَهُمُ الْكِتَابَ وَالْمِيزَانَ لِيَقُومَ النَّاسُ بِالْقِسْطِ وَأَنْزَلْنَا الْحَدِيدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ د ننی تکنالوجی لپاره دا یوه نښه او فورمول دی چی بیان شوی.