چهارشنبه, مې 1, 2024
Homeادبلنډه کیسهیو جمع یو/ ايمل پسرلى

یو جمع یو/ ايمل پسرلى

په یوه غره خېژئ، سخت ستړي یاست، سر ته یې ډېر ځای نه دی پاتې، دوه متره لیرې  درېږئ ساه اخلئ، خوشاله یاست چې نور نو سختي پای ته ورسېده. لږ نور خېژئ که ګورئ هغه بل لور کښته کېدل  ګران دي، اړ یاست چې لږ لاره چپه کړئ او په یوې بلې غونډۍ هم پورته شئ. همدا تلوسه او ناببره حالت دی چې په داستاني اثارو کې لوستونکي ته خوند ورکوي او شاید کیسې ته هم مانا وربښي.

د نامه تورۍ او ممکنه ناموسي وژنې پر موضوع د درانه صدیق الله بدر دا لنډکۍ کیسه لولو:

امن خونه

محکمې ملا په شل کاله بند محکوم کړ. هغې له خوشالۍ په ډک نظر خپل ښي اړخ
ته ناست پلار و مور ته وکتلې. هغوى او نور خپلوان يې دې ته داسې کتل لکه
يوې ګنهګارې ته چې ګوري. چپ اړخ ته يې ناستو هغو ښځو ته وکتلې چې بيا بيا
يې د محکمې په جريان کې پر قاضي غږ کاوه چې زاني ملا ته سخته سزا وټاکي,
هغوی ډېرې خوشاله وې. يوه ميرمن چې کله يې دې او كله يي مور و پلار ته
کتل, یو ناڅاپه له ځايه راولټېده, د نجلۍ مور يې له ځانه سره د محکمې له خونې
بهر بوتله. څو شېبو کې بېرته په منډه راننوته، نېغه د قاضي مېز ته ورغله
او ورو يې د هغه په غوږ کې څه وويل.
قاضي د نجلۍ مور و پلار او خپلوانو ته په ځير وکتل او تر څه سوچ وروسته
يې وويل: دا محکمه د نجلۍ د ژوند د ژغورلو پخاطر يوه سلا کوي چې هغه دې
د خپل کور په ځای د امن کور ته لاړه شي))

دا کیسه د ناموسي وژنو موضوع ته اشاره کوي چې بې ګناه نجونې په کې په هر حالت سر خوري. دا ډول قضیې ډېرې لیدل شوي خو کمې لیکل شوې دي. ښاغلي بدر په خورا لنډه کیسه ګۍ کې لویه موضوع ځای کړې ده. دلته د قاضي له لورې تورن ته شل کلن قید غره ته د رسېدا په مانا دي. نجلۍ نوره باید راحته وي. خو د مور و پلار له خوا یې دې ته ممکنه ګواښ هغه بله غونډۍ او لا نور مزل دی.

لیکوال له همدې ناببره حالته کیسې ته مانا وربښلې، یعنې که نجلۍ محکمې سپينه هم کړه خو د ټولنې پېِغورونو بیا هم کورنۍ ته له ګړنګه د راغورځولو لایقه بللې ده.

داستاني منطق ښايي دا وپوښتي چې د شل کلن بند تر اعلان وروسته باید نور دومره وخت نه وي چې یوه درېمه ښځه دې ټوله صحنه وڅاري، له ځان سره دې قضاوت وکړي چې د مور و پلار نظر یې منفي دی، مور دې دباندې وباسي ، سملاسي دې د هغې د زړه خبرې واوري او قاضي ته دې هم رامنډه کړي ، په کیسه یې پوه کړي او هغه هم بې له کوم فکره یا پوښتنې وار له واره بل قضاوت وکړي.

د دې درېمې مېرمنې له فعالیت پرته که قاضي په هغه لومړي اعلان کې نجلۍ امن خونې ته لېږلې وای کیسې بیا هم خپله مانا درلوده. لوستونکي ته هم د فکر موقع ورپاتې کېده چې د قاضي پرېکړه له ځان سره وشاربي. لیکوال ښايي د کیسې بڼه بدله کړې وای او بې له دې چې مخامخ راته ووايي نکل یې داسې وای چې یو جمع یو لوستونکي خپله دوه بللي وای.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب